پېښور: نوی تعليمي کال مو مبارک شه


په پيښور کی د حدیبیې د عالې لېسې په انګړ کې د پوهتې وزارت د اتشې د استازو چې مشری ېې عبدالرحمن عزېزي کوله او د افغاني ښوونځیو د یو شمیر مدیرانو له خوا په داسې حال کې چې یو شمیر استادان، زده کوونکې، د میډیا نمایندګان او د پوهنې د اتشې د دفتر کارکوونکې موجود وو، د نوي تعلیمې کال د پیل زنګ ووهل شو.
په هغه شانداره غونډه کې چې په همدې مناسبت د حیات اباد د حدیبیې په عالي لیسه کې جوړه شوې وه د حدیبیې د عالي لیسې د مدیر ښاغلي قاضی نثارالله حنیف له خوا له تلاوت وروسته د پوهنې د اتشې د دفتر په استازیتوب ښاغلی عبدالرحمن عزیزي د غونډې په ارتباط اوږدې او تفصیلی خبرې وکړې او د علم په ارزښت او اهمیت وغږیده ښاغلي عزیزی په ښوونکو غږ وکړ چې زمونږ د ځوان کول په روزلو او پاللو کې له پوره اخلاص نه کار واخلې او په دې لاره کې نه ستړیکیدونکې هلې ځلې وکړي تر خو زمونږ راتلونکې نسل چې د هیواد راتلوکې به ددوی په لاسونو کې وی د علم او پوهې په ګاڼه سینګار کړې چې د هیواد په بیا رغونه، ابادۍ او سوکالۍ کې فعاله ونډه واخلي او خپلو خلکو او وطن ته د تلپاتې خدمتونو مصدر وګرځي ښاغلي عزیزي د خپلو خبرو په اوږدو کې افغان زده کوونکې دې ته وهڅول چې علم او زده کړي ته مخه کړي او د دیني علومو
ترڅنګ د ساینس او تکنالوژۍ په خپلولو او عصري علومو په حاصلولو کې یوه شیبه هم له غفلت څخه کار وانخلي اوله وخت څخه بشپړه ګټه تر لاسه کړي۰ ښاغلي عزیزی د خپلو خبرو په لړ کې ښوونځیو له مدیرانو او ښوونکو هم مننه وکړه چې د هجرت په سختو شرایطو کې ېې د وطن د ګلالیو بچیو پر مخ د تعلیم او زده کړې دروازي پرانستې ساتلی او په دې اړه ېې د هغوی خدمتونه او هلې ځلې وستایلې۰
ورپسې ښاغلی زبیرخان سیار د لیسې مدیر اود حبیب د لېسې مدیرښاغلي نورحبیب د حبیب په خپل وار خبرې وکړې او ژمنه ېې وکړه چې په پاکستان کې د وروستي مهاجر بچې تر موجودیت پورې به په پوره اخلاص د ښوونځيو دروازې پرانستې وساتي او د علم او معرفت د رنګینو رڼا ګانو په خپرولو کې به له پوره اخلاص څخه کار واخلي
غونډه د پوهنې د اتشې د دفتر د کارکوونکې ښاغلي مولوي زاهد الرحمن مخلص په خوږه او عالمانه دعایه وینا پای ته ورسیدله