زمرد د مار سترګې ړندوي/ ۵ برخه

 
له ډيرې مودې وروسته نن  دريمه شپه ده چې هلته په هسكو كې ، هلته چې كلونه كلونه څوفرانسوي نارينه اونجونې  په بيلابيلو نومونوراغلي اود دبشري خدمت كولو ! په چارو سره بوخت دي ،څوك ډاكتران اوډاكترانې دي اوڅوك هم دنرسانو په توګه دلته د زخميانو  درملنه كوي ،  هره شپه ډير روښانه څراغونه لګيږي ،څوك نه پوهيږي چې دتورو شپو په دغه توره دره كې داشان پرله پسې رڼا دشپې ترپايه دڅه لپاره ده . كله چې ماښام را برسيره شې ، اود شاوخوا خټينوكليو خلك دماښام لمنځونه وكړي ، نو بيا په خپلو ستړو ستړو كتو سره ددغې رڼا ننداره كوي اوله يوه اوبل سره پټ پټ كونګسۍ او پس پسۍ وكړي ، داسې لكه دشاتو مچيوغوندې چې يوازې دوى سره پرې پوهيږي اوبس .دخليفه احمدجان كونډه هم هرماښام دغې رڼا ته ګوري  اوپه پرله پسې توګه يې يوڅه په ساړه زړه كې ورتيريږي .  هو، يوڅه  يوه خبره ، يوه ښيرا ، ځكه چې داڅووم  كال دى چې هغه په خپل ميړه پسې ځوريږي  او هره شيبه يې دهغه وياړونه او برمونه په زړه باندې چاړه چاړه كيږي . خو څه وكړي چې دم ګړئ خو نه خوله خلاصولاى شي او نه يې هم خداى په داد ورسيږي ، اوهمدې ته سترګې په لاره ده چې پاك الله به خامخا يوه ورځ ددې دزړه درد اوري اودې ته به دخپل قضاوت يوښه زيرى  وركوي . دهغې خاوند دهيواد او نړۍ په هره برخه كې خلكو پيژاند هغه دې او هيواد ته دسرلوړۍ يوښكلي نوم ګټلى و، هغه چې آمر په څه ناځوانۍ او څه ټګۍ سره وواژه . دهغه دمرګ كيسه تراوسه پورې دغه دره په خپل وحشت سره لړزوي ، دهغه كيسه اوس هم دخلكو په منځ كې په ډيراحتياط سره خلك يوه او بله ته كوي اووايي چې :
آمرهغه بندي كړ، اودايې ورته ويلې وو چې ته ولي كابل ته ځې اوراځې ، هغه مهال داخبره ډيره مهمه وه ، مانا داچې څوك به كابل ته تلو ، هغه ددولت پلوى و، ده ته يې هم داپلمه جوړه کړه، بله داچې امر دهغه ترلاس لاندي و، په هغه باندې په هغه زمانه كې خلكو له دي امله هم زيات باور كاوه چې هغه په څونړيوالو پهلوانيو كې د سرو اوسپينو مدالونه ترلاسه كړي وواو دوخت دولت اوخلکو يې هم په خپل وار دزړه له كومي درناوي كاوه . هغه مخكې تردې چې يوسياسي څيره وي ، په خپله په دې وياړ كاوه چې دى يوملي او په خلكو ګران څوك وي . هغه د روسانو پرضد په رښتيا هم  د زړه له كومي د خپلو خلكو سره ودريداوپه دغه ترڅ كې يې له خارجيانو سره هيڅ ډول اړيكي نه درلودل او نه یې کله د وخت  دحکومت پرضد په پاکستان کې د وژنواو ورانولو چلونه له نورو دخپل وطن د ورانولو او خرڅولو په پلمه زده کړي وو...
آمر هغه په دغوځانګړنو نه شوزغملاى ، دهغه په وړاندې يې هغه توطيه چې ده خپله هغه رامنځ ته كوله  اودى دهغې محصول و پراحمدجان وروتپله . يوڅو نور دځان په شان يې ددې لپاره تياركړل چې دده ملاوتړي او ووايي چې ګواكي دى د روسانو اوخاد لپاره كاركوي ، په هغه شپه چې نوى له كومې خوا خپل كورته را رسيدلي و ، ګمارل شوې داړه  دده كورته ورغله ، دده لاسونه يې وروتړل دتورې په زوريي په نيمه شپه كې له كوره په داسې حال كې چې ټولو كليوالو ته يې دايوه دنه منلو خبره وه ، راويوست اوله ځان سره يې  دتورې شپې  د نامعلوم برخلیک پرنامعلوم  لور روان کړ ...
