
ژباړه: نجیب الله خان
۱-د امریکا متحده ايالاتو پخواني ولسمشر جورج بوش د مايکروسافټ کمپنۍ د مالک بیل ګیټس څخه وپوښتل:
د امریکا متحده ايالاتو زیاتره کسان بې دندې دي؛ تاسو ولې په مايکروسافټ کمپنۍ کې بهرني انجنيران په کار ګمارئ؟
بیل ګیټس موسکی شو او ویې ویل: که بهرني انجنیران په خاصه توګه هندي انجنيران په دندو ونه ګمارم، نو په هندوستان کې به یو بل د مايکروسافټ ایجادونکی پيدا شي.
۲–تاسو به هيڅکله تر ټولو ښه سبا ونلرئ،
که تر اوسه هم د پرون په باره کې فکر کوئ.
۳–ناکامي يوازې دا کامیابۍ لپاره تمرين دی.
۴ –کله چې پيسې په لاس کې ولرئ، یوازې تاسو یې هیروئ، چې تاسو څوک یاست؛ خو کله چې پیسې په لاس کې ونلرئ، نو ټوله دنیا دا هیروي، چې تاسو څوک یاست.
۵– که غریب وزېږېدلې، نو دا ستا تيروتنه نده.
که غریب مړ شې، نو دا ستا تيروتنه ده.