سنت طريقه ده، چې بعد له ماسپښين لمانځه نه، خليفه يا نائب د خليفه د مسلمانانو حُجاجو ته كيفيت د مناسكو د حج بيان كړى، چې هغه منٰى ته تلل، عرفات، مزدلفة، ته تلل دي، وروسته له ځان پوهولو نه بعد بايد حُجاج لوازم د منٰى او عرفا او مزدلفې تياری ته ځان اماده كړي، مثلاً وګورى چې احرام پاک اوسوتره وي همدارنګه كمر بند، وړوكې بكس، د غاړې چترې، كه هوا گرمه وي د ضرورت لپاره دوائي او داسې نور ضروريات بايد ځان سره برابر كړي.
د اتمې ورځې اعمال!
لكه څرنګه چې مخكې مې وويل، چې كومو كسانو چې د حج مفرد او يا حج قران احرام تړلى وي، بعد له طواف او سعې نه دې خپل احرام نه خلاصوي، همدغه احرام كې دې منٰى ته لاړشي، او حاجې تمتع دى وروسته له اداٴ كولو د عمرې نه ځان حلال كړي او ساكن د مكې مكرمې ګرځيدل غواړي چې حج وكړي، له همدغه ځاى نه يعنى له خپل د اوسيدو له ځايه دې د حج احرام وتړي او په اتم د ذالحجې دې منٰى ته لاړ شي .
لیکنه: رحمت الله مومن
وروستي