هغه ورځې چې د رسول الله ﷺ مبارک د ژوند وروستۍ شپې او ورځې وې او وروستي وصیتونه یې کړي دي.
له حجة الوداع څخه وروسته دا ایات شریف را نازل شو:
الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دينَكُمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتي وَ رَضيتُ لَكُمُ الْإِسْلامَ ديناً.
ژ/ نن ورځ مې پوره کړ ستاسې لپاره دین ستاسې، او پوره کړه ما پر تاسې لورینه خپله او خوښ کړ ما ستاسې لپاره دین ستاسې اسلام.
ابوبکر صدیق رضی الله عنه چې دا #ایت مبارک واورېد؛ نو بې درېغه یي وژړل. چا پوښتنه وکړه چې ابوبکره! څه خبره ده چي د دې ایت په اورېدلو دې وژړل؛ دا خو هم لکه نور رانازل شوي ایتونه، یو ایات ده؟!
ویې ویل: د دې مطلب داده، چې رسول الله نور له موږ سره نه پاتې کېږي.
رسول الله ﷺ چې کله بېرته راغی مدینې ته، نهه ورځې وروسته د قرأن کریم وروستی ایات را نازل شو:
( واتقوا یوما ترجعون فیه الی الله ثم توفي کل نفس ما کسبت وهم لایظلمون)
ژ/ ووېرېږئ له هغې ورځې چې راګرځئ به.
پر رسول الله ﷺ د #ناروغۍ نښې راڅرګندې شوې ویي فرمایل: غواړم د احد شهیدانو زیارت ته ولاړشم.
د شهیدانو زیارت ته ورغی او دا دعا یې وویله:( السلام علیکم یاشهداء احد انتم السابقون وانا ان شاء الله بکم للاحقون، واني ان شاء الله بکم للاحق).
له زیارته د راګرځېدو پر مهال رسول الله ﷺ وژړل، اصحابو پوښتنه وکړه چې یا رسول الله څه خبره دې ژړوي؟
وې فرمایل: خپل وروڼه مې ویادېدل.
اصحابو ورته وویل: ولې موږ دې وروڼه نه یو؟
-: نه؛ تاسې خو مې اصحاب یاست؛ خو وروڼه مې هغه خلک دي، چې تر ما وروسته به راځي. زه به یې نه یم لیدلی؛ خو پر ما به یې ایمان راوړی وي...(یا الله ته موږ له هماغو کسانو څخه شمار کړې..).
تر وفات درې ورځې مخکې چې کله د حضرت میمونې رضي الله عنها کره تشریف فرما وو، د رسول الله ﷺ ناروغي زیاته شوه، امر یې وکړ ترڅو ټولي بیبیاني ورته راټولې کړي.
کله چې ټولې بیبیاني مبارکانې راغلې؛ نو نبي علیه سلام وفرمایل: تاسې اجازه راکوئ چي زه د عائشې رضی الله عنها په کور کې ارام وکړم (د ځنکدن ناروغي تېره کړم)؟
ټولو وویل: بېخي مو اجازه ده، دالله رسوله!
نو رسول الله ﷺ وغوښتل چي پاڅېږي؛ خو ونه توانیدی، په دې کې علي بن ابی طالب او فضل بن عباس رضی الله عنهما تکیه ورکړه او د عائشې رضی الله عنها حجرې ته یې بوت.
اصحابو د لومړي ځل لپاره خوږ رسول الله ﷺ په داسې حال کې لیدی.
ټولو اصحابو په وارخطایي دا پوښتنه یو بل ته تکراروله: په رسول الله ﷺ څه شوي دي؟
په رسول الله ﷺ څه شوي دي؟
خلګ ټول مسجد نبوي ته راټول شول، په #مسجد کې د پښې اېښودلو ځای ودرېد.
ټول په مسجد نبوي کې راغونډ شول او ډېره زیاته ګڼه ګوڼه جوړه شوه.
پر رسول الله ﷺ ډېرې زیاتې خولې راماتي شوې، عائشة رضی الله عنها وایي: ما په ژوند کې د چا دومره خولې نه وې لیدلې، دا وایي: ما به د رسول الله ﷺ په لاس مبارک د هغه د تندي خولې پاکولې؛ ځکه د هغه لاس زما تر لاس ښه وو او وایي، چې ما واورېدل چي رسول الله ﷺ دا کلمات ویل:
(لا اله الا الله، ان للموت لسکرات- نشته لایق د عبادت؛ مګر الله دي، په رښتیا چې مرګ دردناکه غوټې ده)
عائشه رض وایي: په #جومات کې پر رسول صلی الله علیه وسلم د خپګان له کبله د خلګو نارې او اوازونه ډېر شول؛ نو رسول الله ﷺ وفرمایل، داڅه دي؟
دوی ورته ویل: دا خلک دې، په تا پسې خپه دي!
وې فرمایل: ورمې وړئ!
