دغربي هېوادونو مشرانو ته دحکمتيار پرانیستی لیک

                                                   بسم الله الرحمن الرحيم
غواړم د افغان مظلوم ولس په استازيتوب؛ تاسو ته د روانې ورانوونكې او خونړۍ جگړي په اړه ځيني دردناك حقايق ووايم:
• امريكايانو په دې نامه پر افغانستان بريد وكړ چي القاعده ته د يولسم ستمبر پېښو سزا وركړي او د هغو طالبانو حكومت نسكور كړي چي القاعده ته ئې پناه وركړې وه او تيار نه وو چي مشران ئې متحده ايالاتو ته تسليم كړي. د اروپايي هېوادو مشرانو په دې ظالمانه بريد كي په پټو سترگو د د دوى مرسته او ملگرتيا وكړه او خپلو ولسونو ته ئې وويل چي القاعده د اروپا لپاره هم ستر گواښ دئ، ځينو ئې د خپلو ولسونو د غولولو لپاره ويل چي زموږ امنيت د افغانستان په وضعيت پوري تړلى دئ، زموږ فوځونه د هندوكش په لمنو كي د خپل هېواد د امنيت لپاره جنگېږي!! خو دا دئ د طالبانو د حكومت له نسكورېدو اته كاله تېر شول، نن د القاعدې په اړه امريكايي چارواكي په خپله وايي چي اوس په دې سيمي كي د القاعده تر سلو لږ غړي پاته دي چي هغوى هم د افغانستان او پاكستان تر منځ په قبايلي سيمو كي پټ دي!! خو دوى سره له دې په افغانستان كي په پاته كېدو او زموږ هېواد ته د نورو ځواكونو په لېږلو ټينگار كوي، تر يولك لس زره زيات بې وزلي افغانان ئې ووژل، په زرگونو ئې ونيول او په بې رحمانه او وحشيانه توگه ئې تعذيب كړل، په سلگونو كلي ئې نسكور او له خاورو سره برابر كړل، تر نيم مليون زيات افغانان ئې د خپلو كليو او كورونو پرېښودو ته اړ كړل، خو لا ئې زړه نه دئ سوړ شوى او د لازياتو نورو افغانانو وينو تويولو ته لېوال دي! امريكايي چارواكي له اتو كلونو بمباريو وروسته بيا هم وايي چي زموږ اهداف نه دي ترسره شوي او خپلو موخو ته نه يو رسېدلي، وايي: بايد زموږ او زموږ د ائتلافي ملگرو او په دې جنگي جنايت كي زموږ د شريكانو د فوځ شمېر يو نيم لك ته زيات شي چي وتوانېږو خپل اهداف ترلاسه كړو!! نړۍ وال پوښتنه كوي چي تاسو نور څو كلونه په افغانستان كي پاته كېدا او د څومره نورو افغانانو وژل غواړئ چي وتوانېږئ خپلي موخي ترلاسه كړئ؟ دوى وايي چي له افغانستان نه څو زره ميله لري د اروپا او امريكا امنيت ته گواښ متوجه دئ!! دا په داسي حال كي چي نه تر يولسم ستمبر مخكي او نه وروسته هيڅ افغان په اروپا او امريكا كي د دوى په ضد كوم نظامي عمل نه دئ كړى!! د يولسم ستمبر عمليات په اروپا او امريكا كي تنظيم شوي، نه په افغانستان او عراق كي، دا عمليات د هغو جنگياليو په لاس تر سره شوي چي يا په اروپا او امريكا كي زېږېدلي او يا هلته روزل شوي، نه افغانان ول او نه په افغانستان كي روزل شوي. ټول خلك پوهېږي چي دغو جنگياليو د پيلوټي كورسونه په افغانستان كي نه بلكي په امريكا كي بشپړ كړي او هملته ئې د دې عملياتو پلان جوړ كړى وو؟!
