
د روهي ويب پاڼې ادارې يادونه : دا ليکنه يوازې زموږ لخوا خپره شوې او زموږ د نظر څرګندويي نه کوي او نه هم د ياد شوي شخص په هکله مالوت لرو .
شهيد صفي الله د مولوي محمد قاسم \"قائل الحق\" ځوى ، دمولوي عبد الاکبر لمسې ، د روسي او امريکايي يرغلګرو پر ضد د جهاد د رهبر او د سنګر د مجاهد الشيخ مولوي محمد يونس \"خالص\" وراره ؤ چې د نن څخه څلر ويشت کاله وړاندې يې د دار هجرت پاکستان د پيښور په ښار کې دې فاني او بې وفا نړۍ ته سترګې غړولې وې .
نوموړي خپلې لمړنۍ زده کړې د خپل سپيڅلي پلار مولوي محمد قاسم \"قائل الحق\" او د خپلې ديندارې مور څخه په خپل کور کې پيل او د خپلو ديني زده کړو لړۍ يې د قرآن عظيم الشان د حفظ او ديني تعليماتو په تر سره کولو سره وغزوله .
هغه خپلې ديني زده کړې د پاکستان د سرحد او پنجاب ايالت په بيلا بيلو ديني مدرسو او تعليمي ادارو کې مخ ته وړي چې د دې جملې څخه د نړۍ په کچه دمشهوري ديني مدرسې د پاکستان د سرحد د اکوړه خټک په سيمه کې د مولانا عبدالحق صاحب دار العلوم اکوړه خټک ، د پيښور دښار د صدر په برخه کې د مولانا حسن جان صاحب مدرسه جامعه امداد العلوم او جامعه اشرفيه د يادونې وړ دي.
شهيد صفي الله په پيښور کې د امام ابو حنيفه د معهد څخه فارغ التحصيل او هلته يې په فنونو او عربيت کې تر ډيره حده مهارت او برلاسې تر لاسه کړ .
په افغانستان کې د روسي ښکيلاک د ماتې او په ګونډو کيدو څخه وروسته شهيد صفي الله (چې هغه مهال يې عمر د ديارلس او څوارلس کالو په خوا او شا کې ؤ ) د خپل پلار او نورې کورنۍ سره يو ځاى د پيښور د شمشتو د مهاجرينو د کيمپ څخه بيرته خپل هيواد ته ستون او د ننګرهار ولايت دمرکز سره نژدې د فارم هډې په سيمه کې ميشت شو .
شهيد صفي الله پر افغانستان د امريکايي او د هغوى د ملګرو صليبي قواوو د يرغل پر مهال د خپلو څلورو وروڼو په ګډون د خپلې کورنۍ سره يو ځاى هغه مهال د هجرت په نيت خپل خوږ هيواد افغانستان او خپله جونګړه پريښودل کله چې د هغه محترم کاکا حافظ القرآن و الحديث الشيخ مولوي محمد يونس \"خالص\" د امريکايي يرغلګرو پر ضد جهاد اعلان او يو نامعلوم لور ته مهاجر شو.
د شهيد صفي الله په رګونو کې چې دا مهال په تنکۍ ځوانۍ او ايله دعمر نولس پسرلي يې اړولي وه د خپلې ديندارې مور او مجاهد پلار سپيڅلې وينه په جوش راغله ، د هجرت سره سمدلاسه يې د جهاد د سنګر د ګرم ساتلو لپاره مټې رابډوهلې او د اسلام د يو سرښيندونکي مجاهد په څير يې د جهاد ډګر ته راودانګل .
دا چې د حافظ صفي الله \"مزمل\" سينه د قرآن په نور منوره وه نو د همدې قرآن او د اسلامي احکامو د نفاذ په خاطر يې د خپل سر سودا د خپل خالق او مالک سره وکړه او د دنيا څخه بې غمه پداسي حال کې چې د شهادت ارزو به يې هميشه په زړه کې لرله خپل جهادي يون پيل کړ او پدې لار کې د خپلو هلو ځلو او کړاوونو اجر يې يواځې او يواځې د الله جل جلاله څخه غوښتلو ، نه د بندګانو څخه.
