د مرحوم پیر سید احمد گيلاني کورنۍ ته د حکمتیار د تسلیت پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم
 
انا لله وانا الیه راجعون
محترم ورور سید حامد گیلاني! السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
ستاسو د محترم والد صاحب د وفات په مناسبت تاسو، ستاسو درنې کورنۍ او دوستانو ته تسلیت وړاندي کوم، الله تعالی دي ستاسو د محترم والد صاحب ټولي نېکي هيلي په دنیا او آخرت کي ترسره کړي، تاسوته دي اجر او صبر درکړي او د ده تش ځای دي په با ایمانو مجاهدو مشرانو ډک کړي.
یقیناً چي د ده په وفات سره افغان ولس یو داسي دروند مشر له لاسه ورکړ چي خپل ملت او هېواد ته ژمن وو، په قضایاوو کي ئې اغېزمنه او مثبته ونډه وه، غوښتل ئې جگړه او بې امني پای ته ورسېږي او په هېواد کي بشپړه او ډاډمنه سوله تامين شي.
زه په ځانگړې ټوگه ستاسو د مرحوم والد صاحب د څو پېرزوینو پوروړی یم: ما ته ئې د خپل ورور او د جهاد د پلار خطاب وکړ او وئې ویل: که له حزب اسلامي سره د سولي خبري بریالۍ نشي زه له خپلي دندي استعفا‌ء کوم. د ده د مخلصانه هڅو په نتیجه کي مذاکرات بریالي شول او معاهده لاسلیک شوه.
په الله تعالی مو سپارم.
په احترام
 
دلوه ۱۳۹۵