سړي په اونۍ کې 42 ځلې درواغ وايي

نږدې اکثره خلک پردې باور دي ،چې ښځه دسړي په پرتله  ډېر درواغ وايي . يوې امريکايي څېړنې   جوته کړه ،چې سړي دښځو په پرتله  دوه چنده درواغ وايي دا کار له خپلو ملګرو او مشرانو سره  په دفترونو او له  خپلو مېرمنو سره ډېر ترسره کيږي .
سروې زياتوي  سړي په  ورځ کې 6 ځلې درواغ وايي  په بله مانا په اونۍ کې 42 ځل او په کال کې 2184 ځل او ښځه په ورځ کې 3 ځل په اونۍ کې 21 ځل او په کال کې 1092 ځل .