هغه چې په اوس وخت کې يې جهاد او د کفارو پر ضد وسله پورته کول په هر مسلمان نارينه او ښځينه فرض عين باله د زړه له اخلاصه دې الاهي حکم ته لبيک ووايه او د اسلام د سپيڅلي دين د سر لوړۍ لپاره يې د جهاد په لار کې هر ډول سرښيندنې ، قربانۍ او منډو ترړو ته د فرمانبردارۍ لاسونه په نامه کيښودل .
لکه چې شهيد صفي الله د يو مجاهد او مبارز پلار مولوي محمد قاسم \"قائل الحق\" او د ېوې سپيڅلې او ديندارې مور ځوى ؤ د خپل پلار په څير يې دنيا ته شا ، يو ساده ژوند يې غوره او د اسلام سرلوړي يې خپل هدف وټاکه چې په دې لار کې د هغه يواځينۍ ارزو د شهادت لوړ مقام ته رسيدل او خپل خالق ته په وينو لړلی ورتلل وه .
شهيد صفي الله \"مزمل\" د امريکايي يرغل څخه وروسته د هجرت پر مهال نظامي زده کړې تر سره او کله چې د مولوي محمد يونس \"خالص\" ځوى مولوي انوار الحق \"مجاهد\" د طالبانو د اسلامي امارت تر چتر لاندې د توره بوړه د جهادي محاذ تهداب کيښود نو شهيد صفي الله يې د لمړنيو غړيو څخه ؤ .
هغه په بيلا بيلو حالاتو او وختونو کې د توره بوړه جهادي محاذ د نمائنده او مجاهد په توګه پر وخت تيرولو سربيره د توره بوړه د جهادي محاذ د مجاهدينو د نظامي زده کړې يو تکړه ، پياوړې او وتلی استاذ ؤ چې په همدې لړ کې يې د امريکايي صليبي قواوو د ځپلو لپاره په نظامي زده کړه مزين په سلګونو مجاهدين روزلي چې دغه روزنه يواځې د يو کلي ، يوې سيمې او يو ولايت د اوسيدونکو پورې محدوده نه وه بلکه د ټول افغانستان د ګوټ ګوټ څخه يې د دين سرښيدونکي ځوانان پوهولي تر څو په يرغلګرو کاري ګذارونه وکړي چې اوس دغه مجاهدين شهيد صفي الله ته د يوې جاريه صدقې حيثيت لري او انشاء الله د قيامت تر ورځې پورې به د جهاد په لار کې د شهيد صفي الله د زده کوونکو هر قدم خپله شهيد صفي الله ته د ميزان په تله کې خير او نيکۍ زياتوي.
د هغه د کشري ورور مدثر \"همراز\" په وينا شهيد صفي الله خپل لمړنې جهادي سفر د افغانستان د خوست ولايت ته درلود ، په همدې لمړي سفر کې هغه د جهاد مزه داسې وڅکله چې هغه ته يې د خپل کور د بستر څخه د سنګر خړې خاورې او وچې تيږي ګرانې کړې ، د جهاد په سنګرونو کې يې د جنت بوى احساس او د جهاد په مينه يې مست کړ.
د حق د لارې دې سپيڅلي مجاهد د امريکايي يرغل څخه وروسته په خپل کور کې د ارام شپې ورځې تيرې نه کړې بلکه خپل ټول عمر يې د جهاد سنګر ته وقف کړی ؤ ، هغه ډيرې شپې په دې لار کې سبا کړې ، د شپو ورځو مزلونه يې وکړل ، لوږې او تندې يې تيرې کړې ، د جهاد په لار کې يې ټپونه وليدل ، سختۍ يې وګاللې خو د دې ټولو سره سره د هغه جهادي يون ټکنې نشو، بلکه نور هم تيز او چټک شو او پر اسلام د قربانۍ جذبې يې لاپسي تاندې او ويښې شوې.
