د افغانستان ملي اسلامي محاذ اعلامیه

 
ګران هیواد مو له ډېرو ناوړو شرائطو سره مخ او له ډېرو حساسو پړاوونو څخه تېرېږي  ټول پوهېږو چې زخمونه یې التیام او درملنې ته اړتیا لري  خوله بده مرغه  په  دې وروستیو کې  دهیواد  د ولسمشر ښاغلي ډاکټر محمد اشرف غني اوداجرائیه رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله  عبدالله ترمنځ زړه بداوی او کوچني نزاکتونه رسنیو ته راووتل،زه  دیوسپین ږیري اودجهاد  او هیواد دیوخادم او دسولې دعالي شوری درئیس په توګه   له دواړو مشرانو غواړم چې  دالله ج درضا ، دوطن دلوړو ګټو او ددې مظلوم او درپه دره ولس  دهوساینې او خوښۍ لپاره  دا کوچني نزاکتونه  او حساسیتونه پرېږدي .
زه چمتو یم چې  که اړتیا وي په دې اړه منځګړتوب وکړم او ددواړو ترمنځ دباور او اعتماد فضا راژوندۍ کړم .
پیرسید احمدګیلاني
دافغانستان دملي اسلامي محاذ مشر او دسولې دعالي شوری رئیس