• ځيني اروپايي مشران دا خندوونكې او مسخره ادعاء كوي چي گواكي غواړي په افغانستان كي ديموكراسي راولي!! شوروي اتحاد هم دې ته ورته ادعاء كوله، د افغانستان كمونيست حزب (د خلق ديمكراتيك گوند) نومېدو، د امريكايي ديموكراسۍ اصلي څېره، نه يوازي د اشغالگرو فوځونو بې رحمانه او وحشيانه بمباريو او د بې گناه افغانانو ډله ييزو وژنو او هغه څه چي د بگرام، گوانتانامو، كندهار او په نورو امريكايي زندانو كي له مظلومو زندانيانو سره شوي، نړۍ والو ته بربنډه كړه بلكي په افغانستان كي د امريكايي انتخاباتو مسخره لوبي هم د دې ديموكراسۍ ماهيت بربنډ كړ، اوس به د كابل د امريكايي حكومت رئيس هغه څوك وي چي د افغانستان له اشغال نه وروسته په بن كي جمهور رئيس وټاكل شو او له خپلي كابينې سره يو ځاى له جرمني نه كابل ته انتقال شو، او په دې انتخاباتو كي ئې له دېرش مليونو افغانانو نه يوازي دوه نيم مليونه رأيي ترلاسه كړې او هغه هم جعلي او تقلبي رأيي!!
• د كندز، شينډنډ، بالابلوك، خوست، پكتيكا، ننگرهار او د افغانستان د گوټ گوټ عام وژني او پر كورونو د ډرون جهازونو په راكټي بريدونو كي د ماشومانو، ښځو او بوډاگانو وژل به د تل لپاره ستاسو او ستاسو د ديموكراسۍ پر تندي تور داغ وي، ستاسو دا جنايت به د تل لپاره پټ نه پاته كېږي چي په دې بريدونو كي تاسو نيم غني شوي يورانيم كارولي، په دې خبري به ډېر ژر ستاسو جنرالان په خپله خوله اعتراف كوي او نړى وال به پرتاسو لعنت وايي.
• له دې جگړي؛ نه تاسو او نه ستاسو هېوادو ته كومه گټه رسېږي، د تابوتونو له انتقاله پرته بل څه نشئ ترلاسه كولى. د جگړي مالي او ځاني تلفات تاسو گالئ او گټه ئې روسيې او ايران ته رسي، تاسو افغانستان د ايران او روسيې لپاره فتحه كړى او اقتدار مو هغو ډلو ته سپارلى چي په مسكو او تهران پوري تړلې دي.
• بايد پوه شئ چي د خپلو فوځونو په زياتولو سره له دې پرته چي لازيات بې وزلي افغانان ووژنئ او د خپلو سرپلورو فوځيانو لازيات تابوتونه امريكا او اروپا ته انتقال كړئ بل څه نشئ ترلاسه كولى. په جنگونو سره خپل مخالفين نشئ ختمولى، تجربو وښوده چي هر جنگ ستاسو په ضد جنگېدونكي دوه برابره زيات كړي، په افغانستان كي هم او په نړۍ كي هم، په افغانستان كي جنگ له شرق او جنوب نه شمال او غرب ته وغزېدو، په عراق بريد ستاسو مخالفين درې برابره او په پاكستان كي بريدونو څلور برابره زيات كړل. كه تاسو د اسرائيلو په لاس د مظلومو فلسطينيانو د وژلو ملاتړ نه كولى نو نه به نن په افغانستان كي له جنگ سره مخامخ وئ، نه عراق كي او نه پاكستان كي او نه به د يولسم ستمبر له پېښي سره.
• د افغاني فوځ او پوليس په زياتولو سره دا جنگ نشئ گټلى، ستاسو له وتلو سره سم به دا فوځ او پوليس متلاشي كېږي او وسلې به ئې ستاسو د مخالفينو په لاس كې پرېوځي. آيا د هغه افغان تاريخي اقدام تاسو ته كافي نه دئ چي د هيلمند د پوليسو د روزني په مركز كي ئې د خپلي پيكا خوله ستاسو فوځيانو ته واړوله، پنځه ئې ووژل او شپږ ئې ژوبل كړل او د پېښي له ځايه ووت؟! آيا د نضال ملك حسن اقدام تاسو ته ښه درس نه دئ؟! هيڅوك دا نشي تضمينولى چي داسي پېښي به نوري نه تكرارېږي او تر مخكي به نه زياتېږي.
• كوم حكومت چي تاسو په كابل كي جوړ كړى د غلو، جنگي جنايتكارانو، مفسدينو، ملي خائنانو او وطن پلورونكو اډه ده، په فساد او اختلاس كي تر ستوني غرق دي، ملت ترې كركه لري، د هېواد له ادارې عاجز دئ، كه نن تاسو ووځئ سبا به دا حكومت نسكورېږي.
