يوه ښه شيبه د وره تر شاوﻻړه وه; خو چا د راتلو ورته ونه ويل .بيايې ورو ورو ،ور وټکاوه; خو بيا يې هم د چا غږ وانه وريد. دروازه يې پرانيستله او پر هغه يې سترګې ولګيدې.، ترخه موسکا يې په وچو شونډوخوره شوه ، او ورو يې وويل: نن به زه ازاديږم ، او په خپلو وزرونو به الوزم
. يوه درانده غږ يې په غوږو کې انګازې وکړې.:څوک يې ته ؟ او څه غواړې دلته ؟
سوکه سوکه مخته ورغله او ويې ويل :زه بيا راغلم ته مې هير نه يې ، خير که تا هيره کړې يم.زه راغلم چې ستا له سترګو دا تور حجابونه لرې کړم ګوندې در ياد شي ،چې زه څوک يم !
زه ستا د ذهن په ديوالونو کې را ايساره خاطره يم زه ستا د زړه په رحيل باندې يو خپوراونا لوستی کتاب يم .زه ستا د ژوند په بڼ کې د ګلانو هغه وچه ګلدسته يم،چې کله يې هم تا وږمې حس نه کړې اوس لږ راته ځير شه زه دا ټول وخت درسره وم خو تا را ته هيڅ پام نه و،تا يو ځلې هم زه ونه لوستلم . يو ځلې دې هم دخاطرې په څير تازه نه کړلم . يو ځلې دې هم د وفا په اوبو زما تنده خړوبه نه کړله او نه دې زما شتون حس کړ. تا زه هيره کړي يم او له ما سره تړلي هرڅه دې هير کړي او ﻻشعور ته دې سپارلي
خو زه راغلم ،چې درته ووايم ، ما ته هير کړی نه يې !خير که تا هيره يم اواوس دې چې هيره يم نو هغه وروستۍ نښه مې بيرته راکړه ، ته زما وزر ما ته بيرته راکړه . زه غواړم ،چې خپلواکه شم ،په خپلو وزرونو والوزم او خپله غاړه ستا له قيده د تل لپاره ازاده کړم ، نور نه غواړم چې ستا په دې کالبوت کې دې تل لپاره ايساره واوسم !!!
وروستي