
د جرمني په مونشن ښارکې دمیرویس نیکه د جامع جومات مشرتابه هیئت له نیکوهیلو، مبارکیواوسلامونوسره تاسوته خبردرکوي، چې د میرویس نیکه په جامع جومات کې د لوی اخترلمونځ د راتلونکې دوشنبې په ورځ، چې دسیپتمبرله ۱۲دولسمې نېټې سره سمون خوري دوه ځلې ادأ کیږي:
لمړی لمونځ دسهارپه اتو۸ بجو او دېرشو دقیقو د محترم قاري صاحب اکرام الدین په امامت او دوهم لمونځ د سهارپه نهوبجواو دېرشودقیقو د محترم قاري صاحب هجرت په امامت.
یادونــــــــــــــــــــــــه: له درنو خویندو او میندو څخه هیله کیږي، چې په دوهم لمانځه کې برخه واخلي ځکه، چې په لمړي لمانځه کې به شمېرزیات وي.
پتــــــــــــــــــــــــــــه: Machtlfinger Strasse 10 81379 - München Ubahn 3 د مختلفنګ سیمه د مونشن ښار په سوهیل کې پرته ده.
د میرویس نیکه د جامع جومات مشرتابه هیئت