• له دې جگړي نه كه هر څومره اوږده شي، او حتى ستاسو په زعم بريا هم ترلاسه كړئ؛ چي محال ده، امريكا او اروپا ته به ئې هيڅ گټه ونه رسېږي. د دې جگړي گټه يا د وسلو جوړولو كمپنيو ته رسېږي، يا هغو جنرالانو ته چي د نظامي بودجې لويه برخه د دوى او د دوى د غلو افغاني ملگرو په جيبونو كي لوېږي، يا روسيې او ايران ته، د جگړي قربانيان يا مظلوم افغانان دي يا هغه امريكايان او اروپايان چي د مور او پلار له رضايت نه پرته په يوه نامقدس جنگ كي د مرگ كومي ته لېږل كېږي.
• افغانان به پرې نږدي چي هغه توطئه بيا تكرار شي چي په 1992كي د سي آى اې او كي جي بي له لوري پلې شوه او په ترڅ كي ئې په امريكا پوري تړلې ډلي له كمونيستانو سره يو ځاى شوې، په كابل كي ئې ائتلافي حكومت جوړ كړ او د مجاهدينو په ضد ئې مخكنۍ جگړه جاري وساتله.
• د لويي بريتانيا او شوروي له ماتې پند واخلئ، د تاريخ په اوږدو كي هيڅ ځواك د خپلو وسلو په زور او د جنگ له لاري نه دئ توانېدلى چي افغانستان د اوږدې موادې لپاره اشغال كړي.
• ستاسو جنگي ماشين په افغانستان كي له كاره لوېدلى، ستاسي جنگي وسايل د داسي جنگونو لپاره نه دي جوړ شوي، دلته يو كس كولى شي په لږو باروتو او يوه ريموټ كنټرول سره ستاسو آخرين ماډل ټانك له منځه يوسي او سورلۍ ئې مړه يا ژوبل كړي، د دې چاودني هر څه په خپله جوړوي او ټول لگښت ئې سلو ډالرو ته نه رسېږي.
• پرېږدئ چي افغانان خپل مشكل په خپله حل كړي، تاسو څه مار پر سر چيچلي يئ چي له څو زرو كيلومترو لري افغانستان ته راځئ او خپل زامن خوشي او د هيڅ لپاره د مرگ كومي ته لېږئ.
• د افغان ولس د اكثريت پرېكړي ته درناوى وكړئ، كه هغوى نه تاسو مني او نه ستاسو په لاس تپل شوى حكومت، نو پرې ئې ږدئ چي خپل برخليك په خپل لاس او د پرديو له لاسوهنو او مداخلو پرته وټاكي، آيا ستاسو ديموكراسي له دې پرته بل څه وايي؟ آيا تاسو ته مسيح عليه السلام له دې پرته بل څه ويلي؟
• په دې پوه شئ چي راتلونكي كالونه به تر مخكنيو لازيات تاسو ته خطرناك او خونړي وي، دلازياتو فوځونو لېږلو ته به اړ شئ او لازيات تابوتونه به انتقال كړئ، مقاومت به لازيات مضبوط او پراخ شي، وبه گورئ چي د افغانستان هيڅ سيمه به ستاسو لپاره خوندي سيمه نه وي، په هر ځاى كي به له بريدونو سره مخامخ كېږئ.
• څوك چي تاسو ته وايي: له مجاهدينو سره له بهر نه مرسته كېږي، كه دامرستي بندي شي نو مقاومت به له پښو وغورځي، دروغ درته وايي، خپله شرمېدلې ماته توجيه كوي، ښه پوهېږي چي د نړۍ هيڅ هېواد له مجاهدينو سره مرسته نه كوي، كه داسي مرسته كېدى او كوم هېواد مجاهدينو ته وسلې وركولى نو اوس به د افغانستان حالت تر دې ډېر خطرناك وو، لا ډېر د مخه به تاسو له افغانستانه وتلو ته اړ شوي وئ، تلفات به مو د اوس په پرتله څو برابره زيات وو.
