
خپلواکۍ د ۹۷ مې کليزې په مناسبت
له ښاغلي عبدالکريم خرم سره ځانګړې غونډه
(افغانستان، سيمه ييزې لوبې او د خپلواکۍ لرليد)
قدرمنو دوستانو السلام عليکم!
دا ځل مو د خوشال بابا فکري بهير غونډه د خپلواکۍ د ۹۷ مې کليزې نمانځنې ته ځانګړې کړې ده. پدې غونډه کې به د هېواد پياوړی سياستوال او ملي شخصيت ښاغلي عبدالکريم خرم زموږ په سيمه کې پر روانو لوبو او په افغانستان کې د خپلواکۍ پر لرليد ځانګړی بحث ولري. هيله ده پر ټاکلي وخت تشريف راوړئ او تر خپله وسه نور دوستان هم درسره خبر کړئ.
يادونه: د غونډې په پای کې مازيګرنۍ هم په پام کې نيول شوې ده.
وخت: د زمري ۲۸، پنجشنبه د ماسپښين دوې نيمې بجې
پته: له پل محمود خان د شش درک پر لور ښي لاسته لومړۍ کوڅه، ښي لاسته درېيم کور
په ډېر درنښت