د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د هبة الله اخند زاده د مبارکۍ پیغام

 
بسم الله الرحمن الرحیم
الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، لا اله الا الله والله اکبر، الله اکبر و لله الحمد
الحمد لله الذي أنعم علينا بنعمةِ الإيمان والإسلام، حيث أنزل علينا خيرَ كُتبه، وأرسل إلينا أفضلَ رسُلُه، وشرع لنا أفضلَ شرائع دينه، له الحمد كلُّه، وبيده الخير كلُّه، وإليه يُرجع الأمر كلُّه، يخلق ما يشاء ويختار، ما كان لنا الخِيَرة، سبحانه له الحمدُ في الأولى والآخرة، وله الحكم وإليه ترجعون. وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أنّ محمدًا عبده ورسوله،بلّغ الرسالة، وأدّى الأمانة، ونصح الأمّة، وجاهد في الله حقّ جهاده،فصلوات ربي وسلامهُ عليه، وعلى آله الطيبين الطاهرين، وعلى أصحابه والتابعين ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين. وبعد :
فقدقال الله تعالی : فصل لربک وانحر. صدق الله العلی العظیم
مؤمنو هیوادوالو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د عقیدې وروڼو او خویندو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
په دې هیله چې له صحت، عافیت او سعادت څخه به برخمن یاست د نیکمرغه لوي اختر (عیدالاضحی) مبارکي درته وایم. الله تعالی مو ټول عبادات، قربانۍ،صدقات او د الله تعالی د رضا په مقصد ترسره کړي اعمال مقبول وګرځوه.
 د نیکمرغه لوی اختر د مبارکۍ تر څنګ ټول مجاهد ولس او په خاص ډول د حق د لارې مجاهدینو ته د هغو فتوحاتو مبارکي هم وایم چې په دې وروستیو کې الله تعالی په خپل ځانګړي فضل او نصرت ، د مجاهدینود قربانۍ او د ولس په مرسته په جهادي صف پیرزو کړې دي او ددښمن د هر څومره زور کارولو، خارجي پوځ زیاتولو او بیلابیلو الوتکو د بمبارونو باوجود د هیواد په مختلفو ولایاتوکې ډیرې ولسوالۍ او سیمې ددښمن له وجود څخه تصفیه او لله الحمد د اسلامي امارت سپین بیرغ ورباندې رپیدلی دی.
 مجاهدینو وروڼو! که د اشغال په لومړیو کلونو کې زموږ مسؤلیت یوازې ددښمن په وړاندې قتال او مقابله وه، مګر اوس چې د هیواد ډیرې سیمې زموږ تر واک لاندې دي، هغه وخت رارسیدلی چې د پنځلس کلن جهاد حاصل ترلاسه او جهادي اهداف تأمین کړو. د جهاد ستر اهداف د الله تعالی په ځمکه د الهي شریعت نفاذ، د عدل، استقرار او امنیت تأمینول، د سرحداتو ساتل او د هیوادوالو د سر، مال، عزت او ټولو خدای ورکړو حقوقو ساتنه او له هغو څخه دفاع ده.
 د نظامي کمیسیون مسؤلین، والیان،د قضایي محاکمو کارکوونکي، د ولایتي کمیسیونو غړي، دولسوالیو مسؤلین او ډلګۍ مشران دغه راز دټولو ملکي کمیسیونونو منسوبین دي په مفتوحه سیمو کې د امنیت او عدالت تأمین، د شریعت نفاذ، ښې حکومتولۍ، د دیني او عصري معارف ودې او د عام المنفعه کارونو لکه لارو، پلونو، روغتیایي چارو، د څښاک د اوبو، زراعت او تجارت ودې او دغسې نورو رفاهي کارونو ته دې ځانګړې توجه وکړي. څوک چي په دې برخه کې تخریب کوي مخه یې ونیسي ترڅو مو مؤمن اولس د شرعي حاکمیت تر سیوري لاندې د روښانه، خوشحاله او بې احتیاجه ژوند له سعادت څخه برخمن او د سولې په فضاء کې د ارام ساه واخلي.
