د زرمت د ځوانانو ټولنې اعلاميه



۱۳۹۵ل کال ، د سنبلې ۱۱ مه

د زرمت د ځوانانو ټولنې غونډه کې د زرمت ځوانانو، محصلينو، استادانو، روڼ اندو، د قلم خاوندانو او مشرانو پر هر هغوستونزو خبرې وکړې چې زرمت ولسوالۍ له تېرو پنځلسوکلونو راهيسې ورسره لاس او ګریوان دی.
د ستونزو پر حل لارو بحثونه وشول او په پای کې نوموړې شورا له مرکزي دولت څخه دا غوښتنې وکړې. 

۱- د زرمت ولسوالۍ ټول سرکونه خام دي:

تر اوسه پورې ورته هیڅ پام نه دی شوی، له مرکز سره د نوموړې ولسوالۍ اړيکه پرې ده او خلک يې له سختو ستونزو سره مخ دي هر څومره ژر چې کیدای شي، دولت بايد د دې ولسوالۍ سرکونو جوړولو ته پام وکړي. 

۲ : د زرمت د معارف حالت ځورونکی دی:

ښوونځي يې معياري ودانۍ نه لري درسي سيستم يې هم په ټپه ولاړ دی او پر وخت رسیدل ورته ډېر ستونزمن دي.

۳- جګړې او په جګړه کې د ښکېلو غاړو لخوا درنو تلفاتو عام ولس ترپوزې رسولي دي ملکي تلفات، فزيکي او اروايي ناروغۍ زياتې شوې دي،د مور او ماشوم مړينې،توبرکلوز، سرطاني، انتاني، ساري او نورو ناروغيو د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی که د زرمت امنيت او روغتيايي خدمتونه ښه نشي، د يوه لوی انساني ناورين د رامنځته کیدو وېره ده. 

۴- د ناوړه درسي کيفيت له امله زرمتي محصلين لوړو پوهنځيو، پوهنتونونو او د بهرنيو هیوادونو پوهنتونونو ته لاره نشي موندلی په پوهنتونونو کې زرمتي استادان د لوړو زدکړو (ماسټرۍ او دکتورا)بورسونو ته لاسرسی نه لري نور فارغ کادرونه يې له مناسبو دندو بې برخې دي له دولت څخه په دې برخه کې د ځانګړي پام غوښتونکي يو.

۵ - زرمت د پکتيا د ټولو ولسواليو په پرتله تر ټولو پراخه او هواره ولسوالي ده، چې ښايسته حاصلخیزه ځمکه لري د زرمت په غرونو کې په ګويانه، درنګ کني اومکاوه نومي ځايونو کې د اوبو ښه بندونه جوړېدای شی او په زرګونو هکټاره ځمکه خړوبولای شي. دولت بايد د دغو بندونو د جوړولو او له بزګرانو سره د مرستو له لارې د زرمت د ډاګونو په زرغونولو او د بیلابیلو کښتونو د پياوړتيا په برخه کې لازم ګامونه واخلي.