ددې څخه موخه اومقصد داوي چې سالم اندام اويا هم څو اندامونه له داسې شخص څخه واخستل شي چې هغه خپله داقبول کړى وي Donner بل قبلوونکې recipient شخص ته ترڅو دهغه تلف شوي اندام ځاي ونيسي متبرع Donner هغه شخص اويا حيوان دى چې اندام ورڅخه اخستل کيږي، اوشونې ده چې دا انسان يا حيوان ژوندې وي او ياهم مړ وي اوددې سره سره هغه اندامونه چې بل ته پيوند کيږي لازمه ده چې روغ اوسالم وي، دغه اندامونه، ژوندي اودويني جريان به قبلوي ،پدى معنى چې شخص به ددماغ له مخي مړوي نه دزړه له مخې اوزړه به دنورو آلاتو په واسطه دوينى جريان ساتي اوهم به دويني فشار د١٠٠ په اندازه کښې وي ترڅو داندامونو پيوند په سالمه اوسمه طريقه سره صورت و نيسي .
قبلونکي recipient(hot) شخص به هغه چې پيوند ورته کيږي يابه انسان وي اويا به حيوان .
البته دانسان لپاره يولړشرايط لازمي دي چي هغه دده په عمر، دناروغي نوعيت اوحالت پوري تړاو لري .
پيوندي اندام graft((transplant)) به يابشپړاندام وي لکه ګردي ( بډوډي ) ينه ،زړه اوداسي نوراويا به هم داندام يوه برخه وي لکه دسترګې خارجي برخه اويا به خلط وي لکه وينه ،دهډوکي پوټکي اوداسي نور.
داندامونوپيوندډيرډولونه لري خولومړې کار داندام په پيوندکي دوينې طبيعي دوران دې ،ځينې په مستقيمه توګه دوينې له جريان سره تړاولري لکه زړه ، ينه، ګرده (بډوډي ) اوداسي نور اوځيني داسي پيوندي اندامونه وي چي په مستقيمه توګه دويني دجريان سره تړاو نلري لکه دپوستکي ديوي برخي پيوند، اوځيني بياداسې هم وي چې په هيڅ توګه دويني دجريان سره تړاو نلري لکه دسترګي هغه روښانه برخه .
دويم داچې په پيوند داندامونو کښې به دهغه بل سړي چې دهغه سره يې پيونده وي دجسم حالت اولدې اندام سره يي علاقه په نظرکي نيول کيږي چي داپه لاندي ډول دي
١_ ذاتي پيوندauto craft پدې صورت کې به اندام ديوځاي څخه بل ځاي ته اخيستل کيږي ، چي داپه ګڼ شميرحالاتوکي دپوستکي دانتقال پوري اړه لري ، کله چي ډاکټردناروغ له سالم ځاي څخه پوستکي ياغوښه اخلي اوپه سوځول شوي ځاي يي پيوندوي ياهم ډاکټر دکوم ځاي څخه غوښه اخلي اودهغوپښتيوپه منځ کي يي پيوندوي چي هډوکي ښکاره شوي وي ترڅودغه خاليګاپري ډکه کړي .
٢ـ دبرابرو اندامونو پيوند (I80graft ) ددى معنى داده چې له يو غبرګوني ورور څخه بل ته اندام نقل کړي Identical + win
غبرګوني وروڼه بياپه دوه ډوله دي .
الف ـ غبرګوني متماثل اندامونه : داله يوي كرويې څخه پيداشوي وي چې بيا دووکروياتو ته تقسميږي اوهره يوه يې جنين پيداکوي دغه واړه غبر ګوني کرى په ټولو صفاتو کې متماثل وي .
ب ـ غير متماثل غبرګوني : دادکروياتو دپيوند څخه پيداکيږي هره کرويه په منوي حيوان کې پيوند کيږي له همدى کبله په وراثي صفاتوکې يوله بله مختلف وي يوله بله داسې مشابهت لري لکه سکه وروڼه، اوشوني ده چې يويې نارينه اوبل ئې ښځينه وي .