له لنډې مودې وروسته داڅرګنده شوه چې هغه يې ديوه غره په يوه غرنۍ بنديخانه كې واچاوه ، وايې چې آمر به ده ته ډوډوى اوميوه ور استوله ، خو هغه به له ډيره غيرته هغه سپيوته اچوله اونه به يې خوړله ، په هرځل به چې دده كسان ورتلل اويا به يې څه وروړل نويوازې يې به يې دايوه خبره ورته را ليږله  :

  • ـ ... ته ووايه چې دغه ډوډوۍ ، دغه دخلكو وينې ، دغه ماته مه را ليږه ، دادهغوخپلوانواواړوندانو ته وركړه چې همدا اوس يې لاسونه نورو ته اوږده دي ، زه ستا دډوډوۍ وږي نه يم ... اونه ته دنورو ګوډاګی زما روزي رسان يې .....
دهغه داخبره ډيره زر په خلكوکې لكه بريښنا داسې خوره شوه ، په دې چې ټول خلك اوس دهغه په فكركې وو اودهغه دژوند په اړه انديښمن وو. همداوه چې دغې خبرې دهغه قهررا وپاراوه ، اويومازديګر په خپله په دې نامه چې دى غواړي له هغه سره جوړه وكړي اوغواړي دځان ملګرى يې كړي ، دهغې غرنۍ اوتورې بنديخانې مخې ته چې ظاهرآ يوغار و، ودريد، اودادسكې هغه مخ و چې ده غوښتل پرهغه باندې خلک وغولوي او خلكو ته یې ور وښيي ...
نژدي ماښام و چې ددروازې ځنځير وشرنګيده ، په بنديخانه كې يې هسې هم توره شپه وي ، خوپه دغه ماښام تردې هم  ښايسته تياره وه ، اوځنحير پر دروازه ولګيد، كلي له كولپه راووته اوپرځمكه ولويده ، آمرخپله ورننووت ، ښه ورنژدي شو، خوهغه پرمخ باندې  چارخانه دوپټه راغوړولي وه اوپه بې فرشه كوټه كې غزيدلي و، توره تياره و، هلته څنګ  ته يې په يوه خيرن دسمال باندې ياسين شريف اولاسې ساعت ايښى وو. هغه ته ورټيټ شو، اودهغه له سره يې هغه دوپټه په زور سره لري كړه . سترګې يې رالوڅې كړې ، ويې ليده چې سرته يې دى ولاړ دي،  شاوخواته يې ښه وكتل ، وېې ليدل چې څوك نشته ، په تروه ټنډه يې په ترخه موسكا كې ورته وويل :
_ خوش آمدي ، بالاخره آمدې كه خار چشم را ازپيشت دور كنيد ؟
_ خوده آرام بیگي كه گپا ره ده بيرون ميشوین ...
_ چرا  همه گپا ره ازمردم پت مى كني ...
_ مردم نمې فامه كه تو اينجا ستى ...
_ نامرده  ته داسې فكركوې ، خلك دوخته خبر دي چې زه دې  دلته لاس تړلى اچولى يم ...
_ ته ولي كابل ته تللى وې ؟ ولې دې ماته نه وو ويلي ...
_ توسر پياز ، كون پياز كه ما ازتو اجازه مي گرفتم .ما خودم حاكم بودم ، مردم سرما اعتماد كرده بودین ...
ما كابل ميرم ، نيم كابل دوست من است، تمام ازخودگياى ما دركابل است ، مه كابله دوست  دارم ، كابل جان مه ست ، كابل روح من است ...
_ موږ ته راپور راغلى چې له حكومتيانو سره دخبرې كړې ، اوغواړې چې موږ ټول ژوندي په لاس وركړي ...
_ زه دومره درته ويلاى شم ، چې ما خوداكار نه دې كړې ، اوكه ته داتور په ما لګوې ، داخبرې ترهغو خبروخطرناكې نه دي ، چې زه اوته پرې پوهيږو.... ستا خبرې له روسانو سره ، مه ډاريږه ، چې ګواكې زه به ستا چانس له تانه واخلم ... نه ...
_ زما خبري ددې لپاره دي چې دغه دره .... وساتم ...
_ نه ، داسې نه ده ، ته دا دره لاڅه كوې چې دټول ملت دپلورلو اوتباهى په كار اوتوطيه اخته يې ...
