زمرد د مار سترګې ړندوي

 
لیکوال:ع. کابلي والا
 
(۱۳۷۱ـ ۱۳۷۶ کلونه )





(۱)
 
ميرمن جانې ليلې سبا بازار دى ...




دايې لومړى ځل و چې دجبل السراج شاهي كلا ته له ګڼو ملگرو سره يوځاى ورننوت ، دچا له خولې يې دلومړي ځل لپاره واوريدل :
- فكرت باشه ، كى آمر صاب هرچى ميگفت سرى ته خوب شور داده خوب ميشنوي ..
خودى خواركې ددې خبرې په مانا  نه پوهيده او يوازې يې دسرپه ښورولو دهو ځواب وركړ...
 
دمور يوازنى زوى و، پوره شپاړس كاله ېې لكه تاويز داسې وساته ، له كلي يې دباندې نه پريښود ځكه چې موريې په خپل ژوند كې يوازې دى درلود ، پرده ژوندۍ وه اوبس .
 
دكوهستان دبازار ورځې ډيرې مشهورې دي ، ډلې ډلې خلك له كليو دبازارو پرخواوي ، يابه دوشنبه وي او پنجشنبه اويا به هم سه شنبه وي او جمعه . خو داڅوكاله ننه فاطو په خپله دژوند هرڅه په خپل سراخيستي وو او خپل شيرين آغايې له كوره دباندې وتلو ته هم نه پريښود، ترهغو چې ماشوم و له ننه فاطوسره به هرځاى ته يوځاى تلو راتلو، ننه فاطوپه ګرد كوهستان كې په خورا لنډه موده كې زياتو خلكو پيژندله ، هغه ان له كوچنيوالي ټولوكليوالو په كلې كې ننه بلله ، اوپه هرکلي کې په همدغه نامه مشهوره شوې وه، ويل كيدل ، هغه چې ماشومه وه كله كله به يې داسې كارونه كول چې دكلي زړې بوډيانې به هم ورته حيرانې وې، دانوم هم دكلي همدغو زړوبوډیانو پرې ايښى و، له شيرين آغا پرته يې بل اولاد هم نه درلود، داځكه چې خاونديې له روسانو سره  دهغو دیرغل پرمهال په يوه جګړه كې شهيد شوې و. داچې دننه فاطوخاوند ددې دتره زوى و اويوڅه داهم نرينه شانې وه ، په بل ميړه پسې ونه گرزيده او په همدغه يوه زوى باندې دخداى په هيله په كونتون كيناسته.
 
په دغه ورڅ چې شيرين آغا دجبل السراج په كلاكې سترګې وغړولې دايې دعمرد شپاړسم پسرلي شپې ورځې وې ، سيمه ييزو قوماندانانو په دغو شپوورځوكې په زوره له هركلي دوه اودرې زلمي راټولول اود كابل دجګړو په خاطربه يې كابل ته استول. په دغو كسانو كې داځل دشيرين آغا پچه هم كليوالواو قوماندانانو خيژولې وه اونن يې هغه دننه فاطو له غیږې په زور تردغه ځایه  را رسولى و...
دهغه يوه هيله داوه چې يوخو بايد آمروويني هغه څوك  نوم یې یوازې اویوازې  له يوه څيز سره پتلیزاو جوړه شوى چې هغه جګړه وه  او وژنه وه اوبس .
دهغه په ذهن كې چې څه د آمر په نامه تيريدل اوڅه ېې چې نن په دغه دنګه كلا كې دهغه مخامخ سړي په څيره كې ليدل له يوه اوبله ګرد سره بيل وو: ډنګر او شوديارې شوديارې ګونځې مخ ،ړنګۍ ږيره ، كوچنې سر، اوتيره زنه اونور داټول ېې دهغه لپاره دحيرانۍ وړ وو. هغه خبرې كولې ،  ده اوريدې خولكه چې لارښونه ورته شوې وه ، په خبرو يې نه پوهيده ، خو بيايې هم لكه ګونګې غوندې هم اوريدې اوهم يې سر په خپله نا خبرى كې  زر زر ورته ښوراوه. چې كله يې په كابل کې دافشارو اوسيدونكې ښه وكنځل نو بيا ېې خبرې پاى ته ورسيدې ...
په څنګ ېې چا له خپل  انډيواله پوښتنه وكړه :
- داڅوك و چې ... ؟
- ولې دانه پيژنې ، آمرصاب ، سترګې دې وتلې دي كه څنګه ...
هغه په حیرانۍ سره وویل :
 