٣ ـ دمتباينو اندامونو پيوند(Allugraft) داعبارت له هغو اندامونوڅخه دي چې ديوجنس له مختلفو اشخاصو څخه اخستل کيږي ،لکه ديوانسان څخه دبل انسان لپاره ،يادسوځيدلي څخه دبل سوځيدلې لپاره ،ددوئ ترمنځ کله تجانس موجود وي Homorgraft ځکه ګروپ ئې يوشانته دې –اوکله نه وي.
البته دغه قسم پيوندزيات روا ج لري ،نوشونې ده چې پيوند ورکوونکې ژوندې وي Living Doner اوداهم امکان لري چې مړوي Cadver Donner چې دواړه قسمونه يې شوني دي چې يوبل قبول نکړي له همدې امله پکارده چې دواړوته داسې دواء ورکړي چې قبول ئې کړي Immunosppressants اوپه ټول ژوند کې يى بياردنکړي .
٤ـ نا آشنا او وارد پيوند (Xenograft) دا ددوو مختلفو جنسونو ترمنځ صورت نيسي لکه دسپي اندام پيشوته پيوند کول ياد بيزو ـ شادي ـ اندام انسان ته پيوند کول، داکړنې که څه هم ډيرې واقع شوي خو تر اوسه پورى په حيواناتو کې تجربې روانې دي، ډيرداسې شوي چې دحيواناتوهډوکي انسانانوته اچول شوي، فقهاوپخوا هم ددغسې مسئلې په هکله څيړنې کړيدي ،اودوئ انسان ته دحيوان داندام پيوندلوموضوع څيړلې ده
امام نووي په منهاج الطالبين کې ويلي دي :که چيري نجس هډوکى ځانته پيوندکړي پداسې صورت کې چې پاک پيدانشي نودامعذور ګڼل کيږي، اوکه پاک پيداکړي نوناپاک به سملاسي کاږي، پدى شرط چې ښکاره ضرر ورته ونه رسيږي پدى چې ځيني وائي که ضرر ورته رسيږي بيابه ئي هم کاږي مګرکه ورڅخه دمرګ ويره وه بيابه ئې نه کاږي ،امام شربيني پدى تبصره کړى اوويلي يي دي: ((ښکاره خبره داده چې دمحترم آدمي اوبل شي ترمنځ فرق نشته، دارنگه يې ويلي دي که چيري نجس هډوکى په داسي حالت کي پيوند کړي چې پاک پيدانه شي باخبره کسانو وويل چې نجس صحيح راځي اوپاک نه پيداکيږي يا پيداکيږي خو برابر نه راځي نو پدي صورت کې معذور گڼل کيږي اودضرورت له مخي لمونځ صحيح دى))
قزويني په عجائب المخلوقات کې ويلي :دخنزيردهډوکو له ځانګړتياوڅخه دادى چې دانسان له هډوکې سره پيوند پيداکوي او په چټکۍ سره ورسره نښلي چې پرته له کوږوالي څخه ورسره جوړ راځي .
ددي سربيره هډوکى دمرګ څخه وروسته هم دډيرې مودې لپاره پاتې کيږي ، له همدي کبله په هډوکو کې دنه قبلولو موضوع دومره مهمه نده،معاصرو ډاکټرانو وکولاى شول چې دشادي ((بيزو)) زړه وړوکى ماشوم ته پيوند کړي مګر دانسان بدن هغه ډيرژر رد کړ او ويې نه منل، له همدې امله ډاکټران اوس هڅه کوي چې انسان ته دحيوان هډوکى پيوند نکړ ي .
که څه هم چې دحيواناتو يولړ برخې انسان ته پيوند کيږي اوډاکټران هره ورځ داکار کوي لکه دغواووانسولين يادخنزيرانسولين هغه انسان ته چې دشوګرپه ناروغۍ اخته وي ، يا دغوا اوخنزير دغوږ پردې هغه انسان ته پيوندول چې دغږونو پردې يې شليدلې وي، پدې شرط چې ډاکټران يې دخپلې پردې له اصلاح څخه بى وسه شي ،اګرکه دمعاصرې ټکنالوژۍ سره دغه پيوند لږشوى اوډاکټران کولاي شي هغه خپلې پردې يې اصلاح کړي .