_ كومه تباهي اوكومه توطيه ؟
_ ټول ملت ، دشورويانوپرضد له سرونوسره لوبې كوي ، په ټول جنوب كې د وينو رودونه روان دي ، ټول هيواد ، پكتيا، هرات ، ننګرهار ، كندهار، بدخشان ، لوګر، غزنى ، وردګ ، نه غواړي چې له روسانو سره يوه خبره هم وكړي ، ته څه كاره يې چې داشان خبرې كوي ...
_ زه هركاره يم ، دا دوينو رودنو گټه نه لري ، په دې چې شورويان په جنګ نه ماتيږي ، تا سې هغوى  پيژنۍ كه نه ؟ هغوى له ځان سره اتوم بم  را وړى ، اتوم  ...
_ ( په موسكا ) دا ستا او د روس دخيټې باد دى  چې دکارمل له خولي هم په خپلې بد بوییئ سره راوځي ...   چې په جنګ نه ماتيږي ، نو په تسلیمۍ او سازش هم نه ماتیږي . موږ بايد دملت دهرشهيد وينې ته درناوى وكړو اوترهغوى بايد يوقدم هم وروسته پاتې نه شو ...
_ عجبه ، ته لكه چې دشوروي ځواكمني ته هم دخپلې پهلوانۍ له عينكو ګورې ...
_ هو، په دى كې هيڅ شك نشته ، ولې زما په پهلواني شكمن يې ؟ يوه ټكي ته دې پام اوسه اوهغه داچې ما خپله پهلوانۍ تل په خپلو مټوكړې ، خو تا غوندې داوړو پهلوانان اوس  دنورو پرخوټو زانګې او له ځانو اتلان جوړوي ...
  په دغه خبره د تياره كوټې فضا دومره نارامه شوې وه  چې دباندې ولاړ پيره داران اووينې څښوونكې ساتوونكي ، حيران وو، يوې او بلې خواته حیران حیران ګرزيدل اورا ګرزيدل ،په دې چې اوس دنورو پهلوان د رښتينې لاس تړلې پهلوان مخ اوڅټ نه كاته او داسې ېې دكلاشنكوف په قنداقونو واهه  چې تا به ويل ، ده د روس پوځونه راوستي دي ، اوده داوطن پرې هغوى خرڅ كړى دي . كله به يي چې هرګوزار ورباندې كاوه نوداجمله به يې له لاړو سره يوځاى له خولې راوته :
_ ودريږه زه به اوس پهلواني دروښيم ... ته روس په پهلوانۍ ماتوې ...
خودهغه اتلې جملې  اوس هم دتيارې كوتې په تياره فضاكې له خپلې موسكا سره خپلې اوچتې انګازې كولي :
_ ما خپله پهلواني په خپلو مټو كوله ، خوله تاڅخه اوس نور پهلوان جوړوي ، نور... نور... نور...
اوله هغې شپې وروسته چا بيا داجرآت ونه كړ چې په ټوله دره کې د پهلوان  پوښتنه وكړي ، هغوى چې په هرڅه خبروو هغوى به ويل چې پهلوان يوڅو شپې نورهم ژوندى و، داسې ټكرټكر شوى و چې كه ددنيا طبيبان هم ورته راغلې واى ، دهغه درغيدو چاره يې نه شواى كولاى ، له هغه دومره وينې تللي وي ، چې دخپل ځان لپاره يې توشكه شوې وې چې پر هغې به اوس يوه خوا اوبله په ډيرسختې سره اوښت اوراوښت. دهغه يوشمير نژدې خپلوان يې دې ته ناچاركړل چې دخلكو په مخ كې بايدووايې چې هغه د دولت اوروسانو جاسوس و. همدادهغه له پاره پلمه شوه، تراوسه پورې يوځاى اوبل خاى داخبره كيږي چې هغه ډيرخوارشوى و، ډيركمزورى شوى و چې يوه ورځ يې دقلابي محاكمې لپاره په ډيره سختۍ سره راويوست، هغه هسې په لار نه شوتلاى ، خوآمر په خپلو ساتونكو باندې امر وكړ چې  يوه لويه ډبره راوړي ، هغوی هغه ډبره راوړه ، اوهغه يې دپهلوان پرشا وروتړله ، اوپه ډاډمن غږ يې ورته وويل :
_ هو، پهلوانه ، دا وړه ډبره دغره سرته پورته كړه ... ته خو پهلوان يې ... دخپلومټوپهلوان ...
خوهغه اوس دخوځيدو نه و، اونه يې هغه ډبره دغره ترلوړو پورې پورته كولاى شوه ، هغه چې هرڅومره وكړل ، ترډبرې لاندې پورته كيداى نه شو، پورته به شو وبه لويد... پورته به شو وبه لويد...
