د اعلیحضرت امان الله خان په اړه یو شمیر لېدتوگې یا نظرونه:

 
فرایزرتتلر: په کابل کې دانگلیس سفیراودیپلومات د هغه په اړه لېکي: (امان الله خان به په مېړانې، دوستۍ او لارښودیزې مشرۍ کې ستایل کېده اوله خپل نېکه پاینده خان څخه به یې تقلید کاوه. امان الله خان یو هېوادپال او دافغانستان دپرمختگ پلوی سړی وو او غوښتل یې افغانستان د نړۍ په هېوادونو کې د لوړ دریزخاوند واوسي. امان الله خان د درناوي وړ ویاند او په نړېوالو چارو کی یې بشپړ معلومات درلود. د امان خان په شخصیت کې د ضعف ټکی دا وو چې غرور،پرتم اوځانمننه یې درلودله)(۱۹)
دهند سروزیرجواهرلعل نهرو: اروپا ته د شاه امان الله د اوږده سفر او دهغه دپایلو په اړه لیکي: (د ۱۹۲۸زکال په لومړیو کې امان الله او ملکه ثریا له افغانستانه د اروپا په لور د یوه اوږده سفرلپاره وخوځېدل.دگڼ شمیراروپایي هېوادونو پلازمېنو لکه روم،پاریس، لندن او مسکو ته ولاړل اوپه هرځای کې له تودوهرکلیو سره مخامخ شول. دغوټولوهېوادونوپه ډیرې لېوالتیا غوښتل چې دخپلوسیاسي اوسوداگریزو موخولپاره د امان الله پام ځانته راواړوي.هر چیرته ورته گرانبیه سوغاتونه ورکړل شول خو هغه د یوه هوښیار اولوړسیاستپوه په توگه خپله ونډه په لوړه کچه اوښه توگه لوبوله او په هېڅ ځای کې یې د هېڅ شي ژمنه په غاړه نه اخیستله. د راستنېدلو په مهال له ترکیې اوایرانه یې لېدنه وکړه. دامان الله اوږده سفر دډیروپام ځانته راواړاوه. اعتبار او حیثیت یې زیات شو اودافغانستان ارزښت یې هم ډیر کړ. خودننه په افغانستان کې اکریاحالت ډیرښه نه وو. امیرډیرخطرناک کار کړی وو او هغه داوه چې په هېواد کې دبدلونونو له پیلولو سره جوخت او دلرغوني ژوند ډول ته د بدلون ورکولو له څپو سره سم توده په توده په سفر ولاړ. مصطفی کمال هېڅکله دغسې خطرناک کار ونه کړ)(۲۰)
دارالامان د اماني سلطنت تاریخي ماڼۍ چي بنسټ ئې د خپلواکۍ د گټونکي سروال، هېوادپال اوسرښندویه نومیالي غازي اعلیحضرت امان الله خان لخوا ایښوول شوې خو دخپلواکۍ دوښمنانو دباروتوپه لمبو وسوځول
د اماني د دور فرانسوي سفیر موریس فوشي د امان الله خان په اړه لیکي (دغه ځوان د خپل عمر په پرتله په سیاسي چارو کې حیرانونکې پوهه لري. ځانگړې موخې په زړورتیا پرمخ بیایي. کله چې ماله هغه سره ولېدل د جنرالۍ جامې یې پر ځان وې. سپین پوستکی او تورې زیږې سترگې یې درلودلې. دهغه په سترگو کې څرگند هوډ، واکمني اوبرابري په ځلېدلو وو. امان الله خان د خپلې ډیرې پوهې، میړانې اوپه سیاسي سکالوکې د خبرتیا له امله هرڅوک تر خپلې اغیزې لاندې راولي. امان الله دا پوهه اوکفایت درلود چې د گاونډیو (روس او انگلیس) په اړه پیچلې سکالو په ډاډ مطرح او دهغو په اړه خپل نظر اوپریکړه ووایي. هغه د پیاوړي هوډ، پتـینـې او تکل خاوند دي.تر اوسه یې دژوندوریځې پرمخ ندي راکښته شوي اوډیرې بریاوې یې ترلاسه کړي. دبېلگې په توگه افغانستان یې په ډیر لږ وخت کې ټولې نړۍ ته ورپیژندلی دی. وییکي او کلمات دهغه د شخصیت د برم اوستروالي بیان نه سي کولای)(۲۱)