 د دې لپاره چې مجاهدین په دې ستره آزموینه کې بریالي شي په مشخص ډول باید دغو ټکو ته په ټینګه پاملرنه وکړي، نیتونه دي خالص لله فی الله وګرځوي، کشران دي که مشران ځانونه دي دتقوی په زینت ښایسته کړي دالله تعالی حمد دي وایې چي دجهاد دمقدسې فریضې توفیق یې ورکړی،عدل دي کوي احسان دي کوي له کبر،غرور،عجب،ظلم،اوخیانت څخه دي ځانونه وساتي ،له قوم پرستي ،منطقه پرستي ،لسان پرستي او انډیوال پرستي څخه دي په کلکه پرهیز وکړي،امتیاز باید په تقوی او امانت داري سره وي،په خپلو منځو کې دي داعتماد او ورور ګلوۍ فضا قایمه کړي ،او له داسي حرکاتو دي ځانونه وساتي چي په خپل منځ کې بې اعتمادي را منځ ته کوي، مجاهدین وروڼه دي په خپل منځ کې دامر بالمعروف او نهي عن المنکر فریضه نه پریږدي ،لمونځونه دي په جما عت سره کوي ،په بیت المال کې دي له خیانت نه ځانونه ساتي، دشهیدانواو بندیانودکورنیو او اولا دونو دې ښه کفالت کوي هیڅ کله دې له یاده نه با سي، دخپلوتللیومحبوبواو مهربانه مشرانو(مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهدرحمه الله اوشهیدامیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله) شرعي تګ لاره دي په خپل ټول قوت سره تعقیب کړي ، د مسلمانانو خدمت، د اولس هوساینه او رفاه دې د یوه دیني خدمت په حیث خپل ستر مقصد وبولي. ځکه خلکو ته خیر رسول د الله تعالی په نزد یو تر ټولو محبوب عمل دی . عن ابن عمر رضي الله عنهما، أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: أحب الناس إلى الله أنفعهم، وأحب الأعمال إلى الله عز وجل سرور تدخله على مسلم، أو تكشف عنه كربة، أوتقضي عنه ديناً، أوتطرد عنه جوعاً، ولأن أمشي مع أخي المسلم في حاجة أحب إلي من أن أعتكف في المسجد شهراً. رواه الطبرانی. یعنی: حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنهما روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د الله تعالی په نزد محبوب ترین د خلکو هغه څوک دی چې خلکو ته یې ډیره ګټه رسیږي او د الله تعالی په نزد ډېر محبوب عمل دادی چې د یوه مسلمان زړه خوشحاله کړې، یا یې اندیښنه رفع کړې،یا د هغه له جانبه د هغه قرض اداء کړې، یا یې لوږه ختمه کړې یعنې ډوډۍ ورکړې او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي زه چې د یوه مسلمان ورور سره د هغه د حاجت پوره کولو لپاره ولاړ شم یعنی کومک ورسره وکړم دا غوره بولم تردې چې په مسجد ( النبوي) کې یوه میاشت د اعتکاف عبادت وکړم.
 مجاهدین وروڼه دې د خپلو صفونو تصفیې ته خاص توجه وکړي، بدکاره، بدنام، عیاش،دنیا پرست او بد اخلاقه کسان هغه چې له عامو خلکو سره بد چلند کوي په خپلو صفونوکې دي ځای نه ور کوي ترڅو د اولس د آزار سبب نه شي. مجاهدین دي له علماء کرامو،روحانیونو، قومي متنفذینو او متدینو اهل نظر خلکو سره تعلق جوړ کړي له هغوی دي مشورې وغواړي او له تجربو دې یي ګټه واخلي.عامو مجاهدینو ته دي د نظامي او عسکري تربیې ترڅنګ له مسلمانانو سره دښه چلند، د ملکي تلفاتو دمخنیوي، د عدالت د تأمین او مردمدارۍ په برخه کې هم تربیه ورکړل شي او وخت په وخت دې ورته د دوی د حقوقو او حیثیت ساتنې په برخه کې لازمې لارښوونې کیږي او چي کوم کسان دکابل له فاسدي ادارې څخه راوو زي او یا اسیران کیږي مجاهدین دي له هغو سره ښه چلند کوي .
 مجاهدینو وروڼو ته مې هدایت دادی چې د جهادي عملیاتو سره سره د دعوت او ددښمن په لیکو کې د ولاړو افرادو د جلبولو هڅو ته هم پوره توجه وکړي.په دې برخه کې عامه مجاهدین، د دعوت او ارشاد مسؤلین، د فرهنګي او مطبوعاتي برخې کارکوونکي، دعلم، قلم او ژبي خاوندان ټول باید د اذهانو تنویر او دعوت ته ډیره توجه وکړي. او د خپلو مجاهدینو او نوي نسل د ذهني تربیې ترڅنګ ددښمن په صف کې د ولاړو افرادو لپاره دي داسې پیغامونه نشر کړي چې هغوی د جهادي صف حقانیت او کامیابي درک کړي، له خپل اسلامي او غیرتي تاریخ نه خبر شي، دغلامۍ او محکومیت په تاوانونو پوه شي او د یرغلګرو په لښکر کې پاته کیدل ورته د یوه زیانبار او هلاکوونکي عمل په حیث وښودل شي.
 د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هغه اهل خیر کسان چې له اسلامي امارت سره یې مرسته کړې اویا دې جهادي صف ته اعتقاد لري ، هغه علماء کرام او لیکوالان چې زموږ دداعیې تأیید او ملاتړ یې کړی، له موږ سره یې همیشه خپلې نیکې مشورې شریکې او خواخوږي څرګنده کړې او په خاص ډول په تیره موده کې یې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهدرحمه الله د وفات او دامیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د شهادت دواقعو په مهال له موږ سره غمرازي کړې، موږ ترې مننه کوو او د الله تعالی څخه ورته ددې اخلاص پوره پوره اجرونه غواړو.
