
اغلې مريم امرخېل يوه ډيره زيارکښه، غيرتي او تکړه پيغله ده، چې په دې وروستيو کې د سولې جايزې ته کانديده ده.
نوموړې له څو کلونو راهيسې پيژنم او دا مې په ياد دي، چې خپل واړه وروڼه او خويندې يې د ميدان وردګ ولايت نه کابل ته راوستي وو، چې بې تعليمه پاتې نشي. په داسې حال کې، چې نوره کورنۍ يې په کلي کې پاتې شوې وه، دې په يوازې ځان په يو وخت کې ډيرې چارې تر سره کولې؛ پوهنتون کې يې زده کړه کوله، ځينې رسنيو او دفترونو کې يې دنده درلوده او د دې ترڅنګ يې بيا په کور کې د ميرمنو لپاره کالي هم ګڼدل. په کور کې روزانه چارې خو به يې فرضيات وبولو.
په تنکي عمر کې دومره ستونزې او لويې مسؤليتونه ورپه غاړه وو، طبيعي ده، چې بې اغيزه نه وي. ډيره موده به يې له اندېښنې نه د شپې خوب نه درلود. ټوله شپه کې به يې ايله ۲ يا ۳ ساعته خوب کولو. وزن يې بايللی و، په ټوکو کې مې ورته ويل، چې درانه کتابونه درسره ګرځوه، ځکه تند بادونه هم ډير شوي دي. په خندا يې ويل سمه ده.
يوه ورځ يې راته وويل، چې ستونزې مې دومره ډيرې شوې، چې خپلو ملګرو ته يې یادونه وکړم رانه تښتي وايي، بس ده نور يې د اوريدلو توان نه لرو. ما هڅه وکړه، آرامه يې کړم، د بوټيو نه جوړه شوې يو ډول درمل مې درلودل، چې د خوب د تنظیم لپاره وو، ورکړل. په بدل کې يې ډيرې دعاګانې راته وکړې، ځکه ښه اغيز يې کړی و.
خو بالاخره په دې وتوانيده، چې له پوهنتون نه د فراغت سند تر لاسه کړي او نن دا ده، يوې معتبرې جايزې ته کانديده ده، چې حقداره يې ده.
هيله ده، ټول دوستان يې ملاتړ وکړي او موږ ورته د برياليتوب هيله کوو!!!
آغلې Maryam Amarkhila ته د رايې ورکولو لارښود:
آغلې مريم امرخيله د ملګرو ملتونو د سولې جايزې ته نومانده شوې ده، چې اوس مهال زموږ ټولو رايو ته اړتيا لري تر څو وکولی شي نوموړې جايزه تر لاسه کړي.
د رايې ورکولو پاڼې ته د تلو لپاره په لاندې لينک کليک وکړئ او د رايې ورکولو د لارښود لپاره همدا ويډيو وګورئ او له نورو ملګرو سره يې هم شريکه کړئ.
http://n-peace.net/