ټوکي (لنډه کيسه)

د دروازې له ټک ټک سره د مادک دتندي ګونځې سره ورغلې،  رانيغ شو لاس يې وتپاوه توفداني يې له غاړې ونيوه شنه څاڅکي پورته والوتل ميرمن يې خوله بده ونيوه.
دروازه بيا ووهل شوه.

ښه شيبه چوپيتاوه. داځل دروازه نوره هم په زوره ووهل شوه.
مادک پاڅيد له اوږو يې خيرنه خړه کمپله شاته ولويده، ښځې ټکری سره راټول کړ، په سر يې لاس تير کړ غړوڅکه ويښتان يې له پيوند ټيکري راوتلي ول کمپله يې د بوغبند په سرتاوکړې خطا کړه.

مادک د دروازې شاته غږ کړ:
څوک يې؟
معلم عطا يم، مادکه لکه چې په رڼا ورځ هم اوس ويريږي، زر زوړ شوې سړيه.
شرنګ شو د دروازې ځنځيرله دړې سره ولګيد، دواړو سره غيږې ورکړې، خو د مادک لاهم طبيعت ګونځې و.

معلم صيب وويل
 مادکه زړه مې تنګ شو کور کې ماشومانو بد حال اچولی و، د پيتاو هم خوند نه و يوازې څوڼدی په يوه ډډه ديوال خوا ته ناست و ما وې تاسره به غورې وکړم.
مادک دوه دری ځله په زوره وټوخل.

معلم صيب يې سترګو ته وکتل، طبعه يې ښه نه وه. وويل
ولې مادکه تر اوسه خو رک روغ وې او ښه نيغ دروازې ته را روان وې داولې يو په يوټوخي واخيستې؟

مادک له ديوال نه راتويې شوې نجمنې خاورې ته سترګې نيولې وې 
وويل
معلم صيب د ماشومانو مور يې له وړو سره يوځای له پلار کره ولاړه او زما هم وضعه ښه نه ده؛  همدا اوس هم په کمپله کې پروت وم په کوټو کې سيلۍ چليږي، واړه مې هم ټول ناروغان دي ټول ټوخيږي...

معلم صيب يې خبره ونيوه 
غم مه کوه مادکه هسې ځان ته زړه خورې، غم چې په عالم و هغه غم نه دی؛ د مني شپې همداسې سړې وي د ميزان ستوری په راختو دی څو ورځې وروسته هوا نرميږي.
مادک بيا څو پرله پسې ټوخي په زرو له ستوني را وايستل، بيا يې زياته کړه

 معلم صيب که د خوښه وي زه به بيرته کوټې ته ولاړ شم يخنۍ مې وضعه نوره هم ښه نه کړه. 

معلم زړه نازړه وويل
سمه ده مادکه ورځه نور د نه تکليفوم.
خو ته به هم راسره تللی وې!
نه مننه کور د آباد، ځم د جومات تبۍ به ګرمه وي يوسات به پام غلط کړو.
مادک معلم صيب ته مړ لاس ورکړ او دروازه يې ورپسې پورې کړه.

معلم صيب تر جوماته خواشينی روان و، نه پوهيده چې نن ولې مادک بې خونده و. مادک په ټول کلي کې په ټوکو کې نمره وړې وه، لرې لرې کليو ته به ځوانانو په زور ورسره روان کړی و. په ډيرو کليو کې يې د ټوکو مسابقې ګټلې وې، څو ځله خو يې له ملګرو سره ښه وهل هم خوړلي وو.

مادک کوټې ته ننوت. ميرمن يې د کړکۍ له تاخچې راکښته شوه، شنه خيرنه پرده يې سره سمه کړه د مادک په اوږو يې کمپله ور واچوله وویل 

سړيه مالم صيب څه ويل؟
مادک تکيه وکړه په بيرتو يې ګوتې تيرې کړې لمدې شوې، لاس يې په کمپله وموښه وويل 
دا خلک ليوني دي، نه د چا غريبۍ ته ګوري نه دې يخنۍ ته، بس را روان به وي وايي به کور کې مې زړه تنګ و، خدای يې د دوه ټوټي کړي زموږ چې زړونه تنګ دي چيرته ولاړ شو.
خير دی سړيه خو همداسې د آموخته کړي، ټوله ورځ ته يې  او د دوی وازې خولې، څو ځله مې درته وويل چې دا خلک هسې درباندې خپل سات تيروي، له خوارۍ مزدورۍ يې ايستلی يې، نه وينې په کور کې دومره لرګي نشته چې غاښ پرې وټومبو، دا سوړ ژمۍ په دې کادانه کې نه تيريږي، د حيوانانو به له ددک کره څومره زړه تنګ وي؛ دا يې څومه ورځ ده چې هلته له يخنۍ تښتيدلي دي، سنګينه مې ډيره ياديږي امرو خو خير اوس غټ دی. 
مادک له کمپلې غاړه راجګه کړه په يوه څنګ کوږ شو ګونځې شين پلاستيک يې له جيبه را وايست ويې څانډه.

 ښځې پرنج وهل زر يې ټيکرۍ په خوله اوپوزه تير کړ.
ها دادی نسوار د هم خلاص شول، تربيګا به بيا درسره خبره نه کيږي آخر دا ټول دې له خپله لاسه، اوړی به مې له وروڼو سره نيش ته تللی وې اوس به د پوره څلويښت زره کالدارې راوړې وې ژمۍ مو ښه ګرم پرې تيريده...
مادک د کوټې دود وهلو تيرانو ته سترګې نيولې وې زر زر يې رپولې.
د دروازې ټک ټک شو.

اوچت رانيغ شو په خوشکه يې وويل  
ښځې ورشه ګنې په مايې داځل سم بيابه کوې، ورته ووايه مادک نشته په خوارۍ پسې تللی دی! 

ښځې غټې پايڅې سره راټولې کړې د کوټې ور يې په درب وواهه ووته،  لا برنډې ته نه وه رسيدلې چې دروازه بياووهل شوه 

غږ يې کړ
 درغلم څه تندر را لويدلی چې داسې په توده غلانځ يې؟! 
مادک کړکۍ ته ور ولاړ شو پرده يې لږ يوې خوا ته کړه، ببر تارونه يې سترګو ته ودريدل.
توړۍ مادک لالا ته غږ کړه، کليوالو ويل نن د خازم اکا په هجره کې بنډار دی.

ښځې وويل
 ځی خوار شئ، مادک خوستاسو د ساتيرۍ نه دی چې ټوله ورځ به يې غپوۍ، ځه ورک شه سره له خازمه، مادک نشته پرون سهار په خوارۍ پسې له کوره...
خبره يې نه وه پوره کړې مادک له کړکۍ پرې غږ کړ 
درغلم بازګليه درغلم
ښځه حيرانه ودريده!
 په مادک پسې يې څادر ځمکه جارو کوله له دروازې ووت 
په تلو کې يې وويل.
دروازه بنده کړه ويده نه شې! چې بيا به يې په ډبولو ټول کلی را ويښ شي زه بيرته راځم.
پای