هغه په ﻻره روان وچې.د ګلانو په يوه ماته څانګه يې سترګې ولګيدې ، څانګه يې له ځمکې راپورته کړه او په عجيبه انداز يې وويل : څومره بې احساسه خلک دي !!!
څنګه کولای شي دا تنکۍ څانګه ،چې ښکلا ،. خوشبويې او معصوميت لري ماته کړي ؟
بله ورځ بيا په خپلو خيالونو کې ډوب روان و ، چې د شيشې د ماتيدو غږيې ،خيالي نړۍ ولړزوله ،سر يې يوخوا او بل خوا تاو را تاو کړ او زياته يې کړه : هغه څه چې زموږ کورونه له بارانه او له باده ساتي ،زموږ د کورونو د ښکلا سبب ګرځي څنګه کولای شو هغه له منځه يوسو ؟ زه خو ﻻ دې ته حيران يم ،چې د شيشې د ماتيدو غږ د دوی پر احساساتو هيڅ اغيزه نه لري ؟
او بله ورځ ، يو چا د هغه د زړه وروټکولو . په موټي کې يې يو څه د ډالۍ په نوم نيولي وو . ده لومړۍ هغې ته او بيا يې د هغې موټي ته په ځير ځير وکتل او له غصې يې دروازه وتړله او په قهر جن غږ يې وويل :
داسې خلک هم شته ! زه پوښتم ،چې ايا دوی د ژوند لپاره زړه ته اړتيا نه لري ،چې غواړي ډالې يې کړي ؟ عجيبه خلک دي هيڅ احساس نه لري!
وروستي