افغاني ماشومان د فلسطيني ماشومانو په پل

                       
دا چي افغان قوم د ځمكي په سر يو مظلوم قوم دي او هيڅوك يي د حال احوال د پوښتلو نه شته دي او دغه قوم هميشه د استعمارګرو او د هغوي د غلامانو د سترګو ازغي دي او ګرځيدلي دي نو له دي امله هيڅكله دغه مظلوم قوم چا ارام او هوسا ژوند تيرولو ته نه دي پريښي او هميشه دي ته اړ شوي دي چي كله خپل كور پريږدي او كله هم خپل وطن او د پردي ټاټوبي  چوپړ ته مجبور او اړ شي كله كله دا اړينه كم وخت واخلي او كله بيا داسي شي چي كلونه كلونه واخلي او دا قوم په نورو ځايونو كي اباد شي خو ډير غيرتي او همتي قوم دي هيڅكله يي هم بيا د خپل ټاټوبي او هاغه دوهم ټاټوبي فرق نه دي كړي او دوهم ټاټوبي ته هم  دلومړي په شان ګوري دا چي افغانان د شوري د يرغل نه وروسته ګډ په سر شول نو مختلفو هيوادو ته لاړ او هلته يي د مهاجرت او مسافري شپي او ورځي تيرولي نو په لومړي سر كي خو ټوله نړي د شوريانو څخه ويريدل او همدا يي د طمعي اخري ځاي وو چي شوروي دلته را مهار شي كنه نو ټوله نړي به د خپل جغ لاندي راولي نو هماغه وو چي افغانانو هم ورته خپلي سيني سپر كړلي او په خپله ايماني جذبه يي سره شوريان مات كړل او ټوله نړي په عمومي شكل او اسلامي او ګاونډي هيوادونه يي د هغوي د بربريت څخه وژغورل او كه په دوي هرڅه تيريدل هغه تير شول قرباني مونږ وركړي او مزي او چړچي د نورو شولي نو په هغه وخت كي همدا افغانان دټولي نړي اتلان وه هرچرته به چي تلل خلكو به ورته د اتلانو په سترګه كتل خو چي ټولي نړي د ارام ساه واخستله نو وروسته ورته افغانان د يو ناكاره قوم په شكل ښكاره كيدل ، د اچي شوروي په ګونډو شولو او هيواد مو د هغوي نه ازاد شولو خو دبده مرغه د هغوي غلامان او جاسوسان لا د واګ پر ګدي پاتي وه نو بيا مو هم هيوادوالو مبارزه كوله تر څو د هغوي د لاسپوڅو حكومت مو هم ړنك شولو او ځاي تش په نامه مجاهدينو او په پټه د همغه شوروي لا تيزو غلامانو په واګ كي پريوتي وو تر دي چي دوي هم د خپلو مشرانو په څير د هيواد څخه وشړل شول او واك طالبانو ته په لاس ورغللو كه يو څه نسبي امن راغللو خو ډير زر ورپسي د بل طاغوت په د ماغو كي ددي هيواد غيرتمند قوم د لاندي كولو فكر شولو او هماغه وو چي هيواد يي يوځل بيا اشغال كړلو نو افغانان بيا په پرديو ډاكونو كي پاتي شول او هلته هم ديوڅو افغانانو څخه غير نور اكثره هيوادوال د غمونو په ټغركيناستل او ډيرو كمو خلكو زړونه ښه كړل چي خپل هيواد ته لاړشي او تاوده او ساړه په خپل هيواد او ټاټوبي كي تير كړو خو لا اوس هم په مليونونو افغانان په پردي هيوادونو كي شپي او ورځي تيروي چي څه دپاسه يو مليون په ګاونډي هيواد پاكستان كي دي ، دلته هم د شوروي د جنګ په وخت كي افغانان دومره ډاډه او زړور وه چي خپله پاكستاني يي نه وه خو د بده مرغه د كال 2001 څخه راوروسته دلته افغانانو ته په بله سترګه كتل كيږي او هر افغان ته د قرباني د پسه په سترګه كتل كيدل چي كوم ځاي كي يي ونيسي او امريكا څخه پري ډالر واخلي هغه يي تر سره كړل خو په هغه وخت كي يو فوجي ظالم مستبد د ملك ټول واك وو د افسوس خبره خو وه خو داسي نه لكه اوسني حكمرانان او خاصتا د سرحد ولايت مشران چي خپل مشران يي اكثره د تيرو حكومتونو وخت كي افغانستان ته راتلل او هلته به وه او ځان يي د افغانستان يوه برخه ګڼله او هميشه به يي دا نعري وهلي چي لر او بر يو افغان او يا هم خپل مشر ته اوس هم فخر افغان وايي د كله نه چي ددوي حكومت راغلي افغانان ډير خوشحاله وه ځكه افغانانو ددوي