د تاريخ په اوږدو كى په نړۍ كى په هرمذهب اوهر دين كى په ځاڼګړى توګه عيدونه و, او شته دي , خو په اسلام كى دواړه عيدونه د الله تعالى په عبادت او اطاعت پوري تړلي دي او يوه لويه معنى پكى نغښتي ده , كه د فطر عيد وڅيړو نو ګورو چى د روژى د مياشتى له عبادت څخه وروسته چى د قدرمباركه شپه هم پكى نغښتي ده راځى داسي ښكاري چى د يوى مياشتى له عبادت څخه وروسته د الله تعالى د اطاعت او كرم خوشحالي څرګندوو , هغه چا لره پكار هم ده چى د خوشحالۍ څرګندونه وكړي چى يوه مياشت يى د ايمان او احتساب سره روژه نيولي وي , او د الله تعالى د رحمت او مغفرت غوښتنه وكړي
خو دالاضحى عيد وروسته له هغه راځي چى د الله بنده ګان د الله كورمكى مكرمى ته ولاړ شي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مكى مكرمى ته مسلمانان ځي , د دوي هغه خوږه او ګرانه ترانه له هر ګوټ او لوري څخه آرويدل كيږي (لبيك اللهم لبيك، لبيك لا شريك لك لبيك، إن الحمد والنعمة لك والملك لا شريك لك،) او سپين څادرونه ( احرام ) يى اغوستى وي چى ليدونكى په دوي كى شاهزاده او غريب نشي پيژندلي , بيا خپل مناسك په ځاي كوي او د عرفات په سپيڅلى غونډي باندي راټوليږي او دعرفات په ميدان كى دريږي, پداسي حال كى چى ټول د الله تعالى څخه مغفرت او عفوه غواړي او الله تعالى دوي ته د مغفرت او بښني وعده وركوي او د ځمكى او اسمانونو خالق دوي ته غږ كوي ( راشي زما بنده گانو مغفرت دي وي تاسو ته يقيناً ستاسو بدۍ په ښيګنو بدلي شوي ) . نو د دي زيرى او لوي كرم او بښني په پايله كى مسلمانانو ته د خوشحالۍ څرګندونه پكار نده ؟ , عيد الاضحى د مسلمانانو تر منځ د ژورو روابطو د تړاو اساسي لامل دي , اوعيد الاضحى هغه شعوري ګډون او مشاركت دي چى د عرفات له ډګر څخه ټولى اسلامي نړۍ ته د لوديځ څخه تر ختيځ پوري غزيږي .
عيد الاضحى همداراز د هغه موسم اوګولالى بازار څخه چى د الله تعالى سره د ګټى او تجارت د خوشحالۍ څرګندونه ده يادونه ده , دا عيد د ذالحجه له هغه لسو د بركت څخه ډكو ورځو څخه وروسته راځي چى ټول پكى اطاعت او عبادت زياتوي , هغه ورځى اوشپي چى الله تعالى په خپله داسي ستايلى دي ((والفجر وليال عشر والشفع والوتر والليل إذا يسر هل في ذلك قسم لذي حجر)او رسول الله صلى الله عليه وسلم داسي ستايلى دي (ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله تعالى من هذه الأيام..) د الله تعالى په وړاندي پدي ورځو كى صالح عمل له نورو ورځو څخه غوره دي .
عيد په اسلام كى يوازي هغه خوشحالي نده چى اساس ونلري , بلكه دا هغه ژور ارزښت دي چى په الله تعالى پوري چى د خلقت څيښتن دي تړلي دي , اودهغه دين په څيښتن پوري تړلي دي چى د بشريت لپاره يى سوكالي راوړي .