- دا دى و، دده خو والله كه  يا خبرې  آمرورته وي اوياهم قواره  ... ؟
 
•••
 
دنويو راوستل شويو زلميانو لپاره د نن شپې د پيره دارۍ ځايونه وټاكل شول ، دشيرين آغا اويوه سپين ږيري لپاره دكلا قبلې خوا ته پرغونډيو باندې پيره په نښه شوې وه ، هلته نورځوانا ن هم وو خو دشيرين آغا اوسبين ږيرې پيره په يوه وخت سره راغلې وه ، چې هغه هم له نيمې شپې وروسته وه ...
پخه نیمه شپه وه  چې دوى له مخکنیونيوپيره دارانو پيره واخيسته ، د مخکنیو كسانو په ډله كې ( جانوبچې ادې ) هم و، هغه به دلته دشپې ترناوختو پورې له پيره دارانوسره ناست و، داهغه څوك و چې ویل کیدل له  آمر سره لكه دادې زوى داسې و، نن هلته راغلى واوخپل بانډاريې دنيمې شپې په دغه نيمه كې پاى ته رسولى و، بوټونه يې لكه چپلكې داسې په پښوكې سره وركړي وو، چې داهم دده په وینا دکاکګۍ یوه نښه وه چې له غلو ګلیمجمانویی تقلیدکړې وه ...  پرشيرين آغا يې سترګې خوږې شوې ، يوه اوبل ته سره يې وكتل ، سپين ږيري ته يې وكتل ، خپل يوه بل ملګري ته يې شونډې ترغاښ لاندې كړې ، اودچرسو په مستانه نيشه كې يې خپلو نورو چرسيانو ته په نري خوپرې شوي غږ كې ترخولې راووتل :
_ خداجانه صدقه، كه چطو اى شكار ازچشم مه خطاخورده ... اوبچه بيبين ما خوكورنشدم  ؟
شيرين آغا او سپين ژيري په لوړه پوسته كې خپله پيره داري كوله ، په عمرپاخه سړي په همدغه شپه كې دخپل پلار دوختو كيسې ورته را پيل كړي ، چې هغه هم دسقاو له زوى سره يوڅوورځې دلته تيرې كړې وې . دهغه ترګردو خوږه كيسه داوه چې كله سقاوي ايلجاريان  له ملي پاڅون كوونكو شمالي ته راوتښتيدل ، په هغو كې دده پلار هم و، دسقاو د زوى حبيب الله پرشاوخوايې  پيره كوله ، ويل يې چې يوه همداسې شپه وه چې دهغه پلار په همداسې يوه پيره دارخانه كې پيره كوله ، هلته يې په لوړ آواز دابدله پورته كړې وه چې :  شمالې لاله زار باشه به ماچه ...  
په هم هغه شپه يې دسقاو زوى څنګ ته راغلى و ، په اوږه يې لاس ورته ايښى و او ورته ويلې يې وو :
- گلوبچه اودر، ازى بيتا ره ده شمالى نخان ... اى بيتاى كابل بود ، كه بچا ده اونجا ميخاندى .. اگه خدا باز برابر كد ، ووطن شغالى بود ، وبازانجا رفتيم ، باز ده انجا به مستى بخان ... آه به مستی ... !  