اونوره نو نه كيده ، آمر په خپلو وينوڅښونكو ساتونكو باندې امر وكړ، چې ډبره په شا يې دهغې مخامخ غونډې سرته پورته كړي ، په دې چې هغه اوس دالوړه كړې وه چې دى اوداډبره بايد ترهغې لوړې پورې پورته شي ...
اوپهلوان يې په نيمزالي حالت كې دغره سره ته پورته كړ، لاهم دمه پكې چليده ، چې دلوړې غوڼدۍ په سريې ټوكرټوكر اندامونه ترډبره لاندې کړل  ، هغه له هغه لوړې دهغې  درې ښه ننداره وكړه ، دهغې درې چې دی په کې زیږیدلی و ، ده په مینه مینه په کې خندلي وو ...  لايې سترګې نه وې پټې شوې چې یوځل بيا پر آمر ولګيدې چې ده ته يې ځان وروښوداودوروستې ځل لپاره يې پوښتنه ترې وكړه :
-څنګه ده پهلواني ...
خوپهلوان بياهم خپلې په وينولړلې شونډې په سختۍ سره خوځولي ، داسې چې تابه ويل يا خو خپله كليمه وايې اوياېې هغه پوښتنه اوريدلي او هغې ته ځواب وركوي چې :
_ ما .... خپه ... له ... پهل... واني ... په ...خپ ...لو...مټو... كه وله .. خو له تا... نور... نور... نور... نور...
خودهغه لا دغه جمله هم نه وه پوره شوې چې له هغې لوړې له هغې درنې ډبرې سره يوځاى ملګری کړ  ...  
دغه دردونكې كيسه تراوسه هم خلكو ته ناويلې پاتې ده ...
او دلوی احمدجان میرمنې هم داڅو ورځې هغو څراغونو ته دهرسکڼي ماښام په زړه له لمانځه وروسته کتل ...
 
*****
نن دريمه ورځ ده چې هلته په هغه مخامخ غره كې  ترسهاره پورې څراغونه لګيږي ، خو څوك نه پوهيږي چې هلته څه پيښ شوي اوڅه خبره ده . ځينې وايې چې آمرزخمي شوى دى ، ځينې بیاواېې چې نه داڅوورځې په كابل اوسالنګ كې جګړه لږ ارامه شوې ، دى غواړي چې دلته آرام وكړي ، خو اصلي خبره داسې نه ده د استانې دعبدالرازق ماما لمسي ته ېې هم رخصت وركړى، هغه هم داڅوورځې هلته نه دى تللى څو كلي ته خبر راوړي چې څه خبره ده ، ده ته يوازې دومره څرګنده ده چې كله دتيرې جمعې په ورڅ څوتنه فرانسويان او امرهلته راعلل نو بيايې له هغه ځايه ټول وطنې كاركوونكي وشړل .هغه ته يوه بله داهم  معلومه ده اوهغه داچې ، په وروستۍ ورځ هغې فرانسوۍ نجلۍ چې اووه اته كاله يې دلته كاركاوه ګرده ورځ په ژړا سره تيره كړه ، ماسپښن مال و چې دوى يې ټول له هغه ځايه راويستل اوبيا په حال سره خبر نه شول...اوهيڅوك نه پوهيدل چې پرهغې  ښايستې نحلۍ باندې څه شوي وو ؟
نژدې اته نهه كاله كيدل ، چې هغه له يوې فرانسوې ډلې سره افغانستان ته راغلې وه، څه موده يې د ليون اوپاريس په روغتونوكې دجراحۍ په برخه كې دنده ترسره كړې وه ، داچې كله افغانستان  ته په سختولارو راورسيده هغه مهال په افغانستان كې شوروي پوځونو په خورا بيړې او چټكۍ سره دمخالفانو پر مورچلونو باندې يرغلونه كول. داپه هغو شپوكې دځوانۍ په نشه كې وه او دځوانى په ښكلاسره يې دچاخبره انسان خولاڅه كوې چې ان دشيطان خانه خرابۍ هم كولاى شوه .  