زه د خپلو هېوادوالو څخه هیله کوم چې یو پر بل باندې مینه ، شفقت او د بل سره خواخوږي ولري او له خپله منځه د نفاق او بدبینۍ توره بلا وباسي او اتفاق خپل کړي . زموږ ځوانان خو بې علمه ، بې کماله او بې روزګاره ګرځي او زموږ ګران هېواد خوار و زار پروت دی موږ باید خپل هېواد د نورو دښمنانو او غلیمانو له شره وساتو او په خپله خپل هېواد سمسور کړو او د خپل هېواد بیا ودانۍ ته پاملرنه وکړو ، زموږ د ګران افغانستان هر ځای ، هره کوڅه او هره بیدیا په سرو وینو لړل شوې ده ، موږ نور نه غواړو چې زموږ دغه تلپاتی تاریخ لرونکی هېواد دې وران شي. که موږ د خپل وران او تباه شوي هېواد لپاره بیرته خپل لاسونه سره ورکړو او ټول یو موټی شو نو زموږ هر ځوان د میرویس نیکه او هره پېغله مو د ملالۍ تاریخ یو ځل بیا تازه کولای شي. موږ له بده مرغه زړونه اچولي دي او پر ځای ددې چې د خپل دښمن مخنېوی وکړو ، د خپلو هېوادوالو وروڼه، او آن خپلو سکنیو وروڼو سره په جګړو او تربور ګلویو(تربګنیو)باندې اخته یو. موږ باید د خپلو مشرانو او نیکه ګانو ارمانونه ترسره کړو او د هغوی په لارښوونه د خپل هېواد او ولس ساتنه او پالنه وکړو، موږ نه غواړو چې د چا مرییتوب وکړو او یا هم د دښمنانو تر بیرغ لاندې ژوند وکړو ځکه زموږ نیکه ګانو او پخوانیو ملتپالو د همدغه نامه په خاطر ډېري قربانۍ ورکړي دي او ډېري غزاوي یې کړي دي او لوږي تندي یې ګاللي دي او خپل څپېڅلي ملت او هېواد د آزادۍ په خاطر یې خپل سرونه ، مالونه او اولادونه قربان کړي دي ، نو که موږ همداسې کرار او په پټه خوله ناست یو او غیرت ونه کړو او د خپل هېواد او ولس ساتنه او پالنه ونه کړو نو دا به مو له خپل ویاړلي هېواد او د نیکه ګانو له وقار او تلپاتې تاریخ سره خیانت کړی وي.
ګـــــرانو هېوادوالو او ځوانانو ! زه ستاسو څخه هېله کوم چې خپل ګران هېواد ته تقویه ورکړئ او خپل لوېدلی هېواد افغانستان په خپلو لاسونو را پورته کړئ ، او یوځل بیا نړۍ ته وښایئ چې دا هېواد یواځې او یواځې موږ ته اړتیا لري او ودانېده یې یواځې په موږ پورې اړه لري . افغانستان زموږ او ستاسې ناموس او ایمان دی څوك چې ایمان او ناموس ونه لري هغه هېح نه لري.
افغانستان زمــوږ ناموس زموږ ایمان دی
پر موږ باندې تر مور او پلار هم ګران دی
وروستي