خو پر شيرين آغا باندې اوس دهغه  دپلار ترغږ دده غږ ښه لګيده ،  ځكه يې په سړه سينه له ده هيله وكړه چې همدغه بدله ورته ووايې په دې چې دده په غوږ وكي نن دغې سندرې  دده انګازې كولې اوفكريې كاوه چې ګواكي  سپين ږيرى يې ورته وايې چې :
شمالي لاله زار باشه به ماچه     زمستانش بهار باشه به ماچه
شبم درپيره و روزم به تاليم        كوكوجان انتظار باشه به ماچه
دجبل السراج دشاهي كلا پرلويديزه څنډه دنيمې شپې پيره ، دشمالي لاله زار باشه سندره ، دسالنګ دسيند داوبو دنيمې شپې جادويي زمزمې اوشرهار، پرشاوخوا دآسمان څوكو غرونو لويې ، دكوهستان اوشمالي دآوار ډند دنيمې شپې آرامى ، داټول كه سره يوځاى شي نوبيشكه چې انسان ته دحيرت او ناپايه آرام تسل يوه پې ساري سرچينه كيږي . خو داټول يوه خوا اوددغې كلاپه منځ كې د ناراميو ، فسادواو توطيو سلسله چې دهمدغې آرامې شپې زړه يې نارامه كړى وبله خوا په خپل شدت سره روانه وه . خو سپين ږيري او شيرين آغا چې نن دلته نوي راغلي وو او له هرڅه ناخبره وو، نو يې خپلې سندرې ته زور وركړى و، اوپه خوند داسې ورته لګيدلې وو چې ديوشيبې لپاره يې هم دهغې لړۍ نه سره شلوله : شمالي لاله زار باشه به ماچه ... به ماچه ...
دشيرين آغا دالومړنۍ پيره وه چې له سپين ږيري سره پرې اوښتى و، بدلي خوند وركړ ، ډډه يې ورته هلې وه چې نري نري خوب خپله نرۍ څپه پرې راوغوړوله . دكاكا دسندرې ( كوكوجان انتظارباشه ... ) بند به يې چې واوريده پرهغه به يې دسترګو سرخي راببره شوه په دې چې ده به خپله مور ننه فاطو كوكوجان بلله ...
دپيرې وروستيو ته زيات وخت نه و پاتې ، چې يوه آشنا او اوريدل شوى غږ له لرې انګازې وكړې اود شيرين آغا دنري خوب لړۍ يې ورګډه وډه كړه ، كاكا هم خپله سندره چې د اوږدې شيبې لپاره يې ځان پرې ستړې کړ له غږ سره یوځای  بس كړه ، غږته يې غوږ ونيو ، وايې وريده چې غږ خو دجانو بچې ادې دى ، هغه له كوم يوه سره پر دې خوا راروان و او ورته غږيده چې :
- بچې پدر ، شكار ما ديگه ايتو شكار نيست كه بيبينى ديوانه ميشى ... خداو قران فكركو كه بره اووست ... آه بره اوو...
جانو بچې ادې داځل له ځان سره يوبل دځان په څيرهم را روان كړى ، كله چې دپيرې ځاى ته نژدې را ورسيدل نو بيايې له مكارۍ ډك غږ وكړ چې :
-  كسى به نام شيرين آغا ده اى پوسته اس ؟
كا كا لاويښ و،ځكه يې ځواب وركړ: بلی اس..
- بگو پايين بيا آمرصاب صدايت داره ...
كاكاشيرين آغا را وښوراوه ، هغه يې راپورته كړ، او ورته يې وويل چې ورشه  بختوره آمرغوښتى يې ...
