ولسمشر : چوپ شه چاته مه وايه


 
در به شم بېګا ته
چوپ شه چاته مه وايه
ډالر غواړم پرېمانه
چوپ شه چاته مه وايه
**************
دويم مرستيال خليلي
ګورئ چې رسوا نه شو
یو بل نه جدا نه شو
په ضد د يو بل بيا نه شو
***
نه به وايو چا ته
چوپ شه چاته مه وايه
دربه شم بېګاته
چوپ شه چاته مه وايه
*********************
(قانوني :)
جوړه يارانه به کړو
پټه خزانه به کړو
د ولس به معامله وکړو
***
سيویس ته ځو سبا ته
چپ شه چاته مه وايه
دربه شم بېګا ته
چوپ شه چاته مه وايه
*******************
فهيم :
سترګې ډالر بينې  کړه
ما غوندې يې سپينې کړه
سرې یې په سرو وينو کړه
***
غوږ ونيسه ماته
چوپ شه چاته مه وايه
در به شم بيګا ته
چوپ شه چاته مه وايه
****************
احدي :
دا ولس ويښ شوی دی
خوب یې نور شړلی دی
هر بام ته ختلی دی
***
نېشه به یې کړو سبا ته
چوپ شه چاته مه وايه
در به شم بېګاته
چوپه شه چا ته مه وايه
*************
ولي کرزی :
زه د بنګو بوټی يم
خومار خومار ياران لرم
سپين او تور پرېمان لرم
***
پام کړه زما سودا ته
چوپ شه چاته مه وايه
در به شم بېګاته
چوپ شه چاته مه وايه
*************
امپراتور اسماعيل:
ما سم خوب لیدلی دی
ولس مې غولولی دی
هرات مې ټول خرڅ کړی دی
***
جار دې شم اېرانه
چوپ شه چاته مه وايه
در به شم بېګا ته
چوپ شه چاته مه وايه
**************
ډاکتر عبدالله
زه که هم مخ تور يمه
تور د روس په پور يمه
هر څو که پېغور يمه
***
واک غواړم اېنډيا ته
چوپ شه چاته مه وايه
در به شم بېګا ته
چوپ شه چاته مه وايه
***************
زه که هم کوتره يم
ګیدړې نه بدتره يم
د  ډاکتر ښه  کمپاينره يم
***
اوس سينګار کړم تا ته
چوپ شه چاته مه وايه
در به شم بېګا ته
چوپ شه چاته مه وايه
**************
رباني:
زه تېر ولسمشر يم
اميل مې د ډالرو او سرو زرو وو
جوال مې د ياقوتو لاجوردو وو
***
ښه معاون يم تا ته
چوپ شه چاته مه وايه
در به شم بېګا ته
چوپ شه چاته مه وايه
*************
مجدیدي
تاسې سره خوار شئ
زړه مې ناکرار کړئ
اور یې  پر سر بار کړئ
***
راکړئ يو څه ما ته
چوپ شه چاته مه وايه
در به شم بېګا ته
چوپ شه چاته مه وايه
************
 
محمدکريم نور