نعري اوريدلي وي چي هميشه يي ځانونه د افغانانو څخه هم تيز پښتانه او افغانان ګڼل نو ددوي د راتلو سره د جلوزو د مهاجرينو پنډغالي وتړلو چي ښكاره اشاري يي وركړلي چي دا هغه خلك نه دي كوم چي شعارونه وركول او هغه يي يواځي د چوكي تر لاسه كولو پوري كولو او د هغي نه زيات هيڅ همدردي د افغانانو سره نه لري دا دي اوس يي تازه كار دا شروع كړي چي د افغانانو په كورونوبغير د اجازت څخه ننوځي سړي د ځانونو سره بوځي او نور غلا او ډاكي هم كوي چي شمشتو پنډغالي يي د روژي د مباركي مياشتي څخه تر هدف لاندي وو هلته يي د روژي په مباركه مياشت كي هره شپه په كورونو ننوتل او د ځانو سره يي سړي او د بعضو كورونو څخه زنانه بغير د څه جواز نه د ځانونو سره بوتللي او دغه لړي لا تر اوسه دوام لرلو خو دا هرڅه به يي د ډاكي او غلا په شكل د شپي په تياره كي كول او چي څه به يي خوښه وه هغه به يي د يوڅو كورونو څخه وړل خو اوس نور هم لا تيز شول او هغه دا چي درواني مياشتي په دريمه نيټه يي د سهار لمانځه پسي د مظلومو هيوادوالو په كورونو چاپي ورواچولي او چي خلك د سهار دلمانځه څخه راوګرځيدل دوي او خطايي ډزي شروع كړلي او خپل د لټوني عمليات يي شروع كړل خو وروسته چي كله د مكتبونو د شروع كيدلو وخت شولو ماشومان ټول په كورونو او يا هم په كوڅو كي حصار شول او نه يي شو كولي چي خپل سبقونه ووايي او ددوي دغه عمليات لا ښه په درز كي روان وه او د خپل هدف  ترلاسه كولو دپاره يي كوشش كولو چي هغه د افغانانو نيول او د ځان سره يي بوتلل او هم يي چوراو چپاو كول وو نو ماشومانو هم د خپلو فلسطيني مسلمانو ورونو په قدم پل كيښودلو لكه څنګه چي هغوي اسرائيلي غاصبو عسكر په ډبرو ويشتل نو دغو افغانانو هم په دغو ظالمو او نا ترسو غلو داړه مارانو او چپاولګرانو د تيږو ګذارونه شروع كړل په مقابل كي يي ظالمانو هم د اسرائيلي عسكرو په شان په دوي ناتاره ډزي وكړلي او ددوي د جملي څخه يي څلور تنه په شهادت ورسول او په لسګونه يي په وينو ولړل خو د افغانانو مورال ټيټ نه وو او دوي هم لكه چي د افغانانو وينو ته تږي ناست وه نو د ددغه تنكيو ځوانانو په نيونه يي لاس پوري كړل چي په لسګونه يي ونيول دا چي دوي خالي لاس وه او هغوي په هر قسم اسلحو مسلح نو اكثره تنكي ځوانان يي ونيول او د زندان د تورو تمبو شاته يي واچول او نوري يي هم همداسي ناتاره ډزي كولي تر دي پوري چي ټول خلك يي د خپلي مخي څخه لري كړل او دوي نور چي د كورونو د چور چپاول څخه خلاص شوي وه او هلته يي چي څومره پيسي او كالي لاس ته ورغلل هغه يي د ځان سره بوتلي وه نور يي دغه داړه مارن په بازار راخوشي كړل نو دوي د هم په دوكانونو او د سرك په سر ولاړ كراچي والاو په مالونو د كارغانو په شكل راپريوتل هم يي پيسي چور كړلي او د ځانو سره يي اجناس هم چور كړل او افغانان يي په خپلو وينو لړلي د ماتو دروازو سره پريښودل چي نه يي سرونه وه او نه يي مالونه خو دغه غاصبي لښكري دمنتقم ذات څخه هم نه ويريدل چي دا افغانان داسي منتقم ذات لري چي هغه هرڅه په خپله څارلي دي او لكه څنګه يي چي ددوي څخه د ۷ اكتوبر انتقام په هغه زلزلو واخستلو كوم چي بيا په ۷ اكتوبريي پري راوستلي چي تر ننه پوري خلكو ته د سوال دپاره ناست دي او ابادي يي نه كيږي او هومره خلك يي مړه او د خاورو لاندي شول لكه څنګه چي دوي زمونږ هيوادوال د ۷ اكتوبر په همكاري وژلي وه ، او همدارنګه يي هغه دشتي بيرته ددوي څخه ډكي كړلي كومي چي دوي ورڅخه افغانان شړلي وه ، نو لري نه ده چي دا انتقام هم ورڅخه هماغه منتقم ذات يو ځل بيا واخلي .