
درنو دوستانو السلام عليکم!
له معمول سره سم سبا (پنجشنبه) ماسپښين دوې نيمې بجې د خوشال بابا فکري اوونيزه غونډه ده. د غونډې اجنډا پدې توګه ده:
• د قران پاک د مبارکو ايتونو او حديث شريف ژباړه
• د اونۍ مهمو ملي او نړيوالو پېښو ته کتنه
• د ظرفيت جوړونې او مهارتونو لوړتيا (پرېزنټېشن) - استاد محمد عارف رسولي
• اداري فساد او ورسره د مبارزې لارې چارې (پرېزنټېشن) - استاد سيد هاشم امين
• په پای کې هم ښاغلی انتظار خادم ځانګړې وينا ولري.
هيله ده چې غونډې ته پر ټاکلي وخت تشريف راوړئ او نور دوستان هم درسره خبر کړئ، چې په دغه مهمه او ګټوره غونډه کې برخه واخلي.
وخت: پنجشنبه، د زمري ۲۱، ماسپښين دوې نيمې بجې
ځای: له پل محمود خان سره څېرمه په شش درک کې د غورځنګ دفتر
په ډېر درنښت