آمر په هغوشپوكې ددوزخ او برزخ ترمنځ و، له يوې خوا دخلكو او امریکایانو زورو چې نه يې غوښتل  روسان ديوې شيبې لپاره آرام پريږدې اوله بلې خوا دروسانو پرله پسې وړانديزونه ، بډې اوسخاوتونه ددې لامل شوې وو چې دې بايد هغو ته هم يوځواب پيداكړي ، همداوه چې ده له روسانو سره د اوربند خبره ومنله ، له دی امله چې خلك بايد پرده اودغه معامله باندې پوه نه شي، هميشه به يې ځان دشمال په يوشميرنوروجبهوكې ښود، دده  ددغې معاملې برکت او ډاډ و چې  روسانو خپلو جګړوته په مشرقې ، كندهار، پكتيا اومركزې افغانستان كې زور وركړى و. همداوجه وه چې سخت جنګونه اومقاومتونه هلته روان وو، هغه هم په دې چې روسانو په افغانستان كې ددغه هيواد له سټې اوځواك سره ، سروكار درلود،چې هغه  نه تسلیمیدونکي ډیرکي پښتانه وو،  په دې چې دوى پوهيدل چې په دې هيوادكې  ستونزه له نورچاسره نه لري ، ځكه يې خپل ټول ځواكونه دهغوى مقابلې ته ګمارلي وو، هغه مهال ټول هيواد په يوه لويه جګړه كې ډوب و ، خو یوشمیر چې یو په کې امرو دخيرپر غونډۍ  لاس ترزنه ورته كيناستل ، ددې پرځاى چې دملت سره ځان يوكړي ، برعكس په هره خواكې د پښتون، تاجك، هزاره او ازبك دتوپيرونو بابولالې را پيل كړې چې په دغه توګه يې  يوبل وياړ هغوى ته چې دى يې بازو وركمايې كړ.  
په هغو شپوكې  چې ددغو فرانسويانودغه ډله دمجاهدينوپه نامه راليږل شوې وه ، په هغوشپوكې ده له سيدجمال سره ، له هغه چا سره چې ترده يې په هرڅه كې ونډه اواتلولي دپاملرنې وړ وه خپل منځي جگړې كولي ،هغه هم دى پيژانده،اوورته ويل به يې چې ته له روسانو سره له معاملې څخه لاس واخله ، خوده چې ټول عمريې له دوه رنګۍ پرته په نورڅه باورنه درلود، همداوه چې دهيچا په تیره دهغو چې دده په پټو معاملو خبروو  خبرې ته نه یوازې غوږ نه نيوه بلکه دهغوی دله منځه وړلو په لټه کې به شو . په هم هغوجګړو كې زخمي شو، په هم هغه مهال دغه فرانسوي ډاكټره لومړنۍ ډاكټره وه چې دده سرته په تخار كې دريدلې وه او دده درملنه يې په داسې توګه وكړه چې ده يې كله هم تصور نه شوكولاى . ډاكتره په رښتياهم ډيره ښكلې وه، تين چې په دغه ډله كې بل ځوان ډاكترو، هغه هم ځان ددې لپاره ، ددې دښكلا لپاره ددغو زيږو غرونو سختيوته ملنګ او حواله كړى و. دادهغه ګرل فريند وه . آمرددې ددرملنې له امله بيرته جوړشو، دتخارجګړې يې نورو يارانو ته پريښودي ، تين يې په هماغه جبهه كې پريښود اودى له ډاكترې (زنبق ) سره دخپل كور اوخپلې درې په لور راوخوځيد، د زنبق نوم دډاكترې له پاره  دآمر پلار خوښ كړى و، اوپه دغه رمزدده له كورنۍ پرته نورڅوك نه يوهيدل ، داپه دې چې ده خپلې كورنۍ ته داخبره كړې وه چې ګواکي دې دده ژوند واخيست ، په ده داګرانه ده . پر هغه مهال چا داسې فكرنه كاوه چې له ده به روسان اوخارجيان داوړو ليوه جوړوي  . نوځكه دډاكترې خبره هم  پرآخوندباندې دشوروا خبره وه. هغه په امرګرانه وه ، خوهغې دده خدمت ددې په وینا دانساني كراماتوله مخې په انسانې مينه كاوه ، هغه هم  په داسې حال كې چې تين دهغې ملګري و،  دهغې لپاره یې اوس هرڅه په سراخيستي وواودلته ورسره راغلى و. په هعه مهال چې كله دا له تخاره راروانيده ،دې غوښتل چې هغه هم له ځآن سره راولي ، خو امرورته ويلي وو چې دلته هم ډيركسان ټپيان پراته دي ، تين به له هغو سره پاتې شي . خو په هغه شيبه كې چې داترې په چورلكه كې سپريده ددواړو سترګې يوه اوبل ته سره ډكې شوې وې . په آمرباندې دغه حالت ښه نه ولګيدلى، يوه اوونۍ نه وه تيره چې دوى ته له تخاره داخبره راورسيد چې تين په يوه چاودنه كې خپل ژوند له لاسه وركړ، اودهغه مړى يې له تخاره دتاجكستان په لاره فرانسې ته واستاوه. رنبق په شپوورځو په هغه پسې وژړل ، اودهغه دنامرادۍ ارمانويې دزړه ملايكې ځورولي .
