
په وروستيو ورځو کې ډېر اورېدل کيږي ، چې د ډيورنډ موافقه ليک او ورسره مل نقشې يې د امير عبدالرحمن خان له خوا نه دي لاسليک شوي . وايي چې ، لېوني ته يې وويل پام کوه د غنمودرمند ته اوروانه چوې ! لېوني ورته وويل ، چې ښه شو داچل دې هم راوښوده . نوله قدرمنو تاريخپوهانو څخه هيله کيږي ، چې پاکستان ته دا خبره مه وريادوئ ! ځکه پاکستان چې د جعل کارۍ استاد دی ، کېدای شي دمرحوم امير امضأ هم په سند کې جعل کړي .