حج په عمر کې يو ځل فرض دی، د دې رکن منکر کافر دی او د فرض کيدو د شرايطو برابر کيدو باوجود نه اداکول واله فاسق او ګنهګار دی، لکن حج په هر مسلمان فرض نه وي بلکه پر هغه چا فرض دی چې توان يې ولري .
قوله تعالی:
وَ للهِ عَلَي النَّاِس حِجُّ البَيتِ مَنِ استَطَاعَ إلَيهِ سَبِيلاً (آل عمران 97)
ژباړه : او حج د دغه الهی خونې پر هغو خلکو فرض دی، چې ( مالي او بدني ) توانايې ولري .
د مالي او بدني توانايې شرح په لاندې ډول ده:
۱- په نابالغ او ليوني باندې حج فرض نه دی اګر که مالي توان هم ولري .
۲- تندرست کيدل: يعنې چه بدن يې داسې ناروغ وي، چې د سفر کولو توان نه لري .
۳- د لارې خرچ ولري او همدارنګه د خپل اهل عيال د کومو چې نفقه د ده په ذمه وي، د بيرته راتګ تر وخت پورې د هغوی د پاره خرچ ولري .
۴- پوروړی او قرضدار نه وي، که د قرض د ادا وروسته دومره مالي توان ولري چې د کور د اهل او لارې خرچ ورباندې کيږي نو حج ورباندې فرض دی .
۵- د لارې امنيت .
۶- د چا ضامن نه وي: که ده د چا ضمانت کړی وي، نو بيا د ضمانت په دور کې حج کول صحي نه دي .
۷- د حج وخت: د حج په مقرر موده کې حج ادا کول د هغې مقررې مودې نه وړاندې يا وروسته حج کول نه ادا کيږي .
۸- د ظالم حکومت لخوا څه منع نه وي او يا په جيل او زندان کې نه وي (آزاد ) وي .
د ښځو حکم: د ښځو د پاره ددې شرطونو سره دوه شرطونه نور هم دي.
اول: هغه به يوازې نه ځې بلکې خاوند او محرم به ور سره وي .
دوهم: دوهم شرط دا دی: چې هغه به په عدت کې نه وي ، عدت که د خاوند د مرګ وي او که د طلاقو وي .
پای
رحمت الله مومن
وروستي