شراب او انګور!

  يو مسلمان د مسيحى کور کى ميلمه وو،
مسيحى مسلمان ته انګور راوړه ، او مسلمان انګور 
وخوړل ،
بيا يې ورته شراب (خمر) راوړه 
مسلمان ووايل : شراب حرام دې 
مسيحى وويل : ستاسو مسلمانانو کارونه هم عجيبه دي، انګور درته حلال دي او شراب حرام ؟
حال دا چې شراب هم د همدې انګورو څخه جوړ شوې؟
مسلمان وويل: آيا ميرمن لرې؟
مسيحى وويل : هو
مسلمان وويل : هغې ته غږ کړه چې راشي
مسيحى هم خپله ميرمن راوسته
مسلمان وويل : آيا لور لرې؟
مسيحى وويل : هو
مسلمان وويل : هغه هم راوله
مسيحى خپله لور هم راوسته
مسلمان وويل : آيا ته نه ګورې چى الله تعالى تاته ستا ميرمن حلال او ستا لور حرام ګڼلې؟ حال
دا چى ستا لور هم د همدې ميرمن څخه ده ؟؟
مسيحى د مسلمان دې قناعت بخش ځواب څخه وروسته ايمان راوړ او کليمه يې وويله.
اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد رسول الله