په وارخطايۍ سره یې كاكاته مخ ورواړاوه اوورته ويې ويل :
-  آمر صاب ... زه خو والله كه هغه پيژنم ... هغه خو ماترپرون دمخه په سترګوهم نه وليدلى.
خوكاكا چې تجربه كارسړى و ، په خبره پوه شوى و، ځكه چې هغه دلته ډيرې شپې تيرې كړې وې ، دهغه لپاره دالومړنۍ او څه  نا آشنا شپه نه وه ، هغه دلته په دغو لنډو شپوورځوكي ډيرداسې ليل ونهارونه ليدلي وو. هغه جانو بچې ادې ډيرښه پيژاند ، دهغه په ټولو كړو
وړ باندې خبر و، خوداچې آمر يې مل و، پرهغه دچا زور هم نه رسيده ، ځكه چې هغه بياد هغه له خاصوكسانو څخه و، اودهغه ډيرې داسې خبرې چې دنه ويلو وې له ده سره وې ، وايې چې يوځل هغه كومه  پټكه پرې كړې وه  كله يې چې چرس وڅكل او دچا خبره له حاله ووت ،نو بيا يې د امرهغه ټولې پټې خبرې خلكو ته كړې وې چې له يوې خوا دنه ويلو وې او له بلې خوا له شرمه ډكې ، دابه ېې هم كله كله ويل چې دچرسو په عمل باندې هم هغه راوستې او  اوس هم له ده سره هغه انډيوالي پالي  اونورې ... خوچې  سره جوړ به وو او چا به ورياده كړه نو بيا به ېې ورته ويل چې دهغه په باب چې كومې خبرې ما په نشه كې كړې هغه سمې نه دي ، هغه ډيرمسلمان سړى دى ...  خو دابه یې اوس هم دخپل ځان د لوړتيا او باور په خاطر یوځای بل ځای ويل چې كله كله اوس  هم له ده سره دملنګۍ پره نيسې ...
خو دايوه خبره ګرد سره روښانه وه چې دى د آمر په ډيرو اخلاقي كمزوريو باندې پوهيده ، همداوه چې ده ته ېې خوله نه ورخلاصيده ، او اوس لاده ته نورهم ورنژدې شوى و، درى څلويښت كلن سړى و ، خو څه به چې په مخه ورتلل او يا به ېې زړه غوښتل هغه يې كول ، جبهې ته به چې كوم ښكلې زلمى راغى ، ده به بيا دوخته ترسترګو كړى و ، چرس ، قمار او د قاچاقو د داړو لارښونه داګرد هغه څه وو چې ده ترسره كول چې آمر يې هم مخه نه شواى نيواى مانا داچي په هرڅه کې خپلسري و...
په دغه شپه ېې د ننه فاطو يو دانه او در دانه زوى ته دبد غونۍ دام غوړولى و، هغه لكه بې ګناه ګناهګار ور ووت ، جانو بچې ادې له دوو نورو همرنګوسره ورته ولاړ و، لومړى يې په غيږ كې ونيو، ښه روغبړ يې ورسره وكړ او بيايې له ځان سره روان كړ ، په كلا يې ور دننه كړ، او مخامخ يې خپلې دربارې مينې ته له ځان سره بوت او هلته یې ځانته مخامخ كيناوه ، اوهغه خبره چې ده به داسې زلموته  ویله  ده  ته هم په لومړيو كتوكې وكړه :

