په كفري هيوادونو كې اوسيدل يا هلته پاتې كيدل دڅوشرائطو په لرلو سره جواز لري او هغه پدې ډول دي :
۱ _ شرعي ضرورت به موجود وي ترڅو په كفري هيواد كې پاتې او هلته ميشت شي چې دغه چارې به په اسلامي هيوادونو كې نشي ترسره كولاى لكه سوداگري، دعوت، دخپل مسلمان هيواد نماينده گي، علمي زده كړه چې په خپل اسلامي هيواد كې هغسې نه وي موجوده، په خپل ځان له وژنې، زندان او شكنجې څخه ويريدل او داسې نور، يا هم داسې چې په اسلامي هيواد كې په خپل اولاد، كورنۍ او شتمنۍ ويريدل، ددغو لاملونو په موجوديت سره كولاى شي په كفري هيواد كې پاتې شي .
۲ _ په كفري هيواد كې به يې پاتې كيدل موقت وي دائمي بڼه به نه غوره كوي، آن چې د تل پاتې ژوند نيت به هم نه كوي، بلكې دموقت وخت نيت به ورسره وي، ځكه د دائمي اوسيدنې يا نيت معنى داده چې له دار د اسلام څخه يې داركفرته پناه وړې، او دغه كړنه د اسلامي حكم اومقرراتو سره په ټكر كې ده هغه دا چې هجرت به له دار كفر څخه دار اسلام ته كيږي.
د موقت وخت تيريدل به په داسې توگه وي چې دكوم حاجت لپاره تللې چې كله هغه هم پوره شي نو كفري هيواد به پريږدي او خپل اسلامي هيواد ته به ستنيږي.
۳ _ په كوم كفري هيواد كې چې پاتې كيږي هغه هيواد به دار حرب نه ويې بلكې تعهد به ورسره شوې وي او كه دار حرب وو بيا پكې پاتې كيدل جواز نلري، دار حرب پدې معنې چې هيودوال يې د مسلمانانو سره جنگيږي.
۴ _ په هماغه كفري هيواد كې به ددين بشپړه آزادي موجوده وي، ترڅو مسلمانان وكولاى شي د خپل دين شعائر په ښكاره اوسمه توگه سرته ورسوي.
۵ _ ددې وړتيا به موجوده وي چې په هماغه هيواد كې اسلامي تعليمات زده كړي، كه چيرې ددې شونتيا نه وي بيا هلته پاتې كيدل جواز نلري، ځكه چې په دغسې حالت كې دالله پاك له دين څخه سرغړاوې دې.
۶ _ دده غالب گمان به داسې وي چې دخپل دين ساتنه كولاى شي، ددې سربيره د خپل اولاد او كورنۍ ساتنه هم د اسلام په چوكاټ كې كولاى شي، كه داسې نه وي بيا پاتې كيدل جواز نلري، ځكه ددين ساتنه دنفس، مال او اهل له ساتنې څخه غوره او بهتر دي، نو اوس كه چيرې دغه شرائط پوره شي بيا روا ده چې په كفري هيواد كې واوسي او كه پوره نشي نو هلته اوسيدل جواز نلري، هغه لدې كبله چې د نه اوسيدنې په اړوند بې شماره نصوص راغلي او پدې ټينگار كوي چې دكفري هيواد څخه اسلامي هيواد ته هجرت وكړي، له بلې خوا ددې احتمال خورا زيات دې چې د خپل دين او اخلاقو حفاظت او ساتنه به ونكړاى شي، د تابعيت اخستلو لپاره دا شرط ده چې شرعي ضرورت به موجود وي، هغه پدې معنې چې د كوم كار لپاره مسلمان هلته پاتې شوې نو دهغه كار سرته رسول د تابعيت څخه پرته شوني نه وي، او مصالح يې هم په همدې پورې تړلي وي كه دغسې حالت وي بيا روا ده او كه نه وي نو د تابعيت اخستل جواز نلري، ځكه دتابعيت په اخستلو كې دكفارو سره دوستي راځى، ددې سربيره به په داسې كړنو لاسليك كوي اوهم به پرې تلفظ كوي چې هغه د اسلامي عقيدې يا ايډيالوژي سره سمون نخوري، لكه په كفر يا كفري قانون رضايت، بل دا چې د تابعيت اخستل ددې لامل گرځي چې هلته به دائمي اوسيدل اختياروي او دا جواز نلري.
ددې شرائطو په موجوديت سره كولاى شي تابعيت واخلي ځكه په دغسې حالت كې به دى اوسيدنې ته مضطر وي او دضرورت پر بنسټ ناروا څيز هم مباح كيږي او يا به په پاتې كيدوكې داسې مصلحت نغښتې وي چې په مفسده به غوره اولوړوي.
دا چې مسلمان په كفري هيواد كې دموقتي مودې لپاره دهغو شرائطو پر اساس چې وړاندې څرگند شوه پاتې كيداى شي نو آيا هلته به څه ډول كار كوي؟
په دې باره كې بايد ووايو چې كله مسلمان دكافر سره دكاركولو تړون وكړي او هغه كارونه مباح وي لكه دكافر لپاره خياطي، آهنگري، دهقاني، نظافت او داسې نور، نو دا د مسلمانانو په اتفاق سره روا دي، امام احمد په خپل مسند ((۶۸۷)) كې روايت كړې وايى : (( على ابن ابى طالب د يهودي سره په اجوره كار كولو چې د اوبو هره بوكه به يې د يوې خرماء په مقابل كې ورته راوړه))، او دا چې مسلمان د كافر سره مزدور شي ترڅو دهغه خدمت وكړي لكه جارو وهل دگندگيو پاكول نو دا د مسلمان لپاره سپكاوې دې، له همدې كبله دغسې كارونه جواز نلري، مگر احمد، مالك، حنفي علماء اوشافعي په جديد قول كې وايى : دغسې كارونه جواز لري، پدې شرط چې مسلمان ورته محتاج او اړ وي، او دا دهغې قاعدې پر بنسټ چې وايى : ((دضرورت پر بنسټ حاجت دضرورت حالت ته رسيږي)) بل دا چې يو مسلمان دكافر سره په مزدوري يا اجوره كار كوي او يا دهغه خدمت كوي نو ددواړو ترمنځ خاص فرق نه ليدل كيږي، ځكه خدمت هم كار دې، او كه حاجت چې دضرورت پړاو ته رسيږي نه واى نو مسلمان به هيڅكله دكافر خدمت ته غاړه نه واى ايښې اونه به يې دهغه مشري قبوله كړې واى، خو مسلمان ته نده روا چې كله دكافر سره مزدوري كوي نو حرامې چارې ترسره كړي، لكه هغه ته د شرابو برابرول، دخوگ دغوښې پيرل، دحرامو صنعت، دحرامو پلورل او پيرل او داسې نور ځكه ددغسې چارو تر سره كول په قرآني او نبوى نصوصو سره حرام دي.
مگر كه په هوټل يا تجارتي مركز كي مباح كارونه كوي لكه مباح شربتونه، حلاله غوښه نو دا بيا روا دي، اگر كه هوټل اوتجارتي مركز خپلو پيرونكو ته حلال او حرام دواړه وړاندې كوي، البته دا ټول په حلالو او حرامو گناه اونه گناه پورې تړاو نيسي، خو غوره او بهتره داده چې د شبهاتو او شكونو له ځاى څخه ځانونه وژغوري، لكه د نعمان بن بشير رضى الله تعالى عنهما په حديث كې چې راغلي دي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : ((حلال څرگند اوښكاره دي، حرام څرگند او ښكاره دي، ددواړو په منځ كې يولړ شيان مشتبه دي نو څوك چې ددغو مشتبه شيانو څخه ځان وژغوري، دخپل دين او ناموس ساتنه يې وكړه اوغاړه يې خلاصه كړه )) ( ) .
وروستي