دپيوند ځاى :
شونې ده چې پيوند اندام په هماغه ضايع کړاى شوي ځاى کي پيوند کړي لکه دزړه، سږي ا و ويني پيوندول او هم شونې ده چې په بل ځاى کې يى پيوند کړي چي ديته مختلف ځاى (Heter topic) لکه دگردو – بډوډو- په افقي خاليګاه کې پيوندول پدي معنى چي تشي کې يى پيوند نه کړي اوپه افقي خاليګاه کې يى پيوند کړي.
دپيوند ډولونه :
ډاکټرانو وکولاى شول چې په سلګونو اندامونه پيوند کړي اوله يو څخه بل ته بيلا بيل اندامونه نقل کړي چي په زياته کچه دويني نقلول دي په کال کې په مليونونه ليټره وينه له يو څخه بل ته نقليږي اود زرګونو اشخاصو ژوند پري ژغورل کيږي ، يوازي په متحده آيالاتو کې په کال کي ١٢ مليونه دويني نقل له يو څخه بل ته صورت نيسي داچي وينه په ډيره کچه له يو څخه بل ته نقليږي او هم ئي په نقل كې کوم خطر هم نوي نو دغه کړنه داندامونو په پيوند کي نه شاملوي .
په دويمه مرتبه کې دپوستکي نقل زيات واقع کيږي، دي کړني هم زيات رواج موندلې او هم ئې خطر ډير لږ دى په تيره بيا چې خپله له هماغه انسان څخه وي ، په معاصروخت کې دګردي - بډوډي - له يو څخه بل ته نقلول هم زيات شويدي ، اوپه ګڼ شمير هيوادونو کې ددې لپاره ځانګړي مراکز او روغتونونه جوړ کړاى شويدي، البته دزړونو پيوند او له يو څخه بل ته نقلول تر اوسه پوري له ستونزو خالي ندي او يوازي په پر مخ تللو هيوادونو کې دغه کار ترسره کيږي ، دا راز د سږي ،او وينې پيوند هم ستونزمن کار دى آن چې په پر مخ تللو هيوادونو کې هم له ستونزو خالي ندى .
مګر د(سيکلو سپوډين ) په کارولو سره ئي تر ډيره حده کاميابي موندلي ده ، په گڼ شمير هيوادونو کې دپيوند لپاره مراکـز جوړ کړى شويدي او ددغو ستونزو دحل په لار کې داسې خنډونه نشته چې حل نشي، دارنګه دبندونو دپيوند لپاره هم بي شميره مراکز جوړ کړاى شويدي که څه هم چي دبندونو دپيوند لا لومړي پړاوونه دي.
ددي سربيره د بنکرياسي او يو لړ کروياتو پيوند هم په دي وروستيو کې کامياب شوى او دا وروسته له زياتو تجربو ، او کوششونو څخه .
دپاکو هډوکو پيوند د(سيکاسوډين) داستعمال څخه وروسته په طبي ډگر کې ښه پر مختګ کړيدې ، دارنګه اوس مهال دتناسلي غړو اوتناسلي غدو پيوند هم روان دې چې مسلمانانو ته ئي بي شميره ننګونې راولاړي کړيدي دا راز دجنين پيوند اوشيدي ورکوونکي ښځي درحم څيړنې هم روانې دي چې په ديني ، اخلاقي اوقانوني بنسټ يي ګڼ شمير پوښتني راولاړې کړيدي .
په دي وروستيو کې يو بله دروازه هم پرانستله شوه اوهغه هم دجنين وده په لابراتوارونو اودبيلابيلو اوبو په مختلفو شکلونو سره کارول اوهم په هغو سره دګڼ شمير امراضو مخه نيول هغه کړنې دي چې اوس مهال يي په ديني اواجتماعي لحاظ ستونزي راولاړي کړيدي .
وروستي