پيښور خو پيښور دی

د رنګينو او ښکلاګانو ښار چې تر پرونه به يې نوم دهر شاعر په ژبه سندره وه . نن يې اوسيدونکي له ويرې له کورونو نه شي راوتلی .  دسهار  د راختو سره سم د دغه ښار دخلکو غوږونه څک وي چې اوس به د يوې نوې چاودنې غږ اوري او يا خو به يې د امبولانسونو غږونه له خوبه راپاڅوي ، څه دپاسه يوه مياشت کيږي چې د پاکستان حکومت په وزيرستان کې د طالب جنګياليو پر وړاندې عمليات پيل کړي ، که څه هم پېښور له دې د مخه  هم د تير په څير خوندي نه و خو د دغه عملياتو له پيليدو وروسته نږدې هر ورځ په دغه ښار کې بريدونه کيږي او په سلګونو کورنۍ يې د وير پر ټغر را ټوليږي دا چې په دغه بريدونو کې د چا لاس دی؟  څوک دی چې دلراوبر پښتون د ورکيدو پسې يې راخستې؟  
طالبان او القاعده ؟
اي اس ای ؟
او که غرب ( امريکا)؟
۱-   طالبان او القاعده :
دا ټپه خو هر څوک زمه زمه کوي ،  چې په افغانستان او پاکستان کې  ترهګريز بريدونه  دالقاعدې او طالب جنګياليو له خوا تنظيميږي . خپله طالبان هم وخت ناوخت د ځينو ورته بريدنو پړه پر غاړه اخلي. په وزيرستان کې دپاکستاني پوځ عمليات هم دغه ادعا يوه څه پياوړي کوي چې ګواکې پاکستاني طالبان به د غچ اخستنې په موخه د د غه بريدونو تابيا کوي . خو حقيقت شايد بل څه وي ځکه طالبان چې  ځانته د اسلام مدافعين وايې څرنګه هغه بې ګناه وګړي چې ديوې مړۍ ډوډۍ په موخه ښار ته رواتلي وي ووژني. داسې معلوميږي چې په دغه سيمه کې له پردې هاخوا يو بله لوبه روانه ده  . چې د پښتنو پر ضد دهغه سترې دسيسې يوه برخه ورته ويلای شو.
۲ - آی اس آی
ځيني شننونکي داسې انګيري چې په دې ورځو کې  چې امريکا پر پاکستان  د مرستو په برخه کې يو لړ محدويتونه وضعه کړي دغه هېواد يو لړ ستونزو سره مخامخ دی نو ځکه خو د دغه هېواد څارګرې ادارې هڅې پېل کړي چې د دغه بريدونو په ترسره کولو سره امريکا قانع کړي چې پاکستان د ګواښ سره مخامخ دی او  په داسې يوحالت کې د دې پر ځای چې ورباندې محدويتو وضعه شي بايد دغه هېواد سره په پوځي او ملکي  برخو  کې پراخه  مرستې وشي چې له دغه ناورين څخه راووځي .
۳- غرب ( امريکا )
ځينې نور بيا د دغه بريدونو پړه پر امريکا  او په ځانګړې توګه پر بلاک واټر کمپنۍ ور اچوي او وايې چې په دغه بريدونو کې ځکه بلک واټر لاس لري چې  د  دغه بريدونو ډيری يې د موټر بم چاودنې دي او بل داچې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې  رامنځ ته کيږي .  همدارنګه دغه بريدونه پاکستان ته دامريکايې لوړ پوړو چاروکو د ليدنې پر مهال رامنځ ته کيږي چې ورته وښايې چې دغلته امنيتي وضعه ښه نه ده .
هغه تيره ورځ د پاکستان دکورنيو چارو وزير ګواښنه کړې وه که په پاکستان کې د بلک واټر کمپنۍ فعاليتونه څرګند نه شي نو استعفاء به وکړي .
خو د غه بريدونه که هر څوک کوي ښه نه کوي ځکه دبې ګناه  وګړو وژل په هيڅ قانون کې نه شي توجيه کيدلی خپله پښتانه هم بايد نور دغه ټکي ته متوجه شي چې نړۍ يې پر وړاندې توطيه جوړه کړې او يو  پر بل يې  په ډول  ډول پلمو او تورونو سره وژني  .