افغانستان دامریکا دنوې ستراتیژۍ هرکلی کوي


مطبوعاتي اعلامیه
د۱۳۸۸ لمریز کال دلیندۍ۱۱مه
افغانستان دامریکا دنوې ستراتیژۍ هرکلی کوي
کابل،دجمهوري ریاست ماڼۍ : دافغانستان اسلامي جمهوریت د لاندینیو مواردو په پام کې نیولو سره دافغانستان لپاره دامریکا دمتحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ چې ددغه هېواد دجمهوررئیس بارک اوباما دوینا په ترڅ کې ددسمبر په لومړۍ نیټه اعلان شوه، هرکلی کوي:
۱ـ دخلکو دځان او مال ساتنه او مصونیت؛
۲ـ دسولې دټینګښت او دملي روغې جوړې له بهیرڅخه ملاتړ؛
3_ دتروریزم دستونزې سیمه ایز بعد ته پاملرنه اود افغانستان د قلمرو داخل ته دتروریستانو دراتګ مخنیوی؛
4_  دمستقلې دفاع دقدرت  دکسبولو په خاطر دامنیتي ځواکونو پیاوړتیا او دهېواد دټولو دولتي بنسټونو خود کفایي؛
5_ دقانون دتنفیذ اوخلکوته دښو خدمتونو دوړاندې کولو لپاره دافغانستان دحکومت پیاوړتیا؛
6_ دکرنې،انرژۍ اواوبو،کانونو اودکلیو دپراختیا برخوته دلومړیتوبونو په ورکولوسره دافغانستان اقتصادي پیاوړتیا.
دافغانستان اسلامي جمهوریت دمخه دافغانستان دمسئلو او دسیمې دحالاتو په اړه دخپل نظر وړ ټکي دامریکا  له حکومت سره شریک کړي وو او خوښ دی چې دامریکا حکومت په پیشنهاد شویو اساسي مسئلو کې دافغانستان ددولت دریځ په نظرکې نیولی دی.
 دافغانستان اسلامي جمهوریت هیله لري چې دامریکایي عسکرو ډیروالی دامنیت دلا ټینګښت او دخلکو دځان او مال دساتنې سبب شي. همداراز دافغانستان اسلامي جمهوریت دامریکا دجنګي ځواکونو دکمښت مهال ویش دافغانستان د امنیتي سکټور دودې او په خپل ځان باندې دتکیه کولو زمینه ګڼي.
 دافغانستان اسلامي جمهوریت به ددغو هدفونو دتحقق په خاطر له هیڅ ډول هڅو او همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.
دجمهوررئیس دویاند له دفتر څخه