غزل

اسدالله غيرت / پکتيا
زه اوستا يادونه ټوله شپه څراغ ته تېره کړو
نه راځي خوبونه ټوله شپه څراغ ته تېره کړو
ای خوږې شيبې ستا د ليدو په هيله خدای پاک ته
ډير وکړوسوالونه ټوله شپه څراغ ته تېره کړو
ته چې بيلوې، زمونږ له غيږې نه ديارغيږه
مونږ به نوبيلتونه، ټوله شپه څراغ ته تېره کړو
مونږ د دې ارمان په خاطرخدايه په سجده باندې
راکړې جنتونه، ټوله شپه څراغ ته تېره کړو
کله کله زه او د الهام ښاپيرۍ دوه په دوه
ليکوغزلونه ټوله شپه څراغ ته تېره کړو
تل مو وي نيولي ای غيرته د الله در کې
دا خيرن لاسونه ټوله شپه څراغ ته تېره کړو
نيټه ۱۳۸۹-۴-۲۴
منداخيل