
ژباړن: نجیب الله خان
۱-په ژوند کې پنځه شیان بېرته نه راګرځي:
- ډبره وروسته د شړلو.
-خبره وروسته د ویلو.
-موقعه (چانس) وروسته د لاسه ورکولو.
-وخت وروسته د تېریدلو.
-باور وروسته د بايللو.
۲- باور کول تر ټولو خطرناکه لوبه ده.
۳- خوندوره شیبه هغه وي، چې یو څوک درته دروغ وایي، لیکن تاسو په ريښتيا پوهېږئ هم؛خو بیا مو هم ورته غوږ نیولی وي.
۴- هرکله چې غوصه وئ، هيڅکله ځواب مه ورکوئ.
هر کله چې خوشاله وئ، وعده مه کوئ.
هر کله چې خفه وئ، تصميم مه نیسئ.
۵- په ژوند کې هيچاته هم زیان مه رسوئ، تاسو به نن تر ټولو ډیر زړور وئ، خو دا په یاد ولرئ؛ چې وخت له تاسو هم ډیر زړور دی.
له یوې ونې میلیونه اورلګیت جوړیږي، خو کله چې وخت راشي، یو اورلګیت ټول ځنګل سوځوي.
ښه اوسه، او تل ښه کوه.
۶- هر چاته غوږ ونيسئ،او له هر چا یو څه زده کړئ.
ځکه چې هېڅوك هم په هر څه نه پوهېږي، لیکن هر څوک په یو څه پوهېږي.
۷- کله چې ژوند درته د ژړلو او فریاد کولو لپاره سل دليلونه وړاندې کړي؛ ژوند ته یې وښایاست، چې د خندلو لپاره زر دليلونه لرئ.
۸- مرغۍ کله ژوندۍ وي، ميږي خوري.
خوکله چې مړه شي، نو میږي مرغۍ خوري.
وخت او شرایط کولای شي، چې هر وخت بدلون ومومي.
۹- د خلکو سره مرسته وکړه، اګر چې پوهېږئ هم، چې هغه درسره مرسته نه کوي.
۱۰- بريالي خلک همېشه په شونډو دوه شیان لري:
-موسکا
- خاموشي