اختر مو مبارك شه خو...



د لوى اختر د رارسېدو له امله د زړه له كومې ټول مسلمان ملت او ټولو هېوادوالو ته مباركي وايم، خو زه پوهېږم چې اوس زموږ په هېواد كې اختر تش په نوم لمانځل كېږي په اختر كې هغه خوشالۍ نه وي كومې چې د خوشالۍ له ورځې سره وړ وي، نن ورځ زموږ د ملت ويني د اخترونو په ورځو كې هم تويېږي، په يو او بل نوم زموږ هېوادوال د مرګ كومي ته روان دي. دلته هره ورځ د يوې مور د وير سلګۍ اورېدل كېږي. خو بيا هم موږ بايد ناهيلي نه شو، لاس په كار شو، د خپل ملت او خپلو وروڼو لپاره كار وكړو، څو وكولاى شو چې خپل ملت ته د لوى څښتن په مرسته نجات وركړو. څو زموږ هېوادوال وكولاى شي چې خپل اخترونه په خوښيو او خوشاليو سره تېر كړي.
د يوې خوشاله، هوسا، آرامې او خوښيو ډكې راتلونكې په هيله.
حبيب وقار