ورونو : عيد يو دير ښه فرصت دي تر څو هغه ټولنيز اړيكى چى انسان په خپل چاپيريال كى له لاسه وركړي دي بيرته جوړ كړي , په عيد كى زړونه پاكيږي , غوڅى شوي اړيكى بيرته ټينګيدي شي , دښمني او عداوت له منځه ځي , د دښمني او لريوالي ځاي مينه محبت اونيږدوالي نيسي ,
او عيد د صلة الرحم لپاره يو ښه فرصت دي چى الله تعالى يى د مكانت او منزلت په هكله داسي ويلي دي ( واتقوا الله الذي تساءلون به والأرحام إن الله كان عليكم رقيباً) وويريږي له هغه الله څخه چى ته ورڅخه هر څه غواړي او ارحام يقيناً الله تعالى تاسو ګوري , او دا هغه مناسبه فرصت دي تر څو د هغو يتيمانو سرونه ښكلي كړي چى ميني او محبت ته تږي دي , پدي ورځ كى د هغه پاك زړونو خاوندانو انسانانو لاسونه د دوي سرونو ته د ښكل كول لپاره خامخا وږديږي .
په عيد كى مسلمانان خپل بيوزله ورونه په خپله خوشحالۍ كى ګډوي تر څو د لږ وخت لپاره دوي له غمجن حالت څخه لري وساتي او د ژوندانه كړاو ورڅخه هير كړي .
ورونو : عيد د رحمت , خوشحالي , سوكالي او سرور موسم دي , او هغه خلكو ته د خوشحالۍ ورګرځول دي چى خوشحالي له دوي څخه ديوى اوږدى مودى څخه بيله شوي وي اوګواكى بيرته دوي ته دورګرځيدو اراده ونلري , همدارنګه سرور هم دوي ته شا اړولي وي خو د عيد په راتلو دوي ته خوشحالي او سرور د عقيدى او ايمان د ورورولي په چاپيريال كى بيرته ورګرځي .
د عيد په راتګ سره انسان ته د ژوندانه له كړاو څخه چى د ژوند په اوږدو كى ورسره لاس اوګريوان وي او ورسره ستومانه وي د استراحت او دمه فرصت پيدا كيږي , په عيد كى هغه كشمكش چى د دنيوي او مادي لاسته راوړنو لپاره روان وي په كرار شي .
سره لدي چى عيد د خپلوانو او دوستانو تر منځ د راشه درشى فرصت وي خو په عين وخت كى د هغو خلكو سره د ناستي پاستي فرصت هم برابروي چى سړي ورسره كوم نسبي او د خپلوي تړاو نلري , دا دنفسونود پاكي ورځي دي او د خوښي او ميني او محبت او ورورولي ورځي دي .
عيد د اسلامي وحدت او يووالي ورځ ده , عيد هغه اسلامي جشن دي چى ټول اسلامي نړۍ پدي ورځ د يوالي احساس كوي سره لدي چى په مختلفو ژبو خبري كوي او په بيلو هيوادونو كى اوسي , دا عيد هرهغه ځاي ته د خوښي او سوكالي پيغام وړي په كوم ځاي كى چى د الله تعالى نوم ياديږي , هوكى دا د مغفرت او اطاعت لپاره ګډ فرصت دي , نو زيان او خساره ده هغه چا لره چى دا فرصت په ګناهونو فاسدوي , او صفا اوښكلا يى د الله تعالى څخه په سركشي باندي بدرنګه كوي , نو پدي عيد كى د حيواني اوشهواني غرايزو په اساس جشنونه مه جوړوي , او د هغو نيكيوساتنه وكړي چى له عيد څخه وړاندي مو په لاس راوړي دي , له حماقت څخه لري نده چى څوك د خپل نفس د غوښتنو تر اثر لاندي شي او دا ګمان وكړي چى ګواكى عيد ده لره د فسق او ګڼاه ډګر دي , الله تعالى مو دي شيطان له شر څخه وژغوري او د ده تعالى په اطاعت او عبادت باندى دي صبر او استقامت را په برخه كړي .
د ټولوعيد دي مبارك وي
له عربي ويب پاڼو څخه ترتيب شوي مطلب عبدالرحمن فرقاني
وروستي