پا چا او ملګري

    لیکنه: رفيع الله آرمان
کلونه، لسيزې او پيړۍ وروسته په يوه سيمه د آزادۍ لمړخپلې وړانګې وغوړولې په کمه موده کې تورو او ډارونکو تيارو خپلې مينې درڼا استازي او نوي ژوند ته پريښودې، هر ساکښ د آرام او سکون سا واخيسته هرې خوا خوښۍ او غورځنګونو په جګړو ځپلو لوغړنو انسانانو پسې منډې وهلې،جنتي وږمې لګيدې،نور نو د لمبو او باروتو پر ځای خوښيو او مستيو غرغرې نه بلکه غاړې پيل کړې.
ټولو دوخت پاچا ته دعاګانې کولې او دسولې دپيغمبر په سترګه يې ورته کتل.
پاچا په غرونو کې په دوړو خړوپړو ټوپک مارو ته خپله د مهرغيږ خلاصه کړه او په اوږو يې دمحبت لاسونه ور واړول،د شاهي ماڼۍ په يوه برخه کې يې بې سره او بې بره حجره ورته په عربي او ترکي غاليوفرش کړه اوڅنګونوته يې زر زري او طلايي بالښتونه کيښودل، خدمتګارانود چايو،پيستې او بادامو پتنوسونه په يوه منډه له دروازې ويستل او ننويستل، اوس نو د ګړنګونو اوغرونو کيسې په طلايي او رنګه غاليو او په سفنجي توشکو بيل خوند درلود.
نړۍ هم ګوته په غاښ په وطن کې روان هيجان ته د فکر په ټال زنګيده، د تصور تر قامت يې دا اوچته خبره وه چې دپيړيو پيړيو جنګي امپراطوران دې دا سې ناڅاپي له غارونو نه تر شاهي ماڼۍ را ورسي.
دشاباسيو او تقديرونو زمزومې د پاچا په خوا راماتې شوې،نيمه نړۍ په دې خوا راوکوچيده او د داسې يوه امپراطور لاس نيوی او اشنايي ورته يو وياړ وګرځيده.
پاچا به لا خوله نه وه خوځولې طرحې اولګښتونه به يې ورته مخ ته باره شول لابه ميلمه پياله نه وه تشه کړې د پيسو امبار به په طلايوکوچونو کې ناستو کسانو ته ورتقسيم شو.دپاچاحجره به تر بيګا پورې سل ځله ډکيده او تشيده، دحرم سرای په ميملستون کې به هم له چلم نه نيولې تر سګرټو نصوارو پورې هر ډول ضروريات رفعه کيدل له خنداګانو سره به دچلم لوګيو په هوا حلقې ويستې. څه نه وو چې نه وو.
په ډير کم وخت کې دښار په زړه کې آسمان څکې وانۍ ودريدې هغه زړې او عمر خوړلې يې سيوري ته ښکته پاتې شوې، دغرونو تر لمنو هم اغزن سيمونه را چاپير شول په سرونو يې لوړې او دنګې ستنې ودريدې، دکورنو له غولي نه په بهر ملکونو کې دمسافرو خبرې په وړه جيبي وسيله (تلفون )باندې روانې شوې دسولې او سپرلي وږمو يې دماغونه وتخول ورپسې يې جنتې وطن ته حواسو رامنډه کړه په لاريو،لاريو يې را وځغاستل په سمه او صحرا يې واړول .
پاچا لاهم په ماڼۍ کې بوج غوړولی لاهم تشيده او دحجرې په ملګرو ويشل کيده، له خلکونه نيستې هيره وه د دوهم،دريم او څلورم واده په تکل يې د رويبارانو خولې خوږولې. ګڼو بهرنيانو هم په دې جنت کې د اوسيدو قوالې او سندونه واخيستل او د اوږده عمر طرحې يې په ذهن کې وځغلولې.ورو ورو دحکومت هيلې وټوکيدې او په ځينو بنسټونود فکر کولو موقيع پيدا شوه.
پاچا په مقررۍ بريد خښ کړ دماڼۍ په حجره کې يې دجهاد او مقاومت له ملګرو پيل وکړ له همغه ځايه يې راساًخپلو څوکيو ته وليږل، هغوی چې دری لسيزې په غرونو کې دسخت زړو ډبرو،پرښو او ګارو ګاونډيتوب کړی و نو کټ مټ يې ځانونه هم ډبرې او پرښې جوړ کړي ول، خدای ورکړه پيسې وې چوکۍ وې او عيش نوش و نور نوهغه ترې هيره وه چې نيمه وچه ډوډۍ به يې په پنځو کسو خوړه ډير، زر يې دملکيت حريمونه د هيواد له پولوهم واوښتل.
هلته له باندې نه تماشاچې همايه ګر نور بې خرچۍ ته برابر شو تر اوسه يې چې دنوي امپراطورملګري نه کومې هيلې لرلې يوه هم نه وه پوره شوې،اوس نو نه پوهيده چې دا لوبه نوره هم وغزوي او که ځان مات کړي، تر لږ فکر وروسته يې په خپله طرحه د تجديد نظرمفکوره ور پيدا شوه، هغه دا چې امپراطور ملګري خو خپل ملګري او دحجرې ياران وپړسول او بيرته په خپله حجره راټول شول نو نيمايې وطن بيرته په تيارو کې ډوب و اونيما يي نور ته يې دعقل او فکر دايره تنګه شوه تر همدې ځايه ورسره خپلې چالاکۍ ملتيا وکړه نور يې بايد قانون ته غاړه ايښې وی همدا وه چې دپاچا سلطنت پای ته ورسيد او دحجرې يارانو يې لاهم همدلته دشپو،شپو خوبونه ليدل هو تر يوه وخته يې وليدل خو چې دخلکو شور اوپوښتنو نيم خوبه کړل نو په دې وخت کې يې په نيم لوڅو سترګو په غرونو کې سنګرونه تر سترګو،سترګو کيدل چې ټول کلی به پسې شاته ولاړ و د دوی امر ته به يې خپلې ساګانې ډوبولې.خو ملت ټول عمر د دوی په امپراطوريوکې بلد و نو همدلته يې ترې د تيښتې موقيع ومونده اولاره يې ترې چپه کړه خو يو، يونيم يې لا هم په پاتې شونو پيسو وساته.
پاچا که هرڅومره له ده نه وړاندې تيارو ته ګوته نيغه کړه خو هغه پنځه نورې به يې دعصر هغه بيړۍ ته وې چې دغه مزل يې په لږه موده کې څو چنده وهلی و او حتا دومره وړاندې تللې وه چې د ده دغه بيړۍ په دې ځای کې داسې ښکاريده لکه نوره چې د جنت دروازې ته رسيدلي وي خو دا يې لا حرکت دی.
له پاچا سره اوس هم دخپل سلطنت غرور او دسلطې ياران زنګيدلي روان دي خواوس يې حجره دملت له کاله نه را ايستلې. اوس يې د دامپراطورۍ زوال زړه خوري .
پای