ډيره موده نه وه تيره شوې ، چې يوه شپه ډاكتره امر په دې نامه چې دې يې دژوند په ژغورلوكې دپاملرنې وړ برخه اخيستې، خپلې كورنۍ ته وروپيژندله ، په دغه وياړ يې پرتمين تيارى نيولى و، په دغه ميلمستياكې دده ټولو خپلو خپلوانو برخه اخيستې وه ،ان چې يوشميرخپلوان يې له كابل ، مشهد  اوتاجكستانه هم راغلي وو. دا په دې چې دوى ټولو دخداى شكرانه پرځاى كوله چې ده ته خداى بيا روغتياورپه برخه كړه ، خووسيله يې بياهم دا زنبق بلله ، په دغه شپه هم ټولو ميلمنواوخپلوانو دهغې لپاره ډيرقيمتې ډالۍ راوړې وي، په دغه شپه هغوى ټولو له دې څخه مننه وكړه اوهرچا خپله خپله ډالۍ دې ته په خورا درنښت سره وسپارله، هغې په هغه شپه دومره زمرد ترلاسه كړي وو چې  كله یې هم  تصور نه شو كولاى، په دې مانا چې هغه يې په هغه شپه په زمردو كي پټه كړه ، په هغه شيبه كې چې دا دزمردو په اميلونو كې له ځانه ورکه وه ، نوهرچاته به يې دناشناس ښكلې سندره وريادوله چې :
 
وئ وئ  دروند دى اميل
په غاړه ته يې وړې سنګين دى اميل ...
زنبق چې څومره ښكلې وه ، په هغه اندازه په ښكلو قيمتې هارونوكې لكه هندى ناوكۍ داسې ځليده اوبلكيده . چې کله یې  په خپله ځانګړې كوټه كې خپل ځان په زمردو كې پټ وليد، وارخطاشوه، يوه خبره ورياده شوه ، يوه پلرنۍ خبره ، كله چې دې دافغانستان په لور خپل هوډ ونيو ، په لومړنۍ شپه يې له خپل پلاره چې روانپوه و واوريدل:
-پلاره ، پوهيږې چې د زمردو دنياته روانه يم ...
_ ( په انديښنه ) ، هو، پوهيږم ، ... خو...
_ خو ... ولي ؟
_ ته ځوانه يې ، ځوانان تل هرڅه دځوانۍ په تله تلي ...
_ څنګه ...
_ ته بايد په دې پوه شې چې ته هغه سره اورته ور روانه يې چې هلته دوو لويو ديوانو( لوديزاوختيز)  يوه اوبل ته غيږه وركړي ،هره يوه خپله خوله له اورونو ډكه كړې اوپه يوه اوبل يې ورولي ، دوى خو ځانونه ساتې خوهغوى چې په دې منڅ كې ګرځي راګرځي ، هغوى ته دخداى خيركړي ...
_ پلاره ته اوس هم سايكولوزي اوتاريخ گډ راته غږوې ،له زمردو وايه ، له زمردو ... دزمردوله دنيا ...
( په ترخه موسكا ) دهغو په باره كې مې هم اوريدلي دي ...
_ همدغه راته ووايه ...
_ ويل خو لاڅه كوې چې اوريدلي مې دي ...
_ راته ويې وايه ...
_ دختيز په كتابوكې راغلي چې ژمرد كه ډيرقيمتې دى ، ډيرخطرناك هم دي ،  وايې چې كه د مارسترګو ته يې ونيسې ، دهغه سترګې ړندوي ...
_ اوه ، زما خدايه ، دسړي هغه خو به نه ړندوي ؟
_ د سړي په اړه مې څه نه دې اوريدلي ،خو فكركوم چې په سړي به هم بې اغيزې نه وي ...
