پند لرونکي ويناوې

 
ژباړه: نجیب الله خان

۱-که پیسه داره یاست، نو خلک مو پيسو ته عزت کوي، نه تاسو ته.
۲-د کوم چا سره چې تر ټولو زیاته مینه لرئ، هماغه شخص درته تر ټولو ډیر درد رسوي.
۳- غریب خلک هيڅ دوستان نلري.
۴- مهربانه واوسئ.
مهرباني درنه ښایسته شخص جوړوي.
اړینه نده، چې تاسو څنګه ښکارئ.
۵- تر ټولو خطرناکه دروغجن هغه دي، چې تاسو فکر کوئ، چې هغه درته ریښتیا وایي.
۶- ځينې خلک هیڅ بدلېږي نه.
مجبور یاست، چې په هماغه حالت کې یې قبول کړئ.
۷- کله چې مرغۍ د ونې په څانګه کيني، هغه هيڅکله هم د شاخ د ماتیدو په ویره کې نه وي،ځکه چې هغه په خپلو وزرو باور لري؛ نه پر شاخ.
همیشه په خپل ځان باور ولرئ.
۸-په بايللو کې شرم نشته، بلکې ریښتنی شرم د زحمت په نه ایستلو کې دی.
۹- کله چې ماشوم پورته غورځوئ، نو هغه خاندي، ځکه چې هغه په دې باور لري، چې لاندې نه غورځېږم.
یو څوک مې خامخا نیسي.
دې ته باور وایي.
۱۰- منفي فکرونه د مرغانو په شان دي، ځان ته له نږدې الوتلو څخه موږ هغه نشو منعه کولی.
خو موږکولی شو، چې په خپل ذهن کې یې له ځالې جوړولو څخه منعه کړو.