پندونه

 
ژباړه: نجیب الله خان
ژوند له دریو شيانو جوړ دی!
ګټل، بایلل، شریکول
۱- د نورو زړونه وګټه.
۲- بد خونده شیان له لاسه ورکه.
۳- د خوښۍ شيبې له نورو سره شريکې کړه.
 
 درې ډوله کسان مه هیروه!
۱- هغه څوک چې په سختو حالاتو کې یې له تاسو سره مرسته وکړه.
۲- هغه څوک چې په سختو حالاتو کې یې له تاسو نه مخ واړولو.
۳- هغه څوک چې تاسو په ژوند کې یې سخت حالات رامنځته کړل.
 
 ولې مو خلک غیبت کوي!
۱- کله چې ستا سويې ته نشي رسيدلی.
۲- کله چې کوم شیان تاسو لرئ، نور یې نلري، لکه پیسې، جایداد...
۳- کله چې غواړي ستا د ژوند کولو طريقې په ځان عملي کړي، خو نشي یې کولی.