د سردار محمد داؤد د صدارت دوره او د ښځو نهضت


قمره وکيلي اڅکزۍ
       
يادونه : دغه مقاله په جرمني کې د اروښاد محمد داؤد خان د سلمې کليزې يادغونډې   سيمينار کې ولوستل شوه .
زمانې تېريږي٬  تاريخونه جوړيږي٬  واقعيتونه څرګنديږي٬ قضاوتونه پرې کيږي  او نظريات بيانيږي
 
خو د تاریخ  « فیګور » چې بحثونه پر راڅرخي  وجود نه لري چې له ځانه دفاع وکړي او یا خپل د مهال د سیاسي او ټولنیز  موقف  او کړني په باب څرګنده وني وکړي . شهید محمدداؤد خان هم لکه زموږ د نورو تاریخي ستورو پشان  یو ستوری دی چې وړانګۍ ئي ورسته له مړني د تاریخ  لویي څپرکي جوړه وي .پوهان پر ږغېږي او خبري پرکوي .     داؤد خان د سردار محمد عزیز خان زوی دی٬ چې په      ۱۹۰۹ زېږند کال په کابل کي نړۍ ته راغلی دی .   په هېواد کي ئي تر لومړنیو زده کړ ي وروسته لوړي زدکړي  په فرانسه  کي سرته زسولي دي . او دغه رنګه د دوي د کورنۍ  له  دود سره  سم نظامي زده کړي هم کړي دي .   ده ورسته تر ډېرو  اداري  چارو په کال ۱۹۵۳ عیسوي کي د افغانستان صدارت د مقام  د چارو واګي په لاس کي واخستي .  د داؤد خان  صدارت د دورې هلي ځلي د اداري فساد لیري کول٬ د رهبري سوي اقتصادي سیستم جوړول٬ د خوصوصي سکتور او کرني ځمکو بیا رغاوی٬ د پرمختللي اقتصادي او سیاسي پلانونو جوړولو لپاره وې    داؤد خان  د ځان ځانۍ څخه کرکه لرل . د خپل کورنۍ د امتیاز غوښتلو مخالف وو٬ چې د خپل جمهوریت په دوره کي ئي د خپل نامه څخه د سردارۍ  لقب او خاني لیري  کړه   په دغه وخت کي چې داؤد خان د افغانستان  صدراعظم سو٬ نړې د دویم نړېوال جنګه څخه خلاصه سوې وه . د نړۍ په سیاسي حالاتو ئي بدلونونه راغلي وو .  امریکا او شوروي  هر یوه هڅه داوه٬ چې وړوکي هېوادونه تر خپل سیاسي  او اقتصادي  اغیزي لاندي راولي . مګر داؤد خان  په خپل مدبرانه او مېړنی سیاست د افغانستان د ټولني د نېکمرغۍ او هو ساژوند لپاره  د غیرمنسلک یا نا پیلتوب سیاست اعلان وکړ .   ده غوښتل یو مترقي ٬ پر مختللی او پرخپل ځواک ولاړ افغانستان جوړکړي . د ښځو شتون ئي د ټولني په جوړ ښت او رغاوی کي لکه د نړۍ د نورو هېوادوپه شان اړین باله ٬ ځکه ښځي د ټولني نیم اړخ  جوړه وي . او پاک خداي (ج) پخپل پیدایښت کي ښځه او نر د انسان تر سرلیک لاندي  یاد کړي . موږ  وینو چې یوه کورنۍ  بیا د یوې ټولني بنسټ او په پاي کي د نړۍ جوړښت  د همدې دو موجودو څخه تشکیل شوی دی . په دې مانا چې نر او ښځه د یو بل لازم او ملزوم دي .  د هر یوه په لږوالې کي د نړۍ شتون  نا ممکنه کوي . د ښځو وجود ته ټولنه په هره کچه چې وي اړتیا لري .  د یوې  ښې  ټولني د بنسټ  لپاره په چارو پوهه او روزنپوهه  مور (ښځي) ته زیاته اړتیا ده .  هر کله باید دولتونه او چارواکي ورته ښه پاملرنه ولري  .  د یاد وړ ده٬ چې په دې برخه کي د اعلحضرت امان الله مترقي  دورې ته یو لنډه کتنه وکړو .  