  • اگه ما كتت بودم وخدا به پرۀ ما بود ، ده ظرف يكما ايتو قوماندان ازت جوركنم كه نام بكشى ودعا كني ...
جانو بچې ادې  له دغې خبرې وروسته خپله لنګوټه چې شمله به یې تر پښو پورې له كبره اوږده كړې وه ، پر مخا مخ ميخ را ځوړنده كړه اوپربل يې خپله مكروف ، هلته په كنج كې  درف دپاسه قرآن شريف هم ايښودل شوى و، مخ يې شيرين آغا ته ورواړاوه :
_ تو مكروف دارى ؟
_ نه ،
_ صاحب مكروف ميسازمت ، رى نزن ...
_ زند ه باشى ، ده قريه ما تنها ملك سلام ازې داره بس ...
_ ملك سلام قلعه پايينه میگی ...
_ آه پدر آغا گل ...
_ شناختم ، او مكروف هم ازخود ملك نيست ازبچۀ اوست ، اورا هم ماداده ايم ...
      څو شيبې لانه وې تيرې چې د جانو بچې ادې خدمتګار دده دخوب ځاى ورته جوړ كړ اوهغه ته ېې امر وكړ چې ټيب يې هم ورته چلان كړي ، او دده په وينا يې يوه زنګې پيته هم ور واچوله .
هغه هم دا امر ومانه اوچې كله يې ګوتې په ګوتمۍ كيښودي ، نوبيا هم دې سندرې خپلې انګازې په كوټې كې خپرې كړې وې چې:
بچه جان شمالي ، رفتارت مثل ....
جانو بچې ادې ته يې له يوې دوو پيالو وروسته مخامخ چلم كيښود ، چلم ، دچرسو چلم ، چې كله يې لومړى كش وركړ ، ورسره وټوخيد، بادېې مات شو، خو زرېې په دې خاطر چې دچا خبره كم نه وي راغلى ، دټرپه پر پټولو په لټه كې شو، او چغې يې كړې :
_ تخت وبخت ، زنده باد آمر ....زنده باد خودم ...
له يوڅو داسې چغو وروسته يې چلم شيرين آغا ته وروړاندې كړ:
_ بيګي بچې ادې خوده خمار كو...
شيرين آغا لكه په بند كيوتې مرغۍ دده په لاس ورغلى و، ده اوس دجانو بچې ادې دومره پرواكوله كه نه ، په دی کې و  چې اوس به آمرراځي ، ښايې هغه هم ده ته ورته يوشى وي ، په دې چې ده ته به ېې مور تل داخبره كوله چې ښه  خلك دهغوله دوستانو اوا ړوندانو څخه معلوميږي ، داچې دايې مل دي ، نو دى هم تر ده زيات نه شې راختلاى ، همداوه چې دچلم له څكولو يې ډډه وكړه ، او ورته ويې ويل چې  زه خو  آمر راغوښتى يم ، زه بايد هغه وګورم ...
جانوبچى ادې  په ځير ځير ورته وكتل ، وكتل ، وكتل  ... اوورته په موسكا شو:
_ بيگى ديگه ناجوانى نكو... ده قصۀ  آمر مامر نباش تو بگو خو... آه ناجوانى نه كو اگه نى ...
دلته همدغه انجړ منجړ روان و اوهلته سندره په بل شان شرنګ وشرونګ كې په خپلو انګازو سره روانه وه :
_ بچه جان شمالي ، رفتارت مثل ....
او شپه ترنيمايي هم وراخوا شوې وه ، تياره وه ، داسې چې يولورته هم دچا مخ نه اوښت ، په ټوله كلا كې يوې خواته هم د رڼآ څرك نه ليدل كيده ، يوازې دلته يو تت څراغ لګيده چې دهغه تررڼا لاندې هم چا څه نه ليدل ، هسې په نامه څراغ ښكاريده خو تياره پرې ميړنۍ وه ، په دې چې ددغې تتې رڼا په ترڅ كې يوازې دبې شرمۍ  سترګو خپله لاره ليداى شوه اوبس ، په دغه شپه هم يوځل بيا هغه دبې شرمۍ  كيسه دلته بیا تكرارشوه ، هغه چې پر لسګونو نورو باندې دلته تيره شوې وه  ، دلته په دغه شپه ديوې حيا پر لمنه باندې يوې بې حيايۍ خپل تور داغ ولګاوه  اوپه هغه شپه یې ديوې هيلې د ژوند تنکۍ بيړۍ په يوه تنكۍ شيبه كې دتوپانو يوه داسې سمندر ته ورلاهو كړه چې نوریې دامن اوخوندي كيدو لپاره هيڅ هم نه شواى كيداى ، دننه فاطو ديوه دانه او دردانه زوى پر ژوند باندې هم هغه لمبه پورې شوه ، هغه چې ننه فاطو په خپل ګرد ژوند كې هم له هغه  ډاريده او هم شرميده .
پاتې په بله برخه کې