په زړه پورې ويناوې


ژباړه: نجیب الله خان

۱-که تاسو د یو چا سره مینه لرئ، خو هغه درسره مینه نلري.
دا پدې معنا ده، چې تاسو په هوايي ډګر کې کښتۍ ته انتظار کوئ.
۲- بریا د یو موټر په څیر ده.
د سخت محنت په نامه په ټایرونو حرکت کوي.
لیکن بې تیلو سفر کول ناممکن دي، هغه تیل په خپل ځان باور درلودل نومېږي.
۳- هوښیار خلک په هر څه نه پوهېږي، خو احمقان فکر کوي، چې دوی په هر څه پوهېږي.
۴- موريعنې هغه څوک چې د نورو ټولو ځای نیولی شي، خو د هغې ځای هیڅوک هم نشي نیولی.
۵- ریښتنی دوست ستا ښه صفتونه ستا په نه شتون کې کوي، او بد صفتونه ستاسو په مخ کې.
۶- د زړو خلکو عزت وکړه، کله چې ځوان یاست.
د کمزورو سره کومک وکړه، کله چې تاسو قوي یاست.
په خپله سهوه اقرار وکړه، کله چې مو سهوه کړي وي.
ځکه چې په ژوند کې به تاسو یوه ورځ زوړ، کمزوری او سهوه کوونکی وئ.
۷- بريالي خلک هېڅکله هم په آرامه نه کيني.
په ارامه کيناستونکي خلک هېڅکله هم نه بريالي کېږي.
۸- کچېرې نيولي پلان مو کار ونه کړ، پلان دې بدل کړه، لیکن هدف دې هيڅکله مه بدلوه.
۹- کچیرې د یو چا سره ریښتني مینه ولرئ، تاسو به هره ورځ په یو نه یو ډول سره مرئ.
۱۰-ځينې خلک عالي ژوند نه غواړي، بلکې خوشاله ژوند غواړي.