د خوشال بابا فکري بهير د ۱۵۰ مې ځانګړې غونډې خبرتيا:

 
درنو دوستانو السلام عليکم! 
د خوشال بابا فکري بهير ۱۵۰ مه غونډه له مشهور ټولنيز او رسنيز شخصيت مطيع الله سره ځانګړې شوې ده.
دې غونډې ته د کرکټ ملي لوبډلې يو شمېر اتلان هم راځي. د غونډې ځای دا ځل د غورځنګ د دفتر پر ځای له بنايي سره څېرمه د مخابراتي ټکنالوژۍ د انسټيټوټ تالار دی.
 غونډه د معمول په څېر ماسپښين دوه نيمې بجې پيلېږي او د غونډې په پای کې عصريه هم په پام کې نيول شوې ده.