د ښاغلي سلېمان لايق د شعر په ځواب کې

بې له شکه چې ښاغلی سليمان لايق د افغانستان د ادبياتو يوه خورا ستره پانګه ده، خو مبالغه به نه وي که ووايم چې ښاغلی لايق د نړيوال ادب په ډګر کې يوه بې سياله څېره ده. د ده له اوره ډکو شعرونو څخه يو هم د "که قوت د انقلاب د چيغو  نه وای – مړه نبضونه د وطن به خوځول چا"   شعر دی چې په لوست يې د سړي وېښتان زيږه او زړه دربېږي.  تر کومه ځايه چې زه پرې پوه شوم، ښاغلی لايق د ثور انقلاب سر بېره پر بې شمېره ناخوالو، جرم او جنايت او ورانۍ ګټور بللی دی. له همدې امله زه د ښاغلي لايق دغه ښکلی شعر ورځوابم او د ده د همفکره او همسنګره ملګرو سياسي ماتې ور په ګوته کوم. په کوم بيت کې چې د "تا" خطاب شوی، هغه د ښاغلي لايق ټولو ملګرو ته اشاره ده.
که دا غږ د انقلاب د تا د خولې وای
مړه نبضونه د وطن به خوځول تا!
که د وينو طوفان نه وای پاڅولي
دا په خپل غلاف ويده، وخت پاڅول بيا
که نمرود ته تا بيعت نه وای ورکړئ
دا زاړه بت پرستان به راوستل چا؟
هر شبخون ته دلته خپل لاره ورکړې
د پرديو تقديرونه چې ليکل ما
دلته تور دېوان په وار وار دي لوېدلي
خپل پردو به پرې شاولونه اچول بيا
که مو خلک له جنت نه وای رټلي
د عذاب به زندانونه  جوړول چا؟
چا به غږ د بغاوت کړ په جنت کې
د جنت  په نعمتو کې که پرېښول چا!
دا ناولي د جنت ټيکه دران به
په پلورلو د وطن به مستول چا؟
که د خدای په کور کې تاسې قسم کړلای
دا کافر مسلمانان به ورغوښتل چا؟
که مو مېږي له انګړ رټلې نه وای
هر لېوه ته وربوزونه ور تړل چا؟
له پېړيو درېدلي بنيادونه
د مذهب  او ګوند په نوم به نړول چا؟
د کنګل څپلو غرونو له رګو نه
زمرد او سره مرجان به لوټول چا؟
چا به وړل په ډکو غېږو د لمر غېشي
دا نيم ژواندې تروږميو کې پرېښول چا؟
دا له مخې فاسد شوي تور فکرونه
په بې وخته بغاوت به سورول چا؟
او په شونډو د ماشوم او د سپين ږيرو
شعارونه د پنجاب جاري کول چا؟
چا به لاره ورکوله هر کسوف ته
په تل پاتې تروږميو به سپارل چا؟
سور قاتل او تور ملا وطن طلاقه
د انصاف په پاکه تله، سپکول چا؟
درواغجن وطن پلورونکي ټول مشران به
ناخبره ولسونو ته لېږل چا؟
او د تور او سره د وينو غورځنګونه
د پښتون په بربادۍ کې کارول چا؟
تاړاکونه چې په تورو شپو کې راغلل
په رڼا کې به "رفيق" او "سيال" ګڼل چا؟
چا به هره کرونده په اور سېزله؟
سپين پوښان به په مالوچو خرڅول چا؟
که "اګسا" په تورو شپو جومات ته نه تلای
دا ويده خونخوار ملان به ويښول چا؟
په محراب کې به وېشلې چا فتواوې؟
خوبولي د افيون، مفتيانول چا؟
د سحر د رنګينيو له نغري نه
د لمرونو غورځنګونه به رټل چا؟
په تياره کې د رڼاوو بری نه وای
سور او سپين وطن طلاقي به رټل چا؟
دا تيارې وې انقلاب را ته خورې کړې
څراغونه به په مرګ محکومول چا؟
دا غمجنه شپه به چا نازلوله؟
ميليونونه سحرونه به ژړل چا؟
چا به خاورو ته بښل د ژوندون زړي
پوليګون که به هډوکي لټول چا؟
که يې سترګو د جانان کې څه ليدلای
فريادونه به د کرکې جګول چا؟
له ساړه عقله که نه تلای عربدې ته
لوېشتې ږيرې، شخ برېتونه به خرېيل چا؟
د غرڅه وو يوه ځغلنده نظر ته
تقديرونه د مرګونو به راوړل چا؟
د تيارې د قاف د  پېغلو په کاکل به
هر نجس لاسونه څنګه اچول بيا؟
که لمبو د انقلاب دورخو ساتلای
د آدم به ربابونه ماتول چا؟
که د يار زلفې بې ياره پاتې نه وای
سپين مړوند په ځنځيرونو به زمولل چا؟
چا له شونډو به رټلې سرې مچکې؟
بل اورونه به د زړونو مړه کول چا؟
د ژوندون پيالې به چا نسکورولې؟
جل وهلي به سرو دښتو ته شړل چا؟
که د ګل د رژېدو خطر يې نه وای
په هر باغ کې مورچلونه جوړول چا؟
څوک په سرو سترګو ورخوت په سرو غوټيو
په ټټر کې به دردونه زيږول چا؟
د پرانيستو ګرېوانونو په سپېدو کې
د فاسد نظر اغزي به پرېښودل چا؟
د خپلواکې غرنۍ کوچۍ کوڅۍ کې
سره ځوزان د استعمار به ور ټومبل چا؟
چا ايستلې به پېغلوټې له جوماته؟
په حرم د هر ابليس کې به نڅل چا؟
که تيارې د انقلاب راغلې نه وای
د ملا هرې اپتلې ته ژړل چا؟
که د سولې تنده نه وای  په افغان کې
هر يو ځګ ته به لاسونه اچول چا؟
دا د  نوي هوډ غښتلو شاعرانو
هر يو بيت ته به توپونه سمول چا؟
که د وخت پېښو پرهر نه وای پرې اېښی
د سعود بنګښ شعرونه به لوستل چا؟
که د دغو شاعرانو چيغې نه وای
له تاريخ څخه پټ شوي به لوڅل چا؟
د پښتون جګړه مار ذهن په تياره به
څراغونه به د علم لګول چا؟
چا ټومبلې برګ افق کې سوې ساندې
د ښکلا به ماښامونه تل رټل چا؟
دا آزاد غرونه رغرونه او درې به
د پښتون وېرجن په ساندو اخستل چا؟
د افغان وينو په سېل او په باران به
د غليم وچې ډاکونه اوبول چا؟
که کريم په خپلو خلکو مين نه وای
دا په وينو سره شعرونه نقدول چا؟