 
زنبق چې كله خپل ځانته په ځيرځيروكتل ، ځان يې په زمردو كې پټ وليد ، همدغه خبره ورياده شوه ، لكه بريښنا سره وپړكيده ، ښايسته شيبه يې ځان ته په ځيرځير سره وكتل ، وكتل ، څوچې سترګې يې له اوښكوراډكې شوې نودې نيمې شپې په زړه كې يې يوسوړ اوسيلې ويوست :
_ اوه ، زما خدايه ... زمرد د مارسترګې  ړندوي ...؟
زنبق د ليوه دمينې ښكيل ته ورلويدلې وه ، چې داخبره ډيره د راز خبره وه ، ماما عبدالرازق به كله كله  يوه يوه خبره ډيره پټه يوه يوه باوري سړي ته كوله،یوځل یې يوه داوه چې ، يوه وخت يوروسۍ منصبدارالكسي  زخمي و، دهغه درملنه هم زنبق كوله، سره له دې چې هغه منصبدار زخمې واوكه ځان يې په زخمې توب وهلۍ و، په اوونۍ اومياشت كې  به دهغه په نامه روسان راتلل او دلته به يوه دوې ورځې پاتې كيدل ، هغه هم چې كله جوړ شو، هرچا ته به ېې ويل چې دهغه زنبق خوښيږي ... په دغه خبره هخوا داخوا لږ خلك سره خبرشول ، خو دخبرې ترخوريدو دمخه دهغه روسي مړى اوژوندى چاونه ليد ، اوچاته دامعلومه نه وشوه چې هغه څه شواويا په كومه ولاړ ؟
خليفه قيوم د ماما عبدالرزاق ډيرنژدې دوست و، هغه به كله كله ده ته په ټوكه كې داخبره  ترغوږ ورتيروله چې :
_ پام چې ته كله وانه وايې چې زما زنبق خوښيږي  . بيا به دې په هډوكوپسې كوم خوړونه اوكومې شيلې لټوو ....
_ نه ، نه  توبه ، ما ته دې خداى داوس نه راكوي چې د ښامار دخولي لال ته به زړه ښه كوم....
آمر زنبق ددې لپاره ساتله چې كه په دې غرواو غارو كې يې ټيكه ونه شوه ، او روسانو هم په خپل تړون وفا ونه كړه ، نوداخو تياره نمړۍ ده دا به ترمخ كړي اوله هغې سره به ځان اروپا ته ورسوي ، همداوه چې ډيركلونه ظاهرآ همداسې لونډ پاتې شو. دده د واده نه  كولو يولامل هم داوچې خلك به يې پرې غولول چې اوس ګواکي ددې خبرو وخت نه دى ، اوس بايد يوازې د جهاد ! په باره كې فكروكړو نه د ودونو اوسازونو ...
خو وروسته وروسته چې حالاتو بدلون وموند ، وسلې لكه سيلاب پرافغانستان راماتې شوې ، شورويانو هم بله چاره نه درلوده پرته له دې چې دده هرې خبرې ته بايد سروښوروي  ، دده زړه ته هم ورسيده چې اوس ټولې خارجې شبكې له ده سره په رابطه كې دي اوټول خارجيان له ده د واورو ليوه جوړوي ، ددې لپاره چې دخلكو دغولولو اودغو ګنګوسو څخه ځان بې غمه كړي ، نو بيايې د زنبق هغه مينه دخپلې دوه رنګۍ  دمعاملې په سيند لاهوكړه ، دهغې دمينې لمنه يې ورو ورو په پريښوده كړه .زنبق چې كوم زړه ددغو دنګو غرو په لويې تړلى و، اوپه كومه هيله چې تراوسه لكه كوتره په دغه قاف كې ساتل شوې وه، هغه ټول ، هغه هيلې يې كرار كرار مخ په سړيدو شوې ، ماما عبدالرزاق خوبه كله كله ډيره پټه اودډيرو نژدې يارانو سره دا هم ويل چې داسې سره وایې چې دى له زنبق څخه يواولاد هم لري ، چې هغه په خارج كې دى ...
