د پنجاب مال اخېستل، له ترهګر سره مرسته!

 
د افغان دولت لخوا په پاکستان اوړو د تعرفو په لوړلو د پنجاب پر اقتصاد ستر ګوزار دی. داسې ګوزار چې له اته سوه څخه ډېرې د اوړو برقي ژرندې او تجارتي مرکزونه به يې په ډېر نيږدي وخت کې ان شاالله وتړل شي. د اوړو د قرارداد له مخې افغانستان هر کال له  پنجاب څخه يو ميليونه (لس لکه) ټنه اوړه رانيسي، خو سږ کال پنجاب مجبور دی چي د دې اوړو لپاره بل رانيوونکی پيدا کړي.
په پنجابي اوړو د تعرفو لوړول نه يوازې سياسي او اقتصادي ګوزارونه وو، بلکې تر ټولو اړين اړخ يې نظامي هغه دی. ځکه چې د اوړو دغه ژرندې او د سوداګريو مرکزونه کابو ټول د پنجاب د نظامي قواوو، په تېره د استخباراتو ملکيت دی. هغه کارخاني چې ملکيت يې نه دی، له هغوی څخه دومره ماليه اخلي چې په افغانستان کې په زرګونو طالب سړيخواره او رنګارنګ ترهګر په وړو او غټو وسلو او مهماتو سمبال کړي چې په هر کلي او کوڅه کې سپين ږيري او ماشومان ووژني. 
له همدې امله د بايد افغان دولت د پنجاب په ټولو توکو ژو غور وکړي او نه يوازې پې لوړې تعرفې ولګوي، بلکې تر وس پورې قراردادونه لغوه کړي. په دې سره به نه يوازې افغانستان له اقتصادي پلوه پياوړی شي، بلکې همداسې به د امنيت په برخه کې خورا لوی او مثبت بدلون راولي. افغانستان بايد په هره برخه کې له پنجاب سره په خپلو اړيکو پوره غور وکړي تر څو د پنجاب د ترهګرزيو عملياتو مالي سرچينې وچې کړي. 
تر ټولو دردوونکې دا ده چې افغانان په خپل مال سره، د خپلو ټنډو په خولو، د خپلو لاسونو په تڼاکو او د خپلو بچيانو د کار او ګدايۍ په روپيو د پنجابي ترهګرو مالي سرچينې نورې هم پياوړې کوي او د هر پنجابي توکي په اخيستلو د خپلو ځانونو او د خپلو بچيانو د مرګ امرونه لاسليکوي. افغانان که په ريښتيا سره هم غواري خپل امنيت ټينګ وساتي او د پنجابي ترهګرو مخه ونيسي، يو انساني پتمن او له وقار څخه ډک ژوند وکړي، بايد په هره بيه چې وي، له پنجابي موادو څخه تېر شي، لومړی د خپل هېواد او وروسته د نورو هېوادونو په تېره د هند، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او چين خوراکي توکي راونيسي. زموږ د شمالي ګاونډ هېوادونو، چين او هند نه يوازې مواد ښه کيفيت لري، بلکې همداسې زموږ په ټيکاو (ثبات) کې مثبت رول لوبوي. 
په همدې توګه افغانستان بايد ټولو ترهګر ځپلو هېوادونو ته، په تېره اروپا، امريکا او عربي دولتونو ته وړانديزونه وکړي چې په پنجاب نه يوازې مرستې بندې کړي، بلکې  هراړخيز بنديزونه پې ولګوي. له دې سره سم به د نړيوال امنيتي کړکېچ کچه را ټيټه، خلک به يو څه هوسا ژوند وکړي او د اسلام بدنامه کول او د مقدساتو سپکاوی به هم کم شي. 
په مدينه منوره کې چاودنو څرګنده کړه چې پنجاب په هېڅ دين او بشريت باور نه لري، بلکې د خپلو موخو، د خپل وحشت د تندې د ماتولو او د يو څو غربي سړيخورو د ګټو او سياسي موخو لپاره د اسلام په مقدساتو هم يرغل کوي. په مدينه منوره کې پنجابي ځانمبو زباد کړه چې پنجاب بې دين، مشرک او مطلق له شريعيت سره سم د جزا وړ دی. 
د افغانستان غوندې مظلوم ملت نور څه په وس کې نشته چې پنجاب ته له شريعيت سره سم جزا ورکړي، خو دا د هر مسلمان افغان،  هر سوله ييز انسان او هر بشردوست انسان په وس پوره ده چې د پنجابي دولت د ترهګرۍ مالي چينو ته خپلې روپۍ ور وا نه چوي او تر خپل وس پورې د پنجاب له مالونو څخه ډډه وکړي. 

 
د يوې سوله ييزي، هوسا او له پنجاب څخه پرته نړۍ په هيله