
ايمل افغان
نکلونه : د پښتو د شفاهي ادبیاتو ډېره خوندوره برخه نکلونه دي.
دا نکلونه د پېړیو، پېړیو راهیسې د ولس په حافظه کې پاتې شوي او ځینې اشکال یې ترنن ورځې پورې را رسېدلي دي.
نکلونه د پښتنو د بېلا بېلو سیموپه کلیو اوبانډو کې موجود دي،که یو نکل په یوه سیمه کې ایجاد شوی هم وي،په هماغې مشخصې سیمې پورې مربوط نه دی پاتې شوی، بلکه نورو پښتنو ته هم ورانتقال شوی او عام شوی دی. په نکلونو کې د انتقال په دې جریان کې ځینې محیطي اصطلاحات ، جغرافي نومونه او روایات تبدیل شوي اوپرځای یې دبلې سیمې اصطلاحات او نومونه راغلي دي.
د زمان په تېریدو سره د نکلونو په ژبه کې هم تغییر راغلی دی او همدا راز د نکلونو په ځینو روایاتو کې هم تغییرات واقع شوي دي.
د پښتنو په سیمو کې موجود نکلونه په دوو برخو وېشلای شو:
۱ – د پښتنو خپل نکلونه ، چې قهرمانان ، محیط او ټول کړه وړه یې پښتني دي او د پښتنو د اجتماعي ژوندانه په څېړنه کې له دې ډول نکلونو څخه ډېره استفاده کېدای شي او د دوی د فرهنګ د ډېرو پخوانیو خصوصیاتو ځینې څرکونه هم ځنې ایستل کېدای شي.
په دې پښتني نکلونو کې بیان شوي حکایات او پېښې د پښتنو له هماغه وختني اجتماعي اوفرهنګي ژوند څخه رنګ اخلي.
پښتني نکلونه ځینې ډېر اوږده او زموږ ځینو ښاغلیو اوسنیو ناولونوته ورته بللي دي ، یعنې د ناولونو پخواني او لومړني اشکال دي ، په دغسې نکلونو کې په قصو کې قصې بیانېږي ، خو ځینې یې بیا ډېر اوږده نه دي او د شرقي ادبیاتو حکایتي اثارو ته ورته دي.
د دغو نکلونو اوسني اشکال د خلکو له خبرو او ویناوو سره سم اوډل شوي دي ، په دې نکلو کې ځای ځای ځینې نارې هم شته ، چې نکل چیان یې د نکل د بیان په ترڅ کې په مخصوصو ځایونو کې د نکل د کرکټر له خولې وایی.
په پښتو نکلونو کې د دغسې نارو موجودیت ځینې څېړونکي په دې باوري کړي دي ، چې دغه نکلونه به په لومړي سرکې منظوم ایجاد شوي وي او بیا به یې د وختونو په تېرېدو سره منظوم اشکال هېرشوي وي او د نکل خاکه به د خلکو په حافظو کې پاتې وي او بیابه د همدغې خاکې له مخې د ولس له عامې محاورې سره سم د نکلونو اوسنۍ بڼې عیارې شوې وي او کومې منظومې چې د نکل له لومړنیو اشکالو څخه د خلکوپه حافظو کې پاتې شوې دي، هغه یې د نارو په توګه د نکل د اوسني شکل په خپلوخپلو ځایونو کې ځای کړې دي.
د پښتنو په خپلو ملي نکلونو کې ادم خان درخانۍ ،مومن خان شیرینو، طالب جان او ګل بشره ، ولي جان او تانو، موسی جان او ګلمکۍ ، فتح خان او رابیا، ښادي او بیبو،جمال خان او زیب النسا، ظریف خان او مابۍ او نور ډېر مشهور دي ، د پښتنو خپل نور ملي نکلونه هم شته.
۲– له نورو ولسونو څخه راغلي نکلونه : د بېلابېلو اولسونو ترمنځ د شفاهي ادبیاتو د لېږد د پروسې په ترڅ کې له نورو ولسونو څخه هم ځینې نکلونه پښتو ولس اخیستي دي ، په ځینو کې یې د خپلو محیطي او اجتماعي، فرهنګي شرایطو سره سم څه ورزیات کړي او یا لږ کړي دي په دې کتیګوري نکلونو کې :شهزاده بهرام ګلندامه ، سیف الملوک بدرۍ جماله او نور ډېر د دیوانو او ښاپیریانو نکلونه شامل دي.
د پښتنو په کلیو او بانډو کې اوس هم نکل چیان شته ، دا نکل چیان هغه خلک دي ، چې دا نکلونه یې په خپلو حافظو کې ساتلي دي او د کال په بېلابېلو وختونو په تېره د ژمې په اوږدو شپو کې یې کلیوالو ته وایی.
د پښتنو ځینو خواخوږو ،لکه مرحوم محمد ګل نوري، عابد شاه عابد، پروفیسورولي محمد خان سیال کاکړ، پروفیسور محمدنواز خان طایر، عبدالکریم پتنګ دا ډول نکلونه له اولسه راټول کړي او چاپ کړي دي.