د عرفات د ورځې روژه!

 
د عرفات د ورځې روژه نيول د هغه چا د پاره چې د عرفات په ميدان کې حاضر نه وي مستحب دی او دا روژه زيات فضليت لري، جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايې: 
(صِيامُ يُومِ عَرَفة، أحْتَسِبُ على اللهِ أنْ يُكَفِّر السنَة التِي قَبْلَه، والسّـنَة التِي بَعْده) مسلم. 
ژباړه : د عرفات د ورځي د روژې نيولو په ثواب کې مې په الله دا اميد دي، چې د راتلونکي کال ، او تير شوي کال ګناهونه پري معاف کړي.
د عرفې د ورځې د دعا په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې: 
خير الدعاء دعاء يوم عرفة، وخير ما قلت أنا والنبيون من قبلي: 
(لا إله إلاَّ الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير). [الترمذي، وحسنه الألباني في صحيح الترمذي 3/184].
يعنې : غوره دعا د عرفې د ورځې دعا ده او غوره شی چې ما او زما نه مخکې پيغمبرانو ويلې: 
((لا إله إلاَّ الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير) .
نو مستحب ده د عرفات په ورځ دا دعا وويل شي .
لیکنه: رحمت الله مومن