امریکایي لیکوال پولاده لیکي: ما دامان الله خان د دورې له شخصیتونو سره له نیږدې کتلې او خبرې مې ورسره کړي دبېلگې په ډول: یاورمحمودخان، عبدالعزیزخان، د حربیې وزیراو جنرال محمدگل خان مومند.د هغو له خولې مې دشاه امان الله په اړه په زړه پورې او د اورېدلو وړ خبرې اورېدلې چې باید یادداشت او ولیکل شي. ددغو یادونو یوه کوچنۍ بیلگه دا ده چې : په ۱۳۴۵زکال کې دسوادگریزې خونې په ریاست کې د چهاردهي له اوسیدونکوڅخه یوه پیاده وو او نوم یې غلامحمد وو. غلام محمد په ځوانۍ کې په دارالامان کې وو. هغه ویل: دپسرلي یوه ورځ وه،باران اورېدلی وو او ځمکه ښویه وه. امان الله خان له خپلو همکارانو سره د دارالامان ماڼۍ ته راغی چې د دارلامان له ماڼۍ څخه کتنه وکړي. ماڼۍ دیوې غونډۍ پرسر وه. امان الله خان په ځغاستې پیل وکړ او دغونډۍ سرته وخوت، او همکارانو ته یې وویل، راځـﺊ چې د ماڼۍ بنسټ یا تهداب وگورو. خو همکارانو دغونډۍ سرته دختلو هرڅه هڅه چې کوله نشوای ختلای او بیرته لاندې راښووېېدل. امان الله خان هغوی ته وویل، زه تل تاسو ته وایم چې ورزش وکړﺉ او ډیره ډوډۍ مه خورﺉ، دا دی زه له تاسو مخکې د غونډۍ سرته وختلم، زما هره خبره ستاسو په خیر ده.) لدې کېسې ښکاري چې شاه امان الله له ورزش سره مېنه درلوده او ورزش یې کاوه (هماغه ځای)
میرمن ریاتالي ستیوارت (په افغانستان کې د اور)کتاب لېکواله وایي (دافغانستان پخواني امیران مغرور او متکبره ول او له هغوی سره اړیکه نېول گران ول. له بلې خوا امان الله خان یو دموکرات سړی وو او دهارون الرشید په شان پرته له ساتونکو(گارد) دښارپه بازارونو کې پلی گرځېده اوله ډول ډول کسانو سره به یې خبرې کولې. له تشریفاتو یې ښه نه راتلل او ځان یې کټ مټ د یوه عادي افغان په توگه له نورو سره برابر باله. امان الله خان یوولسپاله هېوادپال اود ختیزد خپلواکۍ ملاتړی او ډیرنومیالی سړی وو، د خپلې پاچاهۍ په پای کې یې محافظه کاران په وحشت کې اچولي ول، هغه رښتونی اوصادق وو او د خپل هېواد په عصري کولو کې ډیر جدي شو، د خپلې پاچاهۍ په پای کې یې وویل:د دې له امله چې بلوا یوازې اویوازې دده پر ضد ده نو نه غواړي وینه توی کړي او له پاچاهۍ لاس په سر شو او هغه یې خپل ورور عنایت الله خان ته پریښودله. بې کفایته درباریان د هغه تر شا او خوا راټول شوي ول، همدارنگه دهغه پرضد یې د کفر وسله وکاروله او هغه یې داسلام ضد وباله،حال دا چې هغه یو سپیڅلی مسلمان وو)(۲۲)
اوپه بل ځای کې لېکي :(د امان الله خان په څیر واکمن نه په ختیز او نه په لویدېځ کې لېدل شوی دی.هیڅ پاچا پرته له ساتونکواو ځانگړوامنیتي تشریفاتو چیرې نه ځي.خو امان الله خان هرې خوا ته روان وو اوله وگړو سره یو ځای کېده. افغانانوگومان کاوه چې دغه سړی چې ددوی ترڅنگ ولاړ دی ښایي امان الله خان وي. هغوی انگیرل چې هغه به یوچیرې له وگړو سره دخبروکولو په حال کې پرسړک باندې وگوري. کورنۍ یې پرې نېوکه کوله چې (ځان ته دې پام ونیسي)، امان الله خان به ویل:ملت زما ساتونکی (بادي گارډ) دی. امان الله خان دلیونۍ مینې په نړۍ کې له ملت سره لیونۍ مېنه درلودله). رته تالي دامان الله خان د ښوونکي عبدالغني خان له خولې لیکي چې : امان الله خان له ملي جاموسره ځانگړې مېنه درلودله اود ولسي جامو په اغوستلو لکه کمیس او پرتوگ، پگړۍ ،خولۍ اوپوستین به چایخانو اوسماوارونو ته روان وو او له خلکو سره به ایل او غیل سو، که خلکو هغه په همداسې جاموکې لېدلای وای نو څه یې نه ویل او دخپلۍ پاچاهۍ په وخت کې یې کټ مټ دغسې وکړل. امان الله خان یو ښایسته، ځوان وو،متوسطه ونه یاقد،گرد مخ، روښانه تورې سترگې یې درلودلې او هېڅکله نه عصبي کېده. په خبرو کې خوږ ژبی او مؤدب وو او هڅه یې کوله چې مخامخ لوری ځانته لیواله کړي.یوځل یې په پنځلس کلنۍ کې ویلي ول:دی شرمیږي چې هېواد یې وروسته پاتې دی او د خپلو خلکو له ناپوهۍ ځوریږي (۲۳)