
د نيکمرغه لوي اختر په رارسېدو د هلمند مدني ټولنې پېغام!
دا چې خدای ج ټولو مسلمانانو ته دوه لوی خوشاليانې ورکړي دي چې لوی اختر او کوچنی اختر دی، د اختر په خوشاليانو کې په ځينو اسلامي هېوادونو کې ځينې زندانيان هم ازاديږي او د ځينو د بند په موده کې کموالی راځي. خو داچی له تیرو څو میاشتوراهیسی په هیواداو خصوصاپه هلمندکی امنیتی حالت خراب دي خلګ کډوال سوي ،میرمني کونډی سوي ،ماشومانه بي پلاره سوي او ډیری کورني دغم په ټغر راټولي سوي دي
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد او ددې ټولنې د ټولو کميسونونو مسؤلين او غړي يې د نړۍ په لر او بر کې ټولو افغانانو او ټول اسلامي امت ته د نيکمرغه کوچني اختر مبارکي وايي. او د لوی خدای ج له دربار څخه د ټولو مسلمانانو د عباداتو او دعاو د قبلېدو غوښتنه کوي.
دغه راز هلمند مدني ټولنه په جنګ کې له ټولو ښکېلو خواو هېله کوي چې نور دې له جګړې لاس واخلي او په هېواد کې روانه بدبختي په سولې، ارامۍ او سوکالۍ بدله کړي.
دغه راز د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد او ددې ټولنې ټول غړي له وسله والو او له ټولو جنګيالو ډلو غواړي چې نور دې د سولې په يو ټغر راټول سي او د هېواد د پرمختګ، د نوي نسل د تعليم او ټولو بدبختيو د ختمېدو او د بهرنيو استخباراتي کړيو د لاسونو د لنډېدو په موخه دې خپلو کې سره لاسونه ورکړي.
هلمند مدني ټولنه خپل سږنی اختر په دې شعار سره نمانځي چې: «جنګ دې ورک شي، موږ سوله غواړو.»
په درنښت
هلمند مدني ټولنه مطبوعاتي دفتر