اونن دريمه شپه ده چې هلته په لوړو كې ترسهاره پورې څراغونه لګيږي ، كله چې كليوال له هرلمانځه سلام راګرځوي سترګې يې په هغو باندې لګيږي ، ترډيرو پورې په دغه معما باندې څوك نه پو هيدل، يوازې ماما عبدالرزاق پوهيده اوبس ، خو هغه داراز ترډيرو پورې لكه تاويز داسې ساتلى و، په هغوشپوكې له فراسې څخه د سايكولوژې استاد ، له خپلې ميرمنې اوڅه نورو سره چې دوه ماشومان هم ورسره وو راغلي وو، هغوى آمرراغوښتې وو ، چې بايد خپله لور له ځآن سره بوزې ، هغوى په هرڅه باندې خبر وو، هغوى داڅوورځې په همدې سره غږيدل ، چې زنبق بايد له ځان سره بوزې ،هغې  نه غوښتل چې ولاړه شي ، داڅوورځې هغې ژړل ، اوداڅوورځې يې دهغو دووماشومانو څخه ديوه سترګوته كتل هغه چې ددې له مور اوپلار سره راغلي وو، هغه ماشوم ته چې په روا توګه اوس يوازې په دې پوهيده چې مور لري  ، اوفكركوي چې دى يوازې دمور زوى دى ، اوفكرنه كوي چې هرزوى بايد مور اوپلاردواړه  ولري ... او زنبق هم په دې اوس باورمنه وه چې دا اړينه نه ده چې په دغه حال كې ووايې چې دا دچا زوى دى اويانه دى په دې چې داددوى په ژوند اوقانون كې څه ناروا خبره نه ده ... کیدای شی یوماشوم یوازې دمور زوی وي او یا د پلار...  
زنبق نه غوښتل چې له دغوغرو ، له دغه شنه اوروښانه آسمان څخه خپله هيله وشلوي ، هغې اوس له دغو لړيوسره خپل كاته اوخپل خوبونه د اوږدې مودې استوګنې په ترڅ كې غزولي وو، ځكه يې نه غوښتل اونه يې زړه كيده چې بیرته پاریس ته ترې ولاړه شي ...
خوامر نه شو كولاى چې نوره ژنبق دغه  ددغو شپوتريخ غړپ ترستونې تيركړي ، په دې چې نورنوحالات په هيواد كې ددوى لپاره  ګران شوي وو، طالبان اوس لكه سيلۍ په ټول هيواد راخوريدل او داسې يوپرتم اوسم ورسره ملګرى و چې هرڅه اوهرڅوك ورته حيران وو.  
امرله اوږدو مننو اوښه خاطرو وروسته  دژنبق پلار اومورته دا خبره وكړه چې افغانستان نور د ژنبق لپاره خو لاڅه چې زما لپاره هم دوزخ دى ، تاسې ته معلومه شوه چې هرات مو هم له لاسه ووت ، او نور نو له دغو غارو پرته زموږ لپاره په دغه هيواد كې ځاى نشته ، ځكه نودهغې پاتيدل دلته اړين نه دي ...دهغې لپاره اوس په پاريس كې هم ستونزې نشته ...  
اوزنبق له ټولو وعدو، ستونزو اوخبرو سره سره بياهم ژړل ، بيايې هم په دې باره كې فكركاوه چې  دې خوداسې فكرنه كاوه ، ده ته خوويل شوي وو ، چې په دغه ملك كې ميړونه له ښځوسره ناځواني نه كوي اونه لكه دلويديز غوندې په هره مياشت اوهريوه كال كې نوي نوې ودونه كوي، خو دځان په اړه لكه چې فكریې كاوه هم هغه تقديريې دلته هم په برخه شو...
اوهغې  داڅو ورځې شپې  دلته ژړل ، په هغه ورځ  يې چې له خپلې كورنۍ سره دباګرام په هوايې ډګركې  خرمايې ځلنده ويښتان د استالف او پل مټك له خوا راالوتلو بادونو پر يوه اوبله خوا اړل را اړول ، پر هغه مهال هم دې ژړل ، زړه اوسترګې يې له دغو دنګواوشډلو غرونو څخه اوس هم  لانه شكيدې ، هغې د وروستې ځل لپاره په هم هغو سرو اوښكوكې  آمرته وكتل ، اوښكې يې نورې هم دسترګو په شنه تالاب كې چې لكه  په باران كې شنې آينې داسې شوې وې ، هرڅه يې په بل شان ليدل ، امرهم لكه څرنګه چې و داسې نه ورته ښكاريده ،بل څه يې ترسترګو سترګو كيدل ، بياهم هغه خبره ورياده شوه چې  . زمرد لكه چې رښتياهم ...  په دې چې ددې ترسترګو څه نه كيدل ، دوروستې ځل لپاره يې دهغه ترغاړه لاسونه ورتاوكړل ، اوپه چغوچغويې وويل چې :  سترګې مې نه ويني ، زه اوس ړنده يم ، هيڅ شى نه وينم ، تاهم نه وينم  ، تا ...تا... خوپه يوه خبره مې د زړه له كومې باور وشواوته يې هم بايد له ياده ونه باسې چې په شرقي كتابوكې يې رښتياوويلي وو چې :
زمرد د مارسترګې ړندوي ...
                            هو، زمرد ... زمرد ...   له یاده یې مه باسه  !!؟؟