• افغانان په دې حقيقت ښه پوه شوى چي په ښارونو، جوماتونو، مدرسو، مكتبونو او د خلگو د ازدحام په ځايونو كي هغه چاودني چي عام ولس ته په كي مرگ ژوبله اوړي او ملكي تأسيسات په كي تخريبېږي، ټول ئې ستاسو استخباراتي شبكې كوي؛ نه مجاهدين، نور نو په داسې كارونو سره نشئ كولى چي ولس له مجاهدينو بېل كړئ.
• د هغو جنرالانو رأيه بې اهميته مه گڼئ چي درته وايي: د افغانستان جنگ د فوځونو د زياتولو له لاري نشو گټلى، بايد خپل فوځونه وباسو او افغانان پرېږدو چي خپله ستونزه په خپله حل كړي، ولي په بې مقصده او بې گټي جگړي د سلگونو ملياردو ډالرو د لگولو پر ځاى په دې پيسو د خپلو خلكو مالي مشكلات حل نه كړو.
• كه تاسو په ديموكراسۍ باور لرئ نو ولي د خپلو ولسونو د اكثريت دې غوښتني ته درناوى نه كوئ چي وايي: د پرديو د گټو لپاره زموږ زامن د مرگ كومي ته مه لېږئ، زموږ د امنيت لپاره د هندوكش په لمنو كي نه بلكي دلته په واشنگټن، لندن، پاريس، بن او روم كي څه وكړئ، د القاعده مخه په اروپا، امريكا او آسټراليا كي ونيسئ، تاسو په خپله اعتراف كوئ چي په افغانستان كي د القاعده غړي نشته، كه له دوى نه څوك پاته وي نو د هغوى شمېر تر سلو لږ دئ او هغوى هم د پاكستان په قبايلي سيمو كي پټ شوي، پاكستان خو د هغوى په ضد جگړي كي ستاسو مرستي ته اړ نه دئ او تاسو د پاكستان د مرستي لپاره په افغانستان كي پاته كېدو ته هم ضرورت نه لرئ، نو په افغانستان كي څه كوئ؟!
• په دې جگړي كه د ملگرتيا په وجه تاسو په داسي كښتۍ كي له امريكايانو سره سپاره شوي يئ چي ماته شوې او د غرقېدو په حال كي ده.
• زه د افغان ولس په استازيتوب تاسو ته وايم: كه له افغانستان نه د باعزته وتلو لار لټوئ موږ مو مرسته كولى شو؛ جگړي د پاى ته رسېدو او د بحران د حل يوازنۍ لار دا ده:  
1. د بهرنيو فوځونو بلاقيد و شرط او بشپړ وتل،
2. د وتلو لپاره معقول مهال وېش ټاكل،
3. يوه موقت غير ائتلافي حكومت ته د قدرت انتقال،
4. په آزاد او خپلواك افغانستان كي د آزادو او عادلانه انتخاباتو له لاري د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړول.
• خو كه تاسو د افغانستان په اشغال او د جگړي پر دوام ټينگار وكړئ نو پوه شئ چي زموږ سا پخه ده، همت مو لوړ دئ، عزم مو كلك دئ، په جگړو كي پاخه شوي او روزل شوي يو، د ستونزو گاللو او د قربانيو وركولو ته چمتو يو، هر افغان له ځان سره وايي: كه يو اروپايي او امريكايي له څو زرو ميلو آخوا زما هېواد ته راځي او ما وژني نو آيا زما ملا ماته ده چي په خپل هېواد كي له خپل ځان، عزت او وطن نه دفاع ونه كړم او پرېږدم چي دلته د پرديو بيرغونه رپېږي!! زه له هر سپين پوستي او مسيحي نه پوښتنه كوم چي آيا تاسو دا منئ چي د كور مخي ته مو كوم پردى وسله وال فوځي پهره كوي، تا نيسي او د خپلي خوښي زندان ته دي وړي او ستا په هېواد كي د بل هېواد بيرغ رپېږي؟!! كه ته دا نشې منلى نو له هغو سرلوړو افغانانو نه څنگه دا طمعه كوئ چي د تاريخ په اوږدو كي ئې كله هم د پرديو غلامي ته سر نه دئ ټيټ كړئ او د هغوى سلطه ئې نه ده منلې.  ښه پوه شئ چي له وتلو پرته بله د حل لار نشئ موندلى.  
والسلام على من اتبع الهدى
حكمتيار
افغانستان
20/8/1388