پر امريکايي صليبيانو او د هغوى په حوارينو باندې د درندو وارونو د تر سره کولو لپاره هغه د خوست او پکتيا غرونه کتلي ، د غزني هر کلی او کوڅه يې د خپلو قدمونو څخه تيره کړې ، د کونړ په دنګو دنګو غرونو کې يې د جهاد د سنګر د ساتلو لپاره شپه ورځ يوه کړې او د ننګرهار ولايت په هره ولسوالۍ کې يې د دښمن سره په مخامخ جګړو کې برخه اخيستې ده .
هغه د خپل پلرني ټاټوبي ننګرهار ولايت نژدې ټولې ولسوالۍ لکه اچين ، ده بالا ، سپين غر ، کوټ ، بټي کوټ ، مومندره ، رودات ، شيرزاد ، خوګياڼي ، پچير اګام او داسې نورو کې د مجاهدينو سره څنګ په څنګ په وسله وال جهاد کې برخه اخيستې او په عمل کې يې ثابته کړې چې هغه دا ټول هر څه د خداى د رضا د حصول لپاره کړي نه د کوم بل مقصد لپاره .
شهيد صفي الله د سپين غره په ټولو اړخونو او په ځانګړي توګه د تورې بوړې په غرونو کې له لمړي سره د صليبي يرغلګرو پر ضد په جهاد کې پوره پوره ونډه اخيستې او په توره بوړه کې يې د صليبيانو سره د جګړې څخه په هغه شيبو کې هم خوند واخيست کله چې صليبيانو د دوه زره او اوم ميلادي کال د اګست د مياشتې په دوهمه لسيزه کې وروسته لدې چې په ياده شوې سيمه کې د هغوى لسګونه عسکر د يوې مخامخ جګړې په ترڅ کې د جهنم کندو ته وغورځيدل او بيا يرغلګرو د تورې بوړې په لوړو څوکو او د سپين غره په لمنو کې په ابادو کليو او بانډو درانده بمونه وغورځول خو په ټنونو ټنونو بمونو او ميزايلو هم دشهيد صفي الله په زړه کې د ذرې په اندازه ډار پرېنښود بلکه د هغه ايماني او جهادي جذبه نوره هم زياته شوه .
بالاخره حافظ صفي الله \"مزمل\" د صليبي يرغلګرو پر ضد د خپل څو کلن جهاد په لړ کې د روان ميلادي کال (2009) د نومبر د مياشتې د دريمې او څلورمې نيټې تر منځ (2009-11-03/04) د چهار شنبې په شپه د لوګر ولايت د برکي برک په ولسوالۍ کې د صليبي عسکرو سره د يوې مخامخ جګړې پر مهال د شهادت جام نوش کړ ، خپل د عمرونو عمرونو ارمان يې پداسي حال کې پوره کړ چې خپله تنکۍ ځواني يې د حق له لارې ځار کړه او خپله پاکه وينه يې د اسلام په لاره کې وبهوله.
اړين بولم ووايم چې شهيد صفي الله د لوګر ولايت د برکي برک د ولسوالۍ په يو کلي کې هغه مهال د يرغلګرو عسکرو سره په يوه مخامخ جګړه کې ښکيل شو کله چې هغوى د مجاهدينو د هستوګنې کور محاصره او پکې د ميشتو مجاهدينو څخه يې د تسليميدو غوښتنه وکړه خو د دين پتنګانو او د شهادت مرګ ته د غلامۍ پر ژوند فوقيت ورکوونکو شاه زلميانو کله دا منل چې د پليتو کافرانو په لاس دې اسيران شي نو له همدې امله يې په جګړه لاس پورې کړ .
د هغه ملګري او د سيمي اوسيدونکي وايي چې په دې جګړه کې ګڼ شمير کفري عسکر د دوزخ کندې ته وغورځيدل او په پاى کې شهيد صفي الله د خپلو درې تنو نورو ملګرو سره په خندا خندا د جنت په باغونو ورګډ شول .
د يادونې وړ ده کله چې په دې وروسيتو کې د تورې بوړې د جهادي محاذ يو بل قهرمان مجاهد شهيد قوماندان حاجي عبد القيوم ( چا چې د مجاهدينو په منځ کې د \"حمزه\" په نوم شهرت درلود ) د ننګرهار ولايت د سپين غر د ولسوالۍ د \"مامندو\" په سيمه کې د ګوډاګيانو سره د يوې مخامخ نښتې پر مهال شهيد شو نو شهيد حافظ صفي الله په همدې جهادي يون کې د شهيد حمزه همسفر ؤ .
