د خوږیاڼیو سراسري شورا  د خوږياڼیو په ولسوالیو کی د ملکی تلفاتو په اړوند اعلامیه





بسم الله الرحمن الرحیم
 
کابل – د  سرطان ۲۹ نیټه ۱۳۹۵
د خوږیاڼو ولسوالیو کې د حکومتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې ملکی وګړو ته مرګ ژوبله او مالی زیانونه اوښتی دی
.........................................................................................................
د ننګرهار ولایت د خـوږیاڼيـوپه دریو ولسـوالیـو ( شیـزراد، خوږیـاڼي او پچیراګام ) کې د څوکالونو راهیسی نا امنیۍ ورځ تربلی زیاتیږي، چې په یادو نا امنیو کې د سیمو ډیرخلک  شهیدان، ټپیان او کډی کولو ته مجبور شـوي دي، په تـیره یوه اونۍ کې د خوږیاڼيـو وزیرو سیمه کې د حکومت او طالبانـو ترمنځ بیا ځلی جـکړی پرمهال د میــرمنو او ماشـومانو په شمول په لس هاوو عام وګړو ته مرګ ژوبله اوښتی، او د یادي سیمی ډیر خلک کډه کولو ته مجبور شول.
د خوږیاڼیو یادې ولسوالۍ د پوځي اهمیت له مخې د پاکستان سره ګډه اوږده پوله لري،له همدې امله د دغه ولسوالیو ولسونه د خپلو امنیتي منسوبینو څخه کلک ملاتړکوي خو د هر لورې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله او دوی ته مالي زیانونه اړول ورته د منلو وړ نه دي .
که له یو لورې ترسره شویو عملیاتو په یاده سیمه کې کوم مثبت تاثیر نه دی کړی او همدا راز د ولسونو او حکومت ترمنځ د فاصلې د لا زیاتېدو لامل  شوی،په ورته وخت کې په ترسره شویو عملیاتو لګول شوی بودیجه هم ضایعه شوې او له امله یې د حکومت د مخالفینو پر ځای (په لس هاوو) ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د دغه عملیاتو له امله په خوږیاڼیو کې سلګونه کورنۍ کډوالې شوي،چې ګڼ شمېر یې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار او چمتلی ښار ګوټی کې اوس بې سرپناه او پرته د خوراکي او غېرې خوراکي توکو له مرستې ژوند تېروي .
همدا راز د خوږیاڼیو د پچیراګام ولسوالۍ سلګونه کورنۍ چې د داعش د ګواښونو له امله د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار ته راکډوال شوي،نارینه یې د داعیش سره په جګړه کې په مورچلو کې پراته دي،چې له دغه کار څخه یې موخه د ځپل ځان ساتنې ترڅنګ له خپلې خاورې څخه دفاع کول دي .
که څه هم په خوږیاڼیو ولسوالیو کې شته ستونزې د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو سره وخت په وخت د حل په موخه شریکې شوي خو کومه ګټه یې نده ورکړې له همدې امله د خوږیاڼیو سراسري شورا د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د جمهور رئیس، اجرایه ریاست، ملي دفاع،کورنیو، کډوالو چارو وزارتونو او ملي امنیت عمومي ریاست باندې غږ کوي،چې:

  • د یادو ستونزو د حل په موخه ګړندې ګامونه واخلي
  • ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه ولس ته د ځواب ویلو ترڅنګ د دغه دردوونکو پېښو قرباني شویو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وکړي .
  • شورا له حکومت څخه په کلکه غواړي،ترڅو له دې وروسته هر ډول عملیات د قومي مشرانو او ولسونو سره په همغږۍ ترسره کړي او د ملکی وګړو د مرګ ژوبلی مخه ونیسی
  • د حکومت د مخالفینو څخه هم په جدي ډول غوښتنه کوي،چې اسلامي اصولو او ارزښتونو ته په درناوي سره د ولسي وګړو د کلیو او کورنو څخه د خپل سپر په توګه استفاده ونکړي
  • د خوږیاڼیوسراسري شورا د دغه کنفرانس په څنډه کې او د سولې او ثبات د رامنځته کېدو په موخه له حکومت څخه یو ځل بیا غوښتننه کوي،چې د کابل ـ جلال اباد دویم سړک چې څومره ژر کېدلای شي،د بیارغونې عملي چارې پیل کړي چی دا کار به  په سیمه کی د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره لاره هواره کړی.
  • همدا راز دغه شورا له خپل حکومت څخه غواړي، چې د کړیو ژمنو پر اساس په خوږیاڼیو ولسوالیو کې د برېښنا واړه بندونو، ښوونې او روزنې، روغتیایي خدمتونو، کرنې او مالدارۍ او نورو برخو کې پروژې پلي کړي .
  • د خوږیاڼیوسراسري شورا د سره صلیب نړیوالی کمیټی څخه هیله کوي چې ژرترژره جنګ ځپلوسیموته ځان ورسوي، او د ټپیانو روغتیایی حالات د نژدي څخه وګوري.
  • د خوږیاڼيوسراسري شورا پرحکومتی چارواکو او طالبانو غږ کوي چې په سیمه کې د ملکی وګړو مرګ ژوبلی ته پام وکړي، او د سیمی خلکو د ژغورنی په خاطر اور بند اعلان کړي.
  • د خوږیاڼیو سراسري شورا د سوله ییزو لارو په ترڅ کې له ښکیلو خواو په ځانګړې ډول د حکومت څخه خپلې غوښتنې وکړې او د جدي پاملرنې هیله لري او که یاد لورې بې تفاوته پاتې شي  نو ولسونه به خپل غبرګون او وروستۍ پرېکړې وکړي.
  • د اړیکو شمیري: 0799331991 - 0777132320
    په درنښت
    د خوږیاڼوسراسري شورا