 د نیکمرغه لوی اختر له دې مناسبت نه په استفاده یوځل بیا په ټولو هغو افغانانو غږ کوم چې د بهرنیو اشغالګرو سره په نظامي او ملکي برخو کې کار کوي،چې دوی دي یوه شیبه په خپل موقف له سره غور وکړي،دوی باید پوه شي چې په افغانستان د امریکا او متحدینو برید د اسلامي امت په وړاندې د کفارو د نړیوالې جګړې یوه برخه ده چې عمده هدف یي د واقعي اسلامي نظام له منځه وړل، پرځای یې خپل تربیه شوي غلامان قدرت ته رسول او په دې اسلامي خاوره کې د خپلو اسلام ضد قوانینو، افکارو، عقائدو او رسومو خپرول او ترویج دی؛ نو دوی باید د خپل دې خطرناک موقعیت په باره کې چې د اشغالګرو د جنګي صف ملګري دي ژور فکر وکړي، له محاربو کفارو سره ددوی ملګرتیا له شک پرته د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له اوامرو څرګند مخالفت دی. الله تعالی فرمایي:فليحذر الذين يخالفون عن أمره أن تصيبهم فتنة أو يصيبهم عذاب أليم. النور ۶۳. ژباړه: ( نو هغه څوک چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امر نه مخالفت کوي له دې دي وویریږي چې فتنه به ورته ورسیږي او یابه دردناک عذاب ورته ورسیږي).
اسلامي هیوادونو او د نړۍ آزادي پالو اولسونو ته مو پیغام دادی چې زموږ مبارزه کومه نامشروعه جګړه یا په ناروا اغراضو بنا بغاوت نه دی اونه هم له شرعي فتوا پرته محض دجذباتو ښکاره کول دي؛ بلکي زموږ په هیواد یرغل شوی او زموږ د اولس د دین، فکر او استقلال خوښوونکي مزاج په خلاف یو اسلام ضد، پردیپال او ګوډاګی نظام د ټانګ، توپ او طیارې په زور زموږ په هیواد تپل شوی دی.اسلامي نظام او د هیواد ازادي زموږ دیني او انساني حق دی. اسلامي هیوادونه او د نړۍ ازاد اولسونه دخپلې وجیبې په اساس باید زموږ ددغې برحقې داعیې ملاتړ وکړي او زموږ د مظلوم اولس په ملاتړ سره خپل ځان ته متوجه مسؤلیت اداء کړي. اسلامي امارت د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د نظامي تګلارې ترڅنګ سیاسي هلي ځلې هم جاري ساتلي دي او ددې لپاره دنړیوالو او نورو جهتونوسره د اړیکو پخاطر سیاسي دفتر ټاکل شوي دی. مونږ غواړو له نړیوالو سره اړیکي ولرو او زموږ په اړه ورسره شته پوښتنې او تشویشونه یې رفع کړو، ترڅو په راتلونکي کې خپل هیواد دنورو له ضرر څخه وساتو اوهم زموږ له هیواد څخه نورو ته ضرر ونه رسیږي.
 دنړۍ په زیاتره برخو کې چي په مسلمانانو ډول ډول مظالم کیږي خصوصا په سوریه کې په یوه او بل نامه په عامو مسلمانانو بمونه اوري د ولس کورونه ، مساجد،صحي او تعلیمي مرا کز یې له خاورو سره خاوري کیږي موږ دا ډول ظلمونه په کلکو ټکو غندو او په ټوله نړۍ کې دویښ ضمیر په خاوندانو غږ کوو چي دداډول مظالمو په مخنیوي کې دي اواز پورته کړي دا بې انصافي او بې پوښتني ظلمونه چي نن په مستضعفو اولسونو روان دي که یې مخه ونه نیول شي نو تاوان یې ټولو ته رسیږي ځکه له یوې خوا ظالم خپلو ظلمونو او دزور استعمال ته دوام ورکوي او له بلې خوا مظلوم دخپل مظلو میت نه د خلاصون او انتقام په موخه هري وسیلې او عمل ته لاس اوږ دوي چي په نتیجه کې دنړۍ امن نور هم ور سره خرا بیږي .
 په پای کې له ټولو شتمنو او اهل خیرو وروڼو او خویندو نه غوښتنه کوم چي داختر په دې مبارکو شپو ورځو کې دشهیدانو کورنۍ، بندیان او دهغوی کورنۍ، معیوبین ، یتیمان او دحق دسنګرساتونکومجاهدینو کورنۍ او اولادونه هم په خپلو خوشحالیو کې ورسره شریک کړي او دخپل وس په اندازه مرستي ورسره وکړي .
 نور مو په متعال او ساتونکي رب تعالی سپارم . والسلام
د اسلامی امارت زعیم امیرالمؤ منین شیخ الحدیث هبة الله اخند زاده
۱۴۳۷/۱۲/۷ ه ق
۱۳۹۵/۶/۱۹ ه ش
۲۰۱۶/۹/۹ م