شهيد صفي الله د خپلې ځوانۍ په لمړيو کې يو خاکساره ، زاهد ، عابد او د سپيڅلې عقيدې خاوند ؤ چې په همدې صفاتو د مجاهدينو په صفونو کې مشهور او د مجاهدينو په منځ کې يې د همدې فضائلو په درلودلو سره يو بيل مقام خپل کړی او يو ځانګړې محبوبيت يې پيدا کړې ؤ .
د هغه د زهد او تقوى لپاره يواځې همدمره يادونه کوم چې د تيرې روژې په مياشت کې يې پر نورو عبادتونو سربيره يو ويشت ځله د قرآن عظيم الشان ختم هم وکړ کوم چې د هغه په سينه کې پروت او د هغه زړه يې په خدايي نور روښانه کړې ؤ .
شهيد صفي الله يو ډير نرم خويه ، خوش اخلاقه ، د خپلو مشرانو منونکى ، او د يو داسې شخصيت انسان ؤ چې په يو ځل ملاقات کې يې د انسان په زړه کې خپل ځاى جوړاوه او هغه چا چې يو ځل يې هم د شهيد صفي الله سره ليدل کتل شوي بيا يې هغه ندې هير شوی.
بايد ووايم چې شهيد حافظ صفي الله زما د کوچنيوالي ملګری ، په مدرسه کې ټولګيوال ، زما ماما او زمونږ دواړو تر منځ کلکه او پخه دوستي وه چې د هغه سره زما تيرې شوې ټولې لمحې زما په ذهن کې ثبت او هر وخت مې په ذهن خورې وي او دغه لمحې که له يوې خوا زما په مخ د اوښکو کتارونه جوړوي نو له بلې خوا ماته د هغه د سپيڅلتيا مبارکۍ راکوي.
د هغه همتناکې او صبرناکې مور او د کورنۍ نورو غړو ته د شهيد صفي الله \"مزمل\" د شهادت مبارکي وايم او الله جل جلاله ته سوال کوم چې د هغه شهادت په خپل دربار کې قبول کړي .
د شهيد صفي الله \"مزمل\" په ياد کې د هغه د ورو مدثر همراز لخوا ويل شوی شعر :
ستا احساس وو ستا جزبه وه
ستا سپيڅلې عقيـــــــــــده وه
له ګناه نه دې تـــــــــــــــــوبه وه
بس جهاد دې فيصلــــــــــه وه
××××××××
شهادت دې لوې ارمــــان وو
انتظار درته غــــــــــلمــان وو
ستا ملګري ستا په شـان وو
که عــــــــــرب که افغانان وو
××××××××
تا کـــــــــــــړه خپله تنده ماته
زه دې پريخودمه شاتــــــــــه
اوس به څوک وي زما خواته
يم حيران دغې بـــــــــــــــلا ته
××××××××
ستا خبر يو ښه خــــــــــبر دى
ښه په شرعــــــــــــــه برابر دى
خو زخمي مې د زړه سـر دى
ستا په هــــــــــــجر در په در دى
××××××××
ستا يادونو کښې خوب راشي
په مغزو ليونتوب راشـــــــــــــي
په بدن بـــــــاندې روعب راشي
څوک په وينو خړوب راشـــــــي
××××××××
راتـــــــــــــه وايې په مينه، مينه
مـــــــــــــــــــــبارک شه زما وينه
شوم قــــــربان د خداى له دينه
ته هــــــــــــــــــــــــم راشه نازنينه
××××××××
وايې ښه زير راته ګــــــــــــــوره
زه ورمنډه کــــــړم چې وروره
جدا شوى يم له مـــــــــــــــــــوره
زه هم راغلمه له کـــــــــــــــــوره
××××××××
تصــــــــــور کښې رابيدار شم
په سلګو شم په چـــــــــغار شم
ګرانه تا پسې بيمار شـــــم
ته شهيد يې زه په دار شـم
مدثر \"همراز\"