غوښتل یې پاڅېږي؛ خو بېرته را ړنګ شو او بېهوښه شو. بیا یې اوبه ورباندې وشیندلې او بېرته را سمبال شو. نبی علیه سلام یې جومات ته ورووړ او ممبر ته یې وخېژاوه او دا د رسول الله ﷺ وروستنۍ خطبه وه.
رسول الله ﷺ وفرمایل: اې خلکو! ایا تاسې په ما پسې خپه یاست؟
ټولو وویل: هــو د الله رسوله، بېخي زیات...
رسول الله ﷺ وفرمایل: اې خلکو!
ما له تاسې سره د دنیا وعده نه ده کړې، موږ او تاسې به پر حوض کوثر سره وینو. د الله په ذات مې دې قسم وي، لکه زه چې اوس له دغه ځایه ورته ګورم.
اې خلکو!
په الله مې دې قسم وي، زه پر تاسې له فقره او غربته نه وېرېږم؛ بلکې زه پر تاسې له دنیا او دولته وېرېږم. تر دې چې تاسې به د یو بل سره په دنیا کې سیالي کوئ، لکه هغو پخوانیو خلکو چې به د یوبل سره کولې؛ نو تاسې به هلاک کړي، لکه هغه پخواني قومونه چي یې هلاک کړي وو.
بیا یې وفرمایل: اې خلکو!
د الله په خاطر، د الله په خاطر، خپلو لمنځونو ته اهتمام او پاملرنه وکړئ!
اې خلکو! د ښځو په معامله کې له الله نه ووېرېږئ!، پر ښځو له الله نه ووېرېږئ!
زه تاسې ته له ښځو سره د ښه سلوک توصیه کوم او وروسته یي وفرمایل:
اې خلکو!
یو بنده ته الله جل جلاله د دنیا د ژوند او الله ته دتلو تر منځ اختیار ورکړ؛ خو هغه دالله لوري ته تګ خوښ کړ.
د دې خبرې پر مفهوم له ابوبکر نه پرته هیڅوک پوه نشول، په ټولو اصحابو کې یوازې ابوبکر صدیق رضی الله عنه د دغو ټکو په مفهوم پوه شو؛ نو په لوړ اواز یې وژړل او ودرېدی ویې ویل:
مور او پلار مو تر تا ځار کړل اولادونه او #ښځې مو تر تا ځار کړل او خپل مالونه مو تر تا ځار کړل.
او... خلکو ابوبکر ته حیران کتل، چې څرنګه یې دومره جرئت وکړ، چې د رسول الله ﷺ خبرې یې ور قطع کړې.
خلکو یې د کېنولو کوښښ کولو، نبي صلی الله علیه وسلم د ابوبکر په پلوي وویل:
اې خلکو!
ابوبکر پرېږدئ! په تاسې کې هیڅوک داسې نشته، چې له موږ سره یې څه ښیګڼه کړې وي او موږ دې د هغه بدله نه وي ورکړې؛ مګر د ابوبکر د نېکیو بدله زه نشم ورکولای.
د ده بدله مې پر الله سپارلې او په پای کې چې نور له ممبر نه را کوزېدلو؛ نو ټول امت ته یې داسې دعا وکړه:
(اواکم الله، حفظکم الله، نصرکم الله، ثبتکم الله، أیدکم الله) او اخېري خبره چې یي وکړه او ټول امت ته راجع وه، هغه دا وه:
- اې خلکو!
زما سلام زما هر امتي ته چې د #قیامت تر ورځې پوري راځي او زما متابعت کوي ورسوئ.
له دې خبرې سره له ممبره راکوز شو او اصحابو بېرته کورته راوړ.
عبدالرحمن بن ابی بکر چې راننوت او په لاس کې یې مسواک وو، رسول الله ﷺ د هغه په لاس کې مسواک ته ډېر کتل؛ خو د ناروغۍ د شدت له کبله یې نشو ورته ویلای، چي رایې کړه.
سیدتنا عائشه رضی الله عنها ورباندي وپوهېده، له عبدالرحمن نه یي مسواک واخېست او د نبي علیه سلام په خوله کې یې کېښود؛ خو مسواک یي ونشو وهلای.
عائشې رض مسواک بېرته را واخېست او په خپله خوله کې یې لوند کړ او بیا یي رسول الله ﷺ ته ورکړ دا ځل مسواک پوست وو.
عائشه رضی الله عنها وایي، چې اخېري څېز چې د رسول الله ﷺ خولې ته داخل شوې، هغه زما لاړې وې.
داد الله لوی فضل وو، چي تر مرګ وړاندې یې زما او د هغه ﷺ لاړې سره ګډې کړې.
عائشه رضی الله عنها وایي چې:
-: شیبه وروسته فاطمة الزهرا رضی الله عنها راننوته، چې څنګه راننوته؛ نو ویي ژړل.
ځکه رسول الله ﷺ ورته نشو پاڅېدلای او دا د دې عادت شوی وو، چي کله به راغله؛ نو رسول الله ﷺ به پر ټنډه ښکلوله.
رسول الله ﷺ وفرمایل: فاطمې ماته رانژدې شه!
هغه ورغله رسول الله ﷺ په غوږ کې څه ورته وویل؛ نو فاطمې ډېر وژړل، چې کله یې وژړل؛ نو رسول الله ﷺ بیا ورته وویل:
-: غوږ دې رانږدې کړه!
دا ځل حضرت فاطمې رضی الله عنها وخندل، ما چې د رسول الله ﷺ له وفات وروسته پوښتنه ترې وکړه ویل یې:
-: لومړی ځل یي راته وویل، فاطمې زه نن شپه مړ کېږم؛ نو ماته ژړا راغله او ومې ژړل.
دوهم ځل یې راته وویل، چې فاطمې ژاړه مه، ته به زما په اهل کې لومړی کس یې چي له ما سره به یوځای کېږې؛ نو ما وخندل.
بیا رسول الله ﷺ وفرمایل: تاسې لږ له کوره ووزئ!
اوعائشې رضی الله عنها ته یې وویل، چي خواته مي راشه!
او نبي علیه سلام د ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها پر سینه سر ولګاوو او لاسونه یې د اسمان لورته پورته کړل او دا یې ویل:
بل الرفیق الاعلی، بل الرفیق الاعلي
عائشه رضی الله عنها وایي، چې زه پوهه شوم، چي ځنکدن یي ده. په دې وخت کې جبرائیل امین تشریف راوړ او ویې ویل:
-: اې د الله رسوله!
ملک الموت بهر ولاړه ده او ستا اجازه غواړي او ملک الموت له تا پرته له هیچا څخه اجازه نه ده غوښتې؟
نبی علیه سلام ورته وویل: اجازه ده، رادې شي. ملک الموت چې راننوت، پر رسول الله ﷺ یې سلام واچاوه او ویې ویل: زه الله جل جلاله رالېږلی یم، چې تاته په دې دوو چارو کې اختیار درکړم.
غواړې په دنیا کې پاتې شې او که غواړې له خپل رب سره وصل شي؟
رسول الله ﷺ وفرمایل: زه مې له خپل رب سره یو ځای کېدل خوښوم!
ملک الموت د نبي علیه سلام سر ته ودرېد.
او ویې ویل: اې د محمد بن عبدالله پاک او سپېڅلې روحه!
راووزه دالله طرف ته!
او رب له تانه راضي ده.
عائشه رضی الله عنها وایې، چې کله د رسول الله ﷺ لاس را ولوېد او سر یې دروند شو؛ نو زه پوهه شوم، چې وفات شو.
نه پوهېږم څه وکړم. وارخطا د مسجد پر هغه دروازه ور ووتم، کومه چې زما د حجرې لخوا د نارینه و خواته ور وتلې وه او نارې مې کړې:
- رسول الله ﷺ وفات شو، رسول الله ﷺ وفات شو!!!
دا وايي، زما د چیغو په اورېدلو سره، په جومات کې واویلا ګډه شوه.
علي بن ابي طالب رضي الله عنه کېناستی، د ولاړېدلو شیمه یې له لاسه ورکړهاو عثمان رضي الله عنه لکه ماشوم، په یوه لاس یې دا بل واهه.
عمر رضي الله عنه بیا توره را اېستلې ده او وایي، که هر چا وویل، چې رسول الله ﷺ وفات شوی دی؛ نو سر به ترې غوڅ کړم.
هغه د خپل رب ملاقات ته تللی دی. لکه موسی علیه سلام چي تللی وو او بېرته به راستون شي.
خو په ټولو کې چې تکړه وو، هغه ابوبکر صدیق رضي الله عنه وو. راغی نبي علیه سلام یې په غېږ کې ټینګ کړ او ویې ویل:
اې د خدای خلیله! اې د خدای دوسته! اې د دخدای رسوله!
رسول الله ﷺ یې ښکل کړ او ویې ویل:
-: اې د الله پیغمره!
په ژوند او مرګ دواړو کې ته مبارک او بختور یې.
وروسته جومات ته ورننووت او ویل یې:
-: چا چې د محمد عبادت کاوو، هغه نن مړ شو او چا چي دالله جل جلاله عبادت کاوو ؛ نو بېشکه الله نه مري او تل ژوندی دی.
د دې خطبې په اورېدلو د عمر رضي الله عنه له لاسه توره ولوېده.
عمر رضي الله عنه وایې، چې د ابوبکر دا خبرې مې واورېدې؛ نو مې یقین شو، چې رسول الله ﷺ وفات شوی دی.
وایي:
- زه بهر ته ووتم د یو داسې ځای په لټه شوم، چې له خلکو لېرې وي او زه یوازي له خپل ځان سره په اوښکو تویولو خپل زړه تش کړم.
کله چې یې رسول الله ﷺ دفن کړ فاطمه رضی الله عنها وویل: ایا تاسې به ځانونه معاف کړئ، چې د رسول الله ﷺ پر مخ مو خاوري ور واړولې؟
او له قبر سره ودرېدله، تر ډېره یې فریاد کاوه.
پای
وروستي