د شاه امان الله په مهال کي ښځو ته په اساسي قانون کي د نارینو سره  سم حق ورکړه سوی وو .  او د  دوي لپاره په رښتیا هم کار کېده . په کال ۱۹۲۱ ز  کي د ارشادنسوان اخبار د محمود طرزي د میرمن اسما لخوا  خپرېده٬ چې دښځو تنویر٬  روغتیا٬ دکورنۍ جوړښت٬ د ماشوم روزنه ٬ دکورني اقتصاد مطالب ئي خپره ول .  په کال ۱۹۲۵ کي  د ښځو یوه ټولنه د شاه امان الله د مېرمني ملکه ثریا په هدایت جوړه سوه٬ چې انجمن حمایه نسوان  نومېده او د شاه امان الله خور ئي مشرتابه کاوه . دې ټولني د ښځو د لیک لوست په زده کړه کي ډېره اغیزمن رول درلود .  محمود طرزي  چې خپله د سراج الاخبار مشر تابه پرغاړه وه تل ئي پخپل لیکونو کي په غیر مستقیم ډول  د ښځو د رښت په هکله خپروني کولې .  د بېلګي په توګه : ده به لیکل یو نر او یوه  ښځه کورنۍ ده .   مطلب دا چې د ډېرو ښځو درلو دل   اړین نه دی .  په کال ۱۹۲۸ کي د لومړي ځل لپاره د ملالی ښوونځۍ د ننه په ارګ کښې تاءسیس سوه٬ چې ۸۰۰ نجوڼو ګډون پکښ لاره او ډېر ئي د شاهی د کورنۍ غړي وې .    ۶  کاله وروسته  بیا دوې نور ې د نجوڼو ښوونځي  جوړي سوي٬ چې څه د پاسه ۷۰۰ تنو نجوڼو زده کړه پکښې کوله .    ژبه٬  لیک او دیني مسائل پکښې زده کېده . په همدې کال ۱۵ تنې نجوڼې د لوړو زده کړو لپاره د ترکيي هېواد ته    ولېږل  سوې .  په سقاوئ کي ټول نهضت سقوط وکړ. او حتی هغه نجوڼي چې د زده کړي لپاره  بهر نیو هېوادنو ته لېږل سوي   وې بېرته را وغوښتل سوې .   د اعلحضرت نادر شاه او  اعلحضرت ظاهرشاه  په دوره کي هم د ښځو نهضت په ارامه تر چادری لاندي  روان وو .   په کال ۱۹۳۹ ز کي د نجونو ښوونځي او لومړنۍ زده کړي اجباري سوې .     او په ولایاتو کي هم  د نجوڼو ښوونځي جوړ ي سوي٬ مګرد نا مساعده چاپېریال په خاطر نجوني د کورنیو په خوښه ښوونځیو کې شامې لېدلې .  په کال ۱۹۴۶ ز کي د مېرمنو ټولنه چې اساس ئي د شاه امان الله په وخت کي  د   (انجمن حمایت نسوان) په نامه  وو بیا جوړه سوه٬  د رضا کارو مېرمنو ټولني جوړي سوي – د مېرمنوپه ټولني  کي د نسوان لېسه جوړه سوه .  هغه مېرمنو چې دکورنۍ کارمشکلات  ئي لرل او عمر ئي دښوونځي له وخت تېر وو درس ویلو او مسلک زده کړي لپاره ودغه ټولني ته ورتلې او  زده کړي به ئي کولې . دلته دلیک لوست کورسونه د مشرانو لپاره دایر سوه .  د نجوڼو پوهنځۍ دځوانانو څخه جلا تائسیس شوه . خو استادان ئي نارینه وه او ښځي په چادرۍ کي پوهنځۍ ته تلې .   کله چې سردار داؤد خان په کال  ۱۹۶۳-۱۹۵۳ ز د افغانستان صدر اعظم سو د وخت دغوښتني سره سم    داؤد خان د ښځو د ښووني او روزني  په تېره بیا په کورنۍ اقتصادي چارو کي د دوي ګډون ته خاصه پاملرنه وکړه .   دښځو سیاسي رشد پیاوړی او د ښځو د ښونځیو شمېر زیاد شو . د ښځو لپاره د نرسنګ ښوونځۍ جوړه شوه – دمېر منو ټولني د نسوان  په لېسه کي د ښځو مسلکي زده کړي پیل شوې – د ښځو لاسي صنائع ته پاملرنه وشوه – د مېرمنو مجله او د ښځو لپاره مجلې او جرېدې او دغسي هم د نشریو لمن پراخه سوه – دلیک لوست کورسونه د ښځو لپاره هرچیري دائر شوه . ښځي چې په پوهنځیو کي شاملي وي وروسته ترفراغت د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هېوادنو  ته  و  لېږل شوې .  د ژورنالستۍ  پوهنځۍ نجوڼي د مطبوعات ډکر ته را ووتلې . د هېواداو انیس په اخبارونو کي ئي ګډون وکړ . په  ۱۹۵۷ زکال کي د لومړي ځل لپاره لطیفه کبیرسراج د کابل رادیو د خبرونو نطاقه شوه٬ کله چې ږغ ئي د کابل راډیو څخه د خلکو غوږو ته ورسېد  د خلکو د حیران تیالامل وګرځېد . دغه رنګه هم مېرمن پروینه د موسیقی هنر  ډکر ته راووته . په همدې  کال د امریکا او فرانسې څخه په بریالي توب  زموږ ښځي  ګران هېواد ته راستنې شوې . دمېرمن معصومه عصمتي وردک له قوله چې ویلي وه : (موږ ته چادرۍ له کورو څخه راوړه سوې  . په چادرویوکي د هواي ډګرڅخه کورو ته راغلو . ) دوي د ښځو د خدمت په چارو کي بوخت شوې . ‏
 یو بل لوړمترقي  ګام د داؤد خان د صدارت په وخت کي د ښوځو د ازدواج مسئله وه .  د واده قانون  جوړ سو – د واده کولو عمر ۱۵ کلنۍ څخه پیل کېده . ښځي د کورنیو  شخړو په بدل کي ورکول کېده منع سول – د نکاح خط راجستر ه ول  په دولتي دفتر کي حتمي وو . دغه نکاح خط او په هغه کي درج شوي شته د ښځي په اختیار کي وو  .  بل دغوره کار څخه دا وو چې د پوهني وزارت په نوښت په کابل کي یو سېمنار جوړ سو د ټولو ولایتو  د ښځو پلاوي را وبلل سوې٬ د نوو ښوونځیو د جوړولو  سلا مشورې و سوې او د یوه پلان له مخي د دولت خاصو مرستو پواسطه د نجوڼو متوسطه   ښوونځۍ  و لېسو ته لوړي سوي . د فارغانو شمېر ډېر سو نجوڼو زیاتره د ښوونکو دندي غوره کړې .    په هېواد کي   د ښځو ښوونکو  -  ډاکترانو-  نرسانو -  ژورنالستانو-  لیکوالو -  استادانو او نورو مسلکي حرفو شمېر د پام وړ    وګرځېد .  ا و په   زېږدیز  کال  ۱۹۵۹ کي داؤد خان دافغاني مېر منو د نهضت د حمایت ر سمي  اعلان وکړ او ښځو ته ئي  ډاډ ورکړ  چې دولت د دوي  د حقوقو تضمین  او  ملاتړ  کوي .  دا د داؤد خان د انقلابي    هلو ځلو یو قوي ګام  وو٬ چې افغاني مېرمني به تل دی د خپلوحقوقو او  مدني ازادیومخکښ لارښود بولي .  هغه  مېرمني چې په هغه وخت کي ئي دښځو نهضت مخ  ته بېوی داوې :   شفیقه ضیائي٬  معصومه عصمتي وردک صالحه فاروق  اعتمادي٬  لطیفه کبیر سراج٬  روقیه ابوبکر٬  نفیسه مبارز٬  عالیه حفیظ٬ محبوبه رفیق٬  عالیه پوپل٬ جمیله فضل   کبرا نورزاي  اوځینينوري . دوي د ښځو د نهضت پرسه په ښه توګه مخ ته بوتله لکه څرنګه چې زموږ د افغاني غرور او کلتور وړ وه .   زه هيله لرم  چې افغاني مېرمني تل خپل د حقوقوعفت او عزت مدافع وي او هغه حق چې پاک خداي (ج)  د دوي د تعلیم او ازدواج په هکله ورکړی دی وساتي  او بیا د حسارت کړۍ غاړي ته وانه چه وي  .                                                      
                                                          و من الله  توفیق