
کوهاټ
تېره ورځ (جمعه) د کوهاټ گمکول په دريم نمبر (نمبر ٣) کمپ کې "د مهاجر آواز" تر شعار لاندې يوه ستره، تاريخي او پرتمينه غونډه جوړه شوې وه. غونډه د جهادي قوماندان مير علم خان، حاجي صاحب حيات خان، مولوي صاحب شمس الرحمن، مولوي صاحب مصطفى مرحوم، سميع الله حقيار، ميا ذوالفقار او ميا عبدالقادر او په کوهاټ کې د مېشتو افغان مهاجرينو د قومي شورا په نوښت او هڅو جوړه شوې وه چې د تنظيم او پرمخ بيولو چارې يې د همدغو شخصيتونو او کړيو په غاړه وې – غونډې ته د کوهاټ افغان کمپونو نمبر ١، ٢، ٣ گمکول، اوبلن، چيچني، غلام بانډې سربېره له هنگو، ټل او دوابۍ څخه هم په گڼ شمېر کې افغان مهاجرين ورغلي او گډون يې په کې کړى و. د غونډ اجنډا د افغان مهاجرينو آواز يا د افغان مهاجرينو د ستونزو د هواري په اړه غږ پورته کول وو چې په ترڅ کې يې له درې واړو فريقو يا اړخونو (افغان حکومت، پاکستان حکومت او يو ان اچ سي آر) نه غوشتنې وې چې په ډاگه او څرگندې کړې شوې :
١_ د پاکستان د حکومت له چارواکو غوښتنه وشوه – تر کومه وخته چې افغان مهاجرينو ته د پاتې کېدو وخت ورکړ شوى – بايد آزار او آذيت نشي او د بېرته ستنېدا لپاره ورته د تيارۍ او چمتو کېدا ښه فرصت او موقع ورکړل شي.
٢_ له افغان حکومت نه غوښتنه وشوه چې د افغان مهاجرينو ټولو اړوندو چارو ته جدي او په دقت پاملرنه وکړي او د ورتگ لپاره ورته اسانتياوې برابرې کړى شي او په داخل کې ورته د سرپناه او استوگنو ځايونه وټاکل شي.
٣_ د ملگرو ملتو د کډوالو له نړيوالې ټولنې يا يو ان اچ سي آر څخه وغوښتل شول ترڅو د مهاجرينو د زورونې او آذيت په صورت کې چوپه خوله پاتې نشي، د ستنېدونکو مهاجرينو لپاره د چيکينگ مرکزونه زيات کړي، غير راجستر يا بې کارته مهاجرينو ته هم د کارت لرونکو مهاجرينو په څېر امتيازات ورکړي او په افغانستان کې د افغان مهاجرينو د ځاى پر ځاى کولو په برخه کې له افغان حکومت سره پوره مرسته او همکاري وکړي.
غونډې ته همداراز د کوهاټ ميشتو افغان مهاجرينو په استازيتوب ملک معلم ولايت خان هم وينا وکړه، راغلو ميلمنو ته يې ښه راغلاست ووايه او دغلته د ميشتو افغان مهاجرينو د ستونزو په باب يې خبرې وکړې – په نوموړي پسې انجنيئر حبيب الرحمن حکمتيار وينا وکړه او د افغان مهاجرينو د ستونزو د هواري په باب يې تفصيلي او ارزښتناکې خبرې وکړې. ورپسې حاجي صاحب اختر محمد شرافت د مهاجرينو د ستونزو د هواري کميټې په استازيتوب د کميټې گزارش او خپله ارزښتمنه وينا د غونډې گډونوالو ته واوروله. د غونډې په جريان کې عربستان خادم د مهاجرينو په اړه خپل منظوم کلام په ترنم سره واوراوه چې د غونډې د گډونوالو د خوښۍ باعث وگرځېد. د غونډې د دريځ چارې او د غونډې د مقدماتي خبرو چارې هارون زاخېلوال پرمخ بيولې. غونډه د جمعې د لمانځه تر اداء کولو وروسته د ماسپښين په دوه بجو د قاري صاحب صلاح الدين احمدي لخوا د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پېل او د مولوي صاحب شمس الرحمن په دعاييه او اختتاميه وينا مازديگر مهال پاى ته ورسېده.