
ډېرو قدرمنو دوستانو السلام عليکم!
سبا پنجشنبه د خوشال بابا فکري بهير۱۴۷مه غونډه جوړېږي. ټاکل شوې چې دا غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شي ا و د یوه مبارک حدیث شریف له ترجمې وروسته به په ملي او نړيوالو پېښو مرور وشي.
ښاغلی مطيع الله سروري به خپل اثر (د افغانانو سلوک) معرفي کړي؛
ښاغلی حسين خېل بارکزی پريزنټېشن لري؛
دغه راز ښاغلی ذبيح الله هېوادوال هم د ورېښم لارې په تړاو لنډ پريزنټېشن وړاندې کوي.
غونډه به په ټاکلي وخت په شش درک کې د غونډو په همېشني ځای کې پيلېږي. هيله ده د دې غونډې په اړه نورو ته هم ووایاست.
وخت: پنجشنبه، د ماسپښين دوه نیمې بجې
ځای: پل محمود خان نه د شش درک په لور ښي لاس ته لومړۍ کوڅه، ښي لاس ته درېیم کور
په درناوي
خوشال بابا فکري بهیر کارډله