
ژباړن: نجیب الله خان
ام د خوندورو میوو څخه شمېرل کېږي، چې ښه خوند او رنګ لري.
هغه کسان چې غاښونه یې لویدلي وي یا بوډا ګان وي، نو هغوی له ام پرته بله خوندوره میوه د ځان لپاره نشي پیدا کولی ځکه چې ژوول یا میده کول یې د نورو میوه جاتو په پرتله اسان دي.
ام بې شمیره ګټې لري.
ام د ویټامین اې، سي او اي غني منبع ده، په خپل ترکیب کې داسې انتي اکسیډانټ لري چې د سرطان سره مقابله کوي.
ام په لویه کولمه کې د سرطان جوړيدو څخه مخنيوى کوي او همدارنګه د تیو او پروستات سرطان په مخنيوي کې هم ښه رول لري.
ام د بدن دفاعي سيسټم قوي کوي او کولیسترول کموي.که د خوراک په هضمولو کې ستونزه لرئ نو په هضم کې هم درسره مرسته کوي.
ام په پوستکي باندې ګرمکې یا زخې هم لمنځه وړي.
ام ددې بې شمېره ګټو تر څنګ حافظه هم قوي کوي.
هغه کسان چې د سترګو دید یې کمزوری وي